• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په پکتیا کې درې تنه په بېلابېلو تورونو په درو ووهل

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په پکتیا کې درې تنه د "بې عزتۍ"، "غلا" او "توهین" په تور په بند محکوم کړل. دغې محکمې ویلي، چې دوه تنه په ۳۰ درو او درېیم کس په ۲۰ درو محکوم شوي دي؛ خو طالبانو په خبرپاڼه کې څرګنده کړې نه ده، چې دغو کسانو چا ته سپکاوی کړی دی.

د دغې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغه حکم د دوشنبې په ورځ (د غويي۱۷مه) د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ ابتداییه محکمې صادر کړ.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې له دغو کسانو څخه دوه یې په یو کال او درېیم کس یې په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.

د طالبانو منتقدین وايي، دې ډلې له درېیو کلونو راهیسې خپل مخالفین په بېلابېلو تورونو نیولي، بندیان کړي او محاکمه کړي دي.

تېره مياشت د دې ډلې سترې محکمې په کندهار کې درې تنه د خپلو سياسي فعاليتونو په تور په اوږدمهاله بند او په درو وهلو محکوم کړل.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته عامه سزا بیا پیل کړه او تر دې دمه یې په ټول افغانستان کې لسګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

ځايي سرچېنې: طالبانو د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي نيولي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د سرپل ولايت له بلخاب ولسوالۍ څخه باوري سرچېنو د افغانستان انټرنشنل راډيو ته ويلي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي نيولي او شکنجه کړي دي. د سرچېنو د معلوماتو له مخې، له څو اوونيو په تېرېدو سره د بنديانو کورنیو له زندانیانو سره نه دي ليدلي.

ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غويي مياشتې په ٢٥مه د طالبانو د استخباراتو يو شمېر غړي د جاسوسۍ په موخه بلخاب ته تللي او هڅه يې کړې، چې د طالبانو د "ظلم" په اړه له ځايي خلکو سره خبرې وکړي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، کله چې يو شمېر ځايي خلکو د طالبانو له توپیري چلند څخه شکايت وکړ او د طالبانو ضد مقاومت له جبهې سره يې خواخوږي څرګنده کړه، د هغوى غږونه د "طالبانو جاسوسانو" ثبت کړل.

له دې پېښې وروسته طالب ځواکونو د بلخاب ولسوالۍ پر درېیو کلیو برید وکړ او ۱۴ ملکي وګړي یې ژوندي ونیول.

د سیمه ییزو سرچېنو په وینا، طالبانو د دغو کسانو له کورنیو غوښتي، چې د دغې ډلې د پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد له خوا پاتې شوې وسلې ورته وسپاري.

د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۲۶مه له یو لړ جنجالونو وروسته طالبانو اعلان وکړ ، چې په سرپل کې د دوی سیمه ییز قوماندان مولوي مهدي مجاهد وژل شوی دی.

خو د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې وسلو ته لاس رسی نه لري او د وسلو د پېرلو مالي توان نه لري. ځينې سرچينې وايي، چې په بلخاب کې طالبان ځايي خلک اړ کوي، چې د وسلو په بدل کې پيسې ورکړي.

د طالبانو د پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد له وژل کېدو وروسته په بلخاب کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د چنګاښ په ۱۴مه په یوه بیان کې طالب ځواکونه د سرپل ولایت په بلخاب کې پر ملکي وګړو په "ډزو" تورن کړل.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې ویلي، چې د افغانستان ترانزیټي ګاډی د تهران له لارې تېر شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۹:۲۵ GMT+۱

د ایران د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې د اړینو جوازونو په نه لرلو سربېره یې ترکیې ته د افغانستان د صادراتي کارګو لس واګونونه د تهران له سټیشن څخه تېر شول. د ایران د رېل پټلۍ له افغانستان څخه ترکیې ته د سوداګریزو توکو د دویم ګاډي د لېږدولو لپاره د چمتووالي خبر ورکړی.

تسنیم خبري اژانس د یکشنبې په ورځ د (غوايي ۱۶مه) د ایران د رېل پټلۍ د ادارې په حواله راپور ورکړی چې د افغانستان ترانزیټي ګاډی له جواز پرته د رازي بندر په لور روان شوی.

