• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د سېلابونو له امله په غور کې درې تنه مړه او ژوبل شوي او له زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۸:۱۳ GMT+۱

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د غور په مرغاب او چهار سده ولسوالیو کې د سېلابونو له امله یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي. طالبان وايي، په دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله له زرو ډېرې کورنۍ بېځایه شوې او په خلاصه فضا کې شپي او ورځې تېروي.

دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي چي، د غوايي میاشتې په ۱۵مه نېټه د سېلابونو راوتلو له امله په غور کې ۱۰۷۳ کورنۍ بېځایه شوې او په خلاصه فضا کې شپې او ورځې تېروي.

د کډوالو وزارت د غور د کډوالو ریاست له قوله لیکلي چې، د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې ۵۶۲ کورنونه د سېلابونو راوتلو له امله په بشپړ ډول ویجاړ شوي.

همدارنګه یاد وزارت ویلي چې ۳۰۳ نور کورونه زیانمن شوي چې بیا رغېدو ته اړتیا لري.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د سېلابونو راوتلو له امله کرنیزې ځمکې، د برېښنا بندونه، ونې او باغونه هم ویجاړ شوي او د یادې ولسوالۍ د کلیو تر منځ د تګ راتګ ټولې لارې تړل شوې دي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د ایران کورنیو چارو وزیر: تېر کال مو ۱.۳ میلیونه «بې اسنادو» افغانان ایستلي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۷ GMT+۱

د ایران د کورنیو چارو وزیر وايي، چې تېر کال یو میلیون او ۳۰۰ زره «بې اسنادو» کډوال له ایران څخه ایستل شوي دي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې احمد وحیدي ویلي چې ایران نوي کډوال نه مني او ټول «بې اسنادو» وګړي باید له ایرانه ووځي.

د ایران چارواکي افغان کډوال «وګړي» بولي. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، احمدي وحیدي زیاته کړه: «د بې اسنادو وګړو د ننوتلو د مخنیوي لپاره، د دې سیمې اړوند قوانین باید تعدیل شي.»

تېره ورځ په ایران کې د کډوالو د ملي ادارې د بهرنیو وګړو او کډوالو د چارو مشر اصغر بلوکیان وویل چې هیواد یې نور د افغان کډوالو د منلو ظرفیت نه لري.

ښاغلي بلوكيان له طالبانو وغوښتل چې د افغان كډوالو د ورستنېدو لپاره امنيت او د ژوند شرايط برابر كړي. د صدا او سیما خبري اژانس د راپور له مخې، اصغر بلوکیان افغانستان یو ویجاړ او له ټکنالوژۍ بې برخې هېواد وباله.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، ډېری افغانان د ایران په ګډون نورو هېوادونو ته کډوال شول.

ایراني چارواکي دغه څرګندوني داسې مهال کوي چې یاد هېواد هره اونۍ زرګونه افغان کډوال نیسي او افغانستان ته یې ستنوي.

مولانا فضل الرحمان پاکستاني پوځ ته: ۳۰ زره پاکستانیان په افغانستان کې جګړې ته څنګه تللي وو

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۱

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په تازه بیان کې د پاکستان پوځ ته په اشارې ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا خلاف جګړې ته ۳۰ زره پاکستاني وسلوال څنګه او په کومه لاره تللي وو. مولانا وايي، هغه ۳۰ زره ځوانان افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ لپاره تللي وو.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن یوې لویې ولسي غونډې ته چې ښکاري په لسګونو زرو خلکو په کې ګډون کړی، ویلي چې تر ۳۰ زرو پورې وسلوال پاکستانیان په کومه لاره او څنګه کولای شي افغانستان ته د طالبانو د ملاتړ په موخه د جګړې لپاره ولاړ شي؟.

ویل کیږي دغه غونډه د پاکستان جمعیت علمای اسلام ګوند له لوري په کراچۍ کې ترسره شوې.

مولانا فضل الرحمان د هغو پاکستاني وسلوالو خبره کوي چې د تېر جمهوري حکومت پر مهال د طالبانو د ملاتړ لپاره په افغانستان کې د افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو په وړاندې جنګېدل.

هغه وايي، «جنرال باجوه راته ویل، چې پر ډیورنډ کرښه یې په میلیارډونو روپیو اغزن تار لګولی او هېڅوک پرې تګ راتګ نه شي کولای.»

‏مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ مشران د پوښتنې په ډول ننګولي دي او وايي، « هغه له ۲۰ تر ۳۰ زرو پاکستاني وسله وال ځوانان، چې افغانستان کې یې د امریکایانو په خلاف جګړه کې د اسلامي امارت په ملاتړ برخه لرله، هغوی څنګه او کله تلل؟ او بیا چې طالبان هلته افغانستان کې واکمن شول، دغه ځوانان څنګه په کومه لاره او له بشپړ ځواک سره بېرته پاکستان ته راستانه شول؟»

هغه په ټینګار سره د پاکستان له پوځ پوښتلي چې، «تاسو خو د پولې په اوږدو کې ولاړ وئ، نو څنګه په دومره لوی شمېر وسلوال تګ راتګ کوي؟»

‏د نوموړي په وینا، که څه هم پاکستان ځواکمن پوځ او ډېر وسایل لري خو باور پرې نه شي کېدلی.

د مولانا فضل الرحمان دغو څرګندونو ته د پاکستان د پوځ او حکومت مشرانو او طالبانو لا غبرګون نه دی ښودلی. خو تر دې وړاندې بیا د پاکستان حکومت مشرانو په کابل کې په طالبانو تور پورې کړی چې د ټي ټي پي وسله وال له افغانستان څخه راځي او په پاکستان کې بریدونه کوي.

طالبانو د پاکستان داسې څرګندونې رد کړې او له ټي ټي پي سره د دوی مخالفت یې د دغه هیواد کورنۍ موضوع بللې.

جاپاني رسنۍ: د