ملا هبت الله ملایانو ته: که تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید پر دېوال یې وولئ

د طالبانو مشر د ملایانو غونډې ته ویلي، ټول خلک د فرامینو تطبیق او اطاعت ته وهڅوي، خو ور سره یې زیاته کړه: «که تاسو زما فرمان د شریعت خلاف ولید پر دېوال یې وولئ.» هبت الله اخوندزاده دا خبرې پرون د کندهار عینو مېنه کې د دیني جامعو او تخصصاتو چارو د تنظیم او همغږۍ سمینار کې کړې.