• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د ملي ټلویزیون د خبریال خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د ملي ټلویزیون خبریال ندا محمد نوري له قید او شرط پرته خوشې کړي. دغه مرکز په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه خبریال له درېیو ورځو راهیسې په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د غويي۱۷مه) په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د یاد خبریال نیول د اندېښنې وړ بللی دی.

د ندا محمد نوري کورنۍ د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ویلي، چې طالبانو دغه خبریال د غويي په ۱۵مه د شنبې په ورځ په چاریکارو ښار کې نیولی دی.

د افغان خبریالانو مرکز په پروان کې د سیمه ییزو سرچینو له خولې لیکلي، چې ښاغلی نوري د "جلا وطن رسنیو سره د همکارۍ" په تور نیول شوی دی.

دغه مرکز په پروان کې له طالب چارواکو وغوښتل، چې ندا ​​محمد نوري دې د رسنیو له قانون سره سم ژر تر ژره خوشې کړي.

ندا محمد نوري په پروان ولايت کې د ملي راډيو ټلويزيون له خبريالانو څخه دى او له څه د پاسه يوې نيمې لسيزې راهیسې په دې رسنيو کې د خبريال او پروډيوسر په توګه کار کړى دى.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز وروستۍ موندنې ښيي، چې طالبانو په تېرو دولسو مياشتو کې ٦٤ خبريالان نيولي او له دې ډلې درې خبريالان لا هم د دغې ډلې په بندخونو کې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ماليې وزارت: په یوه کال کې ۱۷۹ زره ټنه قاچاقي توکي کشف او نيول شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ماليې وزارت ویاند وايي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د ۸ ولايتونو په ګمرونو کې شاوخوا ۱۷۹ زره ټنه بې کيفيته او منع شوي قاچاقي توکي نيولي دي. احمدولي حقل زياتوي، چې په دې توکو کې زراعتي او يوناني درمل، خوراکي توکي او نشه يي مواد شامل دي.

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل د دوشنبې په ورځ په يوه ويډيو مرکه کې د تېر ۱۴۰۲ کال د قاچاقي نيول شويو توکو اړوند معلومات شريک کړي.

حقمل زياتوي، چې د دوی د ګمرکونو لوی رياست کارکوونکو، په کندهار، نيمروز، فراه، خوست، پکتيا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې (یولک ۷۸ زره ۱۹۴) ټنه بې کيفيته او منع شوي توکي نيولي دي.

نوموړی وايي، چې دغه توکي له ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول پاکستان څخه په غیر رسمي لارو راوړل کېدل.

هغه زياتوي، چې په لویو لارو او ګمرونو کې يې څارنه روانه ده: « هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې قاچاقي او منع شوي توکي په ځانګړې توګه هغه څه چې د کورني صنعت د ودې او پرمختګ د مخنيوي سبب ګرځي لېږد رالېږد شي.»

د طالب دغه ویاند په خبره، چې په ګمرکونو کې د اسانتياو د رامنځته کولو سره يې په ډېرو برخو کې د فساد مخه نيولې.

هغه د دې توکو په تړاو د نيولو شويو کسانو او ادرسونو په اړه جزيیات نه دي شريک کړي.

طالبان پر داسې مهال په ګمرکونو کې د اسانتياو د رامنځته کېدو خبر ورکوي، چې ډېر سوداګر په ولايتي ګمرکونو کې د ستونزو یادونه کوي.

یو شمېر سوداګر لوړه ماليه، د توکو د محصولاتو پر مهال د ګمرک پېچلی سیسټم، د کار کوونکو کمزوری کار، په ګمرکونو کې د لابراتوار او سړو خونو د نشتوالي ترڅنګ ډېرې نورې ستونزې بيانوي.

طالبانو په پکتیا کې درې تنه په بېلابېلو تورونو په درو ووهل

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په پکتیا کې درې تنه د "بې عزتۍ"، "غلا" او "توهین" په تور په بند محکوم کړل. دغې محکمې ویلي، چې دوه تنه په ۳۰ درو او درېیم کس په ۲۰ درو محکوم شوي دي؛ خو طالبانو په خبرپاڼه کې څرګنده کړې نه ده، چې دغو کسانو چا ته سپکاوی کړی دی.

د دغې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغه حکم د دوشنبې په ورځ (د غويي۱۷مه) د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ ابتداییه محکمې صادر کړ.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې له دغو کسانو څخه دوه یې په یو کال او درېیم کس یې په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.

د طالبانو منتقدین وايي، دې ډلې له درېیو کلونو راهیسې خپل مخالفین په بېلابېلو تورونو نیولي، بندیان کړي او محاکمه کړي دي.