دا رېل ګاډی چې له افغانستان څخه د تالک ډبرې لیږدوي په تېرو دوو اونیو کې د شمتګ پر پوله ودرول شو.

د ایران د رېل پټلۍ ادارې د لایسنس نه لرلو سره سره د دغه ګاډي د تېرېدو اجازه «ښه نیت او ملي ګټو ته پام» بللی دی.

د دغه راپور له مخې د تالک بار وړونکی ګاډی اوس د ایران په شمال لویدیځ کې د رازي پولې ته پر لاره دی.

د ایران د رېل پټلۍ د ادارې مشر ټینګار وکړ چې له افغانستان سره د رېل د دایمي تجارتي تبادلې د کرښې جوړول د ایران پر پولو، ګمرکونو او د ریل ګاډو اړوندو جوازونو د ترلاسه کولو په ګډون اصلاحاتو ته اړتیا لري.

طالبان: له زرو ډېر افغان کډوال په خپله خوښه او جبري توګه له ایرانه راستانه شول

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۸:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، په راستانه شویو افغان کډوالو کې د کورنیو تر څنګ ۲۱ بې سرپرته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چې، د (غوايي ۱۶مه) ۱۳۷۹ افغان کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت د معلوماتو له مخې ۲۱ تنه بې سرپرسته ماشومان یې د وار چایلد موسسې ته د کورنیو موندلو په موخه سپارلي دي.

همدارنګه یاد وزارت زیاتوي چې له ایرانه راستنو شوېویو شمېر اړمنو کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.

دغه افغان کډوال په داسې حال کې له ایرانه راستانه شوي چې د ایران کورنیو چارو وزیر احمدي وحیدي ویلي چې، تېرکال یې یو میلیون او ۳۰۰ زره بې اسناده افغان کډوال له دغه هېواده اېستلي دي.

ایراني رسنیو د ایران د کورنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې ایران نوي کډوال نه مني او ټول بې اسناده کډوال دې له دغه هېواده ووځي.

د سېلابونو له امله په غور کې درې تنه مړه او ژوبل شوي او له زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د غور په مرغاب او چهار سده ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. طالبان وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله له زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې او په خلاصه فضا کې شپي او ورځې تېروي.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چي، د غوايي میاشتې په ۱۵مه نېټه د سېلابونو راوتلو له امله په غور کې ۱۰۷۳ کورنۍ بېځایه شوې او په خلاصه فضا کې شپې او ورځې تېروي.

د کډوالو وزارت د غور د کډوالو ریاست له قوله لیکلي چې، د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې ۵۶۲ کورنونه د سېلابونو راوتلو له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

همدارنګه یاد وزارت ویلي چې ۳۰۳ نور کورونه زیانمن شوي چې بیا رغېدو ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سېلابونو راوتلو له امله کرنیزې ځمکې، د برېښنا بندونه، ونې او باغونه هم ویجاړ شوي او د یادې ولسوالۍ د کلیو تر منځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.

د ایران کورنیو چارو وزیر: تېر کال مو ۱.۳ میلیونه «بې اسنادو» افغانان ایستلي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۷ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، چې تېر کال یو میلیون او ۳۰۰ زره «بې اسنادو» کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې احمد وحیدي ویلي چې ایران نوي کډوال نه مني او ټول «بې اسنادو» وګړي باید له ایرانه ووځي.

د ایران چارواکي افغان کډوال «وګړي» بولي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، احمدي وحیدي زیاته کړه: «د بې اسنادو وګړو د ننوتلو د مخنیوي لپاره، د دې سیمې اړوند قوانین باید تعدیل شي.»

تېره ورځ په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر اصغر بلوکیان وویل چې هیواد یې نور د افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

ښاغلي بلوكيان له طالبانو وغوښتل چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره امنيت او د ژوند شرايط برابر كړي. د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې، اصغر بلوکیان افغانستان یو ویجاړ او له ټکنالوژۍ بې برخې هېواد وباله.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، ډېری افغانان د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.

ایراني چارواکي دغه څرګندوني داسې مهال کوي چې یاد هېواد هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.