• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بدخشان کې له اعتراضونو وروسته طالبانو د خپلو وسله والو د احتمالي بدلون خبر ورکړی

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۷:۴۶ GMT+۱

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند وايي، چې له ځايي مشرانو سره تر خبرو وروسته پرېکړه وشوه، چې بدخشان ته د کوکنارو د کروندو د اړولو لپاره استول شوي وسله وال بدل کړي.

عبدالمتين قانع رسنيو ته ويلي، لاريون کوونکي غواړي پر خلکو د ډزو عاملين محاکمه کړي.

له تېرې جمعې راهیسې د درایم او ارګو ولسوالیو خلکو د وسله والو طالبانو د ناوړه چلند پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون کوونکو په وینا؛ د طالبانو ډلې غړو د دوی د ځپلو لپاره ډزې وکړې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي: "موږ به هغه کسان محاکمو ته معرفي کړو، چې پر مظاهره کوونکو یې ډزې کړې وې."

تر دې وړاندې هم طالبانو د درایم ولسوالۍ پنځه قومي مشران له طالبانو سره د خبرو لپاره فیض اباد ته لېږدولي وو؛ خو تر اوسه یې د برخلیک په اړه څه نه دي ویل شوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ذبیح الله مجاهد: بدخشان کې د کوکنارو پر سر مشکل حل شو او خلکو یې د نه کرلو ژمنه کړې

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۸ GMT+۱

د طالبانو وياند وایي، چې د دوی یوه پلاوي په بدخشان کې د کوکنارو د کښتونو پر سر د خلکو سره رامنځته شوې ستونزه حل او له هغوی څخه یې د نه کرلو ژمنې اخيستي. خو سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ستونزه لا نه ده حل شوې.

خو ځايي خلک بیا وايي، چې ستونزه د کوکنارو پر سر نه بلکې د طالبانو له خوا د خلکو «شخصي حریم» ته د نه درناوي له امله یې رامنځته شوې.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سې شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د دوی يوه پلاوي د بدخشان په مرکز فيض اباد کې د درایم او ارګو ولسوالیو د خلکو او ځايي طالبانو ترمنځ د کوکنارو پر سر شخړه حل کړې.

مجاهد وايي، چې ځايي خلکو د کوکنارو د نه کرلو ژمنې کړي دی.

نوموړی زياتوي: « هغه ستونزه چې په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو په برخه کې رامنځته شوې وه حل شوه. د همدې ولسواليو استازو ژمنه وکړه، چې د بدخشان خلک به د کوکنارو د اړولو له پروسې ملاتړ کوي او په هېڅ صورت به دغه بهیر ګډوډ نه کړي.»

مجاهد وايي، هغه کسان، چې د بدخشان په همدې لاریونو کې زيانمن شوي ستونزو ته به يې پاملرنه کيږي.

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د پوځ مشر فصیح الدین فطرت دوې ورځې وړاندې له اعتراض کوونکو سره د خبرو لپاره بدخشان ته تللی.

د تېرې جمعې په ورځ د بدخشان د درایم ولسوالۍ کې اعتراض کوونکي وویل، طالبان د دې ولسوالۍ خلک کوڅه په کوڅه او کور په کور ځوروي.

د لاریونوالو له ډلې یوه یې مظاهرې ته په وینا کې وویل، حتا د ښځو حرمت تر پښو لاندې شوی او طالبان د خلکو «عزت، دین او محرمیت» تر پښو لاندې کوي.

دغه لاريون کوونکي طالبان تورنوي، چې د خلکو د کورونو ديوالونه يې نړولي او پر خلکو ظلم کوي.

خو طالبانو دغه ادعاوي رد کړي او په خپلو څرګندونو کې يې ويلي، چې د همدې سېمې له خلګو سره يې د کوکنارو د کر په اړه جنجال رامنځ ته شوی.

د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې سرېلانکا ته په پنځمه لوبه کې په پنځو وېکټو ماتې ورکړه

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۱ GMT+۱

د افغان ابداليانو په نوم د افغانستان کرېکټ الف لوبډلې د سرېلانکا الف لوبډلې ته په پنځمه او وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې په پنځو وېکټو ماته ورکړه. د افغان ابداليانو او سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو پنځو لوبو لوبلړۍ ۳ د ۲ په مقابل کې سرېلانکا لوبډلې وګټله.

د افغانستان او سرېلانکا الف لوبډلو ترمنځ نن د پنځمې وروستۍ یو ورځنۍ لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه غوره کړه.

سريلانکا الف کرېکټ لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان ابداليانو ته ۱۹۷ مندې هدف وټاکه.

سريلانکايي توپوهونکي پسيندو سوريا بندارا په ۹۲ توپونو تر نورو لوبغاړو ډېري ۷۰ مندې جوړې کړې.

د افغان ابداليانو کرېکټ لوبډلې په توپ اچونه کې نويد ځدران ۴ او ننګيال خروټي ۳ سريلانکايي لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبغاړو دغه هدف د خپلو پنځو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۵ اور کې پوره کړ.

د افغان ابداليانو په لوبډله کې رياض حسن په ۱۱۷ توپونو ناسوځېدلی ۷۴ او شاهدالله کمال په ۶۸ توپونو ۴۷ منډې جوړئ کړې.

د افغان ابداليانو او سرېلانکا الف کرېکټ لوبډلو ترمنځ د پنځو يو ورځنيو لوبو لومړۍ درې پرله پسې لوبې سريلانکا او وروستۍ دوې لوبې افغان الف لوبډلې وګټلې.

په دې سره کوربه لوبډلې سرېلانکا دا لوبلړۍ ۳ د ۲ په مقابل کې په خپل نوم کړه.

ملا هبت الله ملایانو ته: که تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید پر دېوال یې وولئ

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۴۵ GMT+۱

د طالبانو مشر د ملایانو غونډې ته ویلي، ټول خلک د فرامینو تطبیق او اطاعت ته وهڅوي، خو ور سره یې زیاته کړه: «که تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید پر دېوال یې وولئ.» هبت الله اخوندزاده دا خبرې پرون د کندهار عینو مېنه کې د دیني جامعو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ سمینار کې کړې.

ملا هیت الله پرون په دې غونډه کې شاوخوا یو نیم ساعت خبرې کړې، چې اففانستان انټرنشنل ـ پښتو یې جزیات ترلاسه کړي دي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله په خپله دغه وینا کې ویلی: « علماء کرام باید خلک د اسلامي نظام په فوایدو پوه کړي، د اختلافاتو او انحرافاتو مخنیوي او د مشرانو له بي اطاعتۍ څخه یې را وګرځوي.علماء باید د امارت فرامین خلکو ته واضح کړي، ټول د فرامینو تطبیق او اطاعت ته وهڅوي، که چېرې تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید په دېوال یې وولئ.»

د دې اوږدې وینا په یو بله برخه کې ملا هبت الله د دې ډلې د حکومت له چارواکو مننه کوي او زیاتوي: « زما وزیران ښه خلک دي، همېشه زما اطاعت کوي، زه ترې ډېر زیات خوشال یم، اطاعت، قدر او عزت یې وکړئ، ځکه چې اکرام او اطاعت تر مشر امیر پورې خاص نه دی، ټول امرا پکې شامل دي.»

ملا هبت الله بیا ویلي‌چې د دې ډلې ټولو افغانانو ته یې عفوه کړې:« دا زموږ خلک دي، پخوا مو هم د افغانانو وژل هدف نه وو اوس یې هم د تکلیفولو اراده نه لرو، پخوا چې کوم افغانان زموږ په لاس وژل شوي هغه د تستر له کبله وه، چې دوی د کافرانو مخته روان وو.»

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

په کندهار کې معترضان: طالبان د خپل عاید لپاره زموږ د دوکانونو مخې ته غرفې جوړوي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۸ GMT+۱

د کندهار ښار په مهمه سوداګريزه سیمه هرات بازار کې دوکانداران وايي، د طالبانو ښاروالي د خپل عاید د زیاتولو لپاره د دوی د دوکانونو مخې ته ټپرۍ یا غرفې جوړوې. طالبانو د هرات بازار د دوکاندارانو د مظاهرې مخه نیولې، خو دوی د اعتراض په ډول خپل سلګونه دوکانونه بند او کاربندیز یې کړی.

د همدې اعتراض کوونکو له جملې حاجي احمدشاه افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل: « ښاروالۍ د عوايدو د زیاتولو لپاره غواړي زموږ د دوکانونو مخې ته، چې اوس ليړۍ ولاړې دي او توکې پکې پلوري غرفې جوړې کړي.»

د احمدشاه په خبره، ډېری دوکانداران د هر دوکان لپاره د کال له یو لک تر ۳ لکو افغانيو پورې کرايه او هم دولت ته ماليه ورکوي، خو د دې غرفو په جوړېدو سره به يې کاروبار ټکنی شي.

د نوموړي په خبره، طالبان دهمدې غرفو په جوړلو غواړي د مياشتې ۲ زره افغانۍ له غرفو کرايه واخلي، چې د کال ۲۴ زره افغانۍ کرایه کيږي، خو د هر دوکاندرا په لکونو کاروبار خرابېږي.

اعتراض کوونکي وایی، چې د دې غرفو په جوړېدو سره له يوې خوا د ښار بڼه تغير کوي او له بلې خوا د ډېرو کسانو څخه د کار ي فرصتونو او روزي اخیستلو هڅه کيږي.

د کندهار هرات بازار، هغه غرفې، چې د طالبانو ښاروالۍ يې د خپلو عوايدو لپاره جوړوي
100%
د کندهار هرات بازار، هغه غرفې، چې د طالبانو ښاروالۍ يې د خپلو عوايدو لپاره جوړوي

د طالبانو امنيتي کسانو همدې اعتراض کوونکو ته د لاریون اجازه هم نه ده ورکړې او د اعتراض کوونکو يو شمېر مشران يې دوهمې امنيتي حوزې ته بيولي دي.

کندهار کې د طالبانو ښاروالي وايي، چې دا کار خلګو ته د کاري زمينې د برابرولو په هدف تر سره کوي.

ښاروالي وايي، دغه غرفې د هبيتات په مالي مرسته د ښار په ډېرو برخو کې جوړوي.

ښاروالي په دې اړه نور جزيات ورنه کړه او له خبرو يې ډډه وکړه.

اعتراض کوونکي وايي تر هغه به يې خپل دوکانونه تړلي وي، چې ښاروالۍ پر دغه پرېکړې د سره غور نه وي کړی.

طالبانو په بدخشان کې ۴ کسان د الکولي مشروباتو او ټابلیټ کا د پلورلو په تور په دورو ووهل

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۲:۳۲ GMT+۱

د طالبانو ستره محکمه وايي، نن یې په بدخشان کې څلور کسان د الکولي مشروباتو او ټابلیټ کا ګولیو د پلورلو په تور د خلکو په مخ کې په دورو ووهل. د طالبانو دا ګام په داسې مهال دی چې د بدخشان په درایم او ارګو ولسوالیو کې په تېرو ورځو کې خلکو د دې ډلې پرضد پراخ لاریونونه وکړل.

د طالبانو ستره محکمه نن په خبرپاڼه کې زیاتوي، چې یو تورن کس ته د ۳۵ دورو ترڅنګ د یو کال بند سزا هم ورکړل شوې ده.
په خبرپاڼه کې ددغو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو زیاته شوې ده چې پر دوو نورو کسانو بیا د ۳۰ - ۳۰ دورو او پر یوه بل کس د ۳۹ دورو حکم تطبیق شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په څه باندې یوه اونۍ کې د بدخشان په ګډون په پنجشیر، پکتیکا، جوزجان او خوست ولایتونو کې دولس کسان په عام محضر کې په درو وهلي دي.
پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټول هېواد کې په عام محضر کې د خلکو مجازات زیات شوي دي او ان په یو شمېر ولایتونو کې اعدامونه هم په عام محضر کې شوي دي.
له دې سره، یوناما څو ورځې وړاندې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي و، چې د طالبانو له لوري لږ تر لږه هره اونۍ په یوه ولایت کې په عام محضر کې خلکو ته بدني سزا ورکول کېږي.
یوناما په دغه راپور کې ویلي، چې لا هم په افغانستان کې بشري حقونه په بشپړه توګه نه دي تامین شوي.
خو طالبان بیا وایي، چې په افغانستان کې د ښځو او نارینه‌وو ټول شرعي حقونه تامین شوي دي او د دوی هره پرېکړه د شریعت له مخې کیږي.

په بدخشان کې څلورو کسانو ته د طالبانو نننۍ سزا په داسې حال ده چې په دغه ولایت کې په تېرو ورځو کې د دې ډلې پرضد پراخې مظاهرې وشوې.

د درایم او ارګو ولسوالۍ اوسېدونکي طالبان د خلکو له حصوصي حریم په سرغړونه تورنوي، خو طالبان وايي، دا مظاهرې د کوکنارو فصل د له منځه وړلو نه سرچینه اخلي.