تېره مياشت د دې ډلې سترې محکمې په کندهار کې درې تنه د خپلو سياسي فعاليتونو په تور په اوږدمهاله بند او په درو وهلو محکوم کړل.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته عامه سزا بیا پیل کړه او تر دې دمه یې په ټول افغانستان کې لسګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

ځايي سرچېنې: طالبانو د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي نيولي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د سرپل ولايت له بلخاب ولسوالۍ څخه باوري سرچېنو د افغانستان انټرنشنل راډيو ته ويلي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي نيولي او شکنجه کړي دي. د سرچېنو د معلوماتو له مخې، له څو اوونيو په تېرېدو سره د بنديانو کورنیو له زندانیانو سره نه دي ليدلي.

ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غويي مياشتې په ٢٥مه د طالبانو د استخباراتو يو شمېر غړي د جاسوسۍ په موخه بلخاب ته تللي او هڅه يې کړې، چې د طالبانو د "ظلم" په اړه له ځايي خلکو سره خبرې وکړي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، کله چې يو شمېر ځايي خلکو د طالبانو له توپیري چلند څخه شکايت وکړ او د طالبانو ضد مقاومت له جبهې سره يې خواخوږي څرګنده کړه، د هغوى غږونه د "طالبانو جاسوسانو" ثبت کړل.

له دې پېښې وروسته طالب ځواکونو د بلخاب ولسوالۍ پر درېیو کلیو برید وکړ او ۱۴ ملکي وګړي یې ژوندي ونیول.

د سیمه ییزو سرچېنو په وینا، طالبانو د دغو کسانو له کورنیو غوښتي، چې د دغې ډلې د پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد له خوا پاتې شوې وسلې ورته وسپاري.

د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۲۶مه له یو لړ جنجالونو وروسته طالبانو اعلان وکړ ، چې په سرپل کې د دوی سیمه ییز قوماندان مولوي مهدي مجاهد وژل شوی دی.

خو د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې وسلو ته لاس رسی نه لري او د وسلو د پېرلو مالي توان نه لري. ځينې سرچينې وايي، چې په بلخاب کې طالبان ځايي خلک اړ کوي، چې د وسلو په بدل کې پيسې ورکړي.

د طالبانو د پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد له وژل کېدو وروسته په بلخاب کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د چنګاښ په ۱۴مه په یوه بیان کې طالب ځواکونه د سرپل ولایت په بلخاب کې پر ملکي وګړو په "ډزو" تورن کړل.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې ویلي، چې د افغانستان ترانزیټي ګاډی د تهران له لارې تېر شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د ایران د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې د اړینو جوازونو په نه لرلو سربېره یې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي کارګو لس واګونونه د تهران له سټیشن څخه تېر شول. د ایران د رېل پټلۍ له افغانستان څخه ترکیې ته د سوداګریزو توکو د دویم ګاډي د لېږدولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) د ایران د رېل پټلۍ د ادارې په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ترانزیټي ګاډی له جواز پرته د رازي بندر په لور روان شوی.

دا رېل ګاډی چې له افغانستان څخه د تالک ډبرې لیږدوي په تېرو دوو اونیو کې د شمتګ پر پوله ودرول شو.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې د لایسنس نه لرلو سره سره د دغه ګاډي د تېرېدو اجازه «ښه نیت او ملي ګټو ته پام» بللی دی.

د دغه راپور له مخې د تالک بار وړونکی ګاډی اوس د ایران په شمال لویدیځ کې د رازي پولې ته پر لاره دی.

د ایران د رېل پټلۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د رېل د دایمي تجارتي تبادلې د کرښې جوړول د ایران پر پولو، ګمرکونو او د ریل ګاډو اړوندو جوازونو د ترلاسه کولو په ګډون اصلاحاتو ته اړتیا لري.

طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شول

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په راستانه شویو افغان کډوالو کې د کورنیو تر څنګ ۲۱ بې سرپرته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (غوايي ۱۶مه) ۱۳۷۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې ۲۱ تنه بې سرپرسته ماشومان یې د وار چایلد موسسې ته د کورنیو موندلو په موخه سپارلي دي.

همدارنګه یاد وزارت زیاتوي چې له ایرانه راستنو شوېویو شمېر اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال کې له ایرانه راستانه شوي چې د ایران کورنیو چارو وزیر احمدي وحیدي ویلي چې، تېرکال یې یو میلیون او ۳۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي دي.

ایراني رسنیو د ایران د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې ایران نوي کډوال نه مني او ټول بې اسناده کډوال دې له دغه هېواده ووځي.