• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هلمند یوه کورنۍ: طالبانو زموږ یو غړی په زندان کې شکنجه کړی او وژلی دی

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۲:۵۰ GMT+۱

د هلمند په مرګز لشکرګاه کې یوه کورنۍ وايي، د عبدالمنیر په نوم یو ځوان یې طالبانو دغه ښا رکې نیولی او بیا یې په زندان کې شکنجه او وژلی. دغه کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سره په خبرو کې زیاتوي، د بوست روغتون ډاکترانو ورته ویلي، چې عبدالمنیر د زیاتې شکنجې له امله مړ شوی.

دا کورنۍ وايي، عبدالمنیر د لشکرګاه په نهمه حوزه کې د ګاز یو شرکت کې له خپلو دوه ملګرو سره و، چې د طالبانو د حوزې مسوولینو او امر بالمعروف ګزمې له دغه ځایه یووړ.

دغه کورنۍ وايي طالبان د بوست روغتون پر ډاکترانو فشار راوړي چې د دې وژنې راپور بدل کړي او ولیکي چې عبدالمنیز د نشه يي توکو د کارولو له امله وژل شوی دی.

خو دغه کورنۍ وايي عبدالمنیر هیڅ نشه نه کوله او یو غریب کاره ټیکټر چلوونکی وو.

د عبدالمنیر خپلوان وايي دوی د نوموړي مړی د اعتراض په ډول په هلمند کې د طالبانو د والي د دفتر مخ ته وړی و.

د عبدالمنیر کورنۍ وايیي، پرون له شاوخوا ۳۰۰ کسانو سره د لاریون په شکل د هلمند ولایت مقام کې د طالبانو والي ته ورغلي وو، خو د طالبانو غوښتنه دا وه، چې تاسې رسنیو ته د لاریون ویډیوګانې مه ورکوئ، ځکه د دوی د بدنامي سبب کیږي.

د طالبانو مرستیال والي دغو لاریونوالو ته ډاډ ورکړی چې په دوو ورځو کې به په دغه پېښه کې ککړ کسان ونیسي او محکمې ته به یې حاضر کړي.

دغه کورنۍ کواښ کوي چې که په دوو ورځو کې یې د کورنۍ د غړي قاتلین محکمې ته حاضر نشي نو یو ځل بیا به د طالبانو پرضد لاریون وکړي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسیدو له عامه خلکو سره د دوی چلند تر ډېره خشن دی او د ورځې په تېریدو د دوی پرضد د ولس کرکه مخ په زیاتېدو ده.

عبدالمنیر ټیکټر درلود او په دې کار سره یې د کورنۍ لاسنیوی کولو.
100%
عبدالمنیر ټیکټر درلود او په دې کار سره یې د کورنۍ لاسنیوی کولو.

په وروستیو ورځو کې د بدخشان درایم او ارګو ولسوالیو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

د دغو لاریونوالو نیوکه دا وه، چې طالبان د کوکنارو د اړولو په پهانه د خلکو کورونو ته ننوځي او د ځايي خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د ترکمنستان او افغانستان تر منځ لس تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، چې د افغان او ترکمن خصوصي شرکتونو ترمنځ لس تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه تړونونه په هرات کې د دواړه هېوادونو د سوداګرو تر منځ لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاد هوکړه لیکونه د ودانیزو توکو، سیخ و ګول، ودانیزو رنګونو، د مرمرو ډبرې او د خوراکي توکو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د سوداګرو ټولنې له مشر اتاقلي اوف سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي و، چې خپل سوداګر دې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

دغه وزارت (د غويي په ۱۰مه) ویلي و، د ترکمنستان، قزاقستان او طالبانو تر منځ د تورغونډۍ په بندر کې درې اړخیزه هوکړه شوې چې له مخې به یې یو ګډ لوژیستیکي ستر مرکز هم جوړ شي.

طالبان د خپلې واکمنۍ وروسته له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره توده راشه درشه لري؛ خو تر اوسه یو هېواد هم دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

سرچينې: په کندهار کې په ونه کې د یوه کس ځړول شوی جسد پېدا شوی او بل کس په ډزو وژل شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۱

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې په شاولي کوت ولسوالۍ کې د يو کس جسد په ونه کې ځړېدلی موندل شوی او یو بل کس د کندهار په پنځمه حوزه کې په ډزو وژل شوی دی.

سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انترنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د شاولي کوټ ولسوالۍ په ښکته سوزنيانو کلي کې د نورمحمد په نوم د یو کس جسد چې په ونه کې ځړولی شوی و موندل شوی دی.

دغه کس اصلي د ارغنداب ولسوالۍ د خواجه ملک سیمې اوسیدونکی دی؛ خو د وژنې انګېزه يې لا تر اوسه معلومه نده.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ته پر ونه د هغه د ځړوند جسد تصوير هم لېږلی دی.

د يوې بلې سرچينې د معلوماتو له مخې؛ نن دوشنبه د کندهار په پنځمه حوزه کې يو بل کس په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی دی.

سرچينه وايي، چې ځايي طالبانو د دې کس د وژنې په تور څلور کسان نيولي دي.

نيولو شویو په خپلو خبرو کې ويلي، چې وژل شوي کس خپله ځان په تومانچه ويشتلی او وژل شوی دی.

په کندهار کې طالبانو تر اوسه د دې پېښو او د وژل شويو کسانو د هويت او کار په اړه معلومات نه دي شریک کړي.

په کندهار کې مرموزي او هدفي وژنې زيات شوي او ښاریان يې هم له اندېښنو سره مخ کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي دا ډول پېښې د طالبانو د انتقامي وژنو یوه برخه يادوي.

د بدخشان اعتراض کوونکو د فصیح الدین فطرت وړاندیزونه رد کړ

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۱

په بدخشان ولایت کې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت او د اعتراض کوونکو د استازو تر منځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د درایم او ارګو ولسوالیو اعتراض کوونکو د فصیح الدین فطرت وړاندیزونه رد کړي دي.

اعتراض کوونکو له طالب چارواکو سره د کتنې پر مهال له بدخشان څخه د وسله والو طالبانو د اېستلو او د درایم او ارګو د دوو اوسېدونکو قاتلینو ته د سزا ورکولو پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړ.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې فصیح الدین فطرت چې د طالبانو له خوا د بدخشان د اعتراضونو د کمېسیون مشر ټاکل شوی، وړاندیز کړی چې د بدخشان د اوسېدونکو د قاتلینو د سزا پر ځای دې د قربانیانو کورنیو ته پیسې ورکړل شي.

خو د لاريون کوونکو استازو دغه وړانديز رد کړ او د وژنې عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.

د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د ملي ټلویزیون د خبریال خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د ملي ټلویزیون خبریال ندا محمد نوري له قید او شرط پرته خوشې کړي. دغه مرکز په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه خبریال له درېیو ورځو راهیسې په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د غويي۱۷مه) په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د یاد خبریال نیول د اندېښنې وړ بللی دی.

د ندا محمد نوري کورنۍ د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ویلي، چې طالبانو دغه خبریال د غويي په ۱۵مه د شنبې په ورځ په چاریکارو ښار کې نیولی دی.

د افغان خبریالانو مرکز په پروان کې د سیمه ییزو سرچینو له خولې لیکلي، چې ښاغلی نوري د "جلا وطن رسنیو سره د همکارۍ" په تور نیول شوی دی.

دغه مرکز په پروان کې له طالب چارواکو وغوښتل، چې ندا ​​محمد نوري دې د رسنیو له قانون سره سم ژر تر ژره خوشې کړي.

ندا محمد نوري په پروان ولايت کې د ملي راډيو ټلويزيون له خبريالانو څخه دى او له څه د پاسه يوې نيمې لسيزې راهیسې په دې رسنيو کې د خبريال او پروډيوسر په توګه کار کړى دى.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز وروستۍ موندنې ښيي، چې طالبانو په تېرو دولسو مياشتو کې ٦٤ خبريالان نيولي او له دې ډلې درې خبريالان لا هم د دغې ډلې په بندخونو کې دي.

د طالبانو ماليې وزارت: په یوه کال کې ۱۷۹ زره ټنه قاچاقي توکي کشف او نيول شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ماليې وزارت ویاند وايي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د ۸ ولايتونو په ګمرونو کې شاوخوا ۱۷۹ زره ټنه بې کيفيته او منع شوي قاچاقي توکي نيولي دي. احمدولي حقل زياتوي، چې په دې توکو کې زراعتي او يوناني درمل، خوراکي توکي او نشه يي مواد شامل دي.

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل د دوشنبې په ورځ په يوه ويډيو مرکه کې د تېر ۱۴۰۲ کال د قاچاقي نيول شويو توکو اړوند معلومات شريک کړي.

حقمل زياتوي، چې د دوی د ګمرکونو لوی رياست کارکوونکو، په کندهار، نيمروز، فراه، خوست، پکتيا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې (یولک ۷۸ زره ۱۹۴) ټنه بې کيفيته او منع شوي توکي نيولي دي.

نوموړی وايي، چې دغه توکي له ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول پاکستان څخه په غیر رسمي لارو راوړل کېدل.

هغه زياتوي، چې په لویو لارو او ګمرونو کې يې څارنه روانه ده: « هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې قاچاقي او منع شوي توکي په ځانګړې توګه هغه څه چې د کورني صنعت د ودې او پرمختګ د مخنيوي سبب ګرځي لېږد رالېږد شي.»

د طالب دغه ویاند په خبره، چې په ګمرکونو کې د اسانتياو د رامنځته کولو سره يې په ډېرو برخو کې د فساد مخه نيولې.

هغه د دې توکو په تړاو د نيولو شويو کسانو او ادرسونو په اړه جزيیات نه دي شريک کړي.

طالبان پر داسې مهال په ګمرکونو کې د اسانتياو د رامنځته کېدو خبر ورکوي، چې ډېر سوداګر په ولايتي ګمرکونو کې د ستونزو یادونه کوي.

یو شمېر سوداګر لوړه ماليه، د توکو د محصولاتو پر مهال د ګمرک پېچلی سیسټم، د کار کوونکو کمزوری کار، په ګمرکونو کې د لابراتوار او سړو خونو د نشتوالي ترڅنګ ډېرې نورې ستونزې بيانوي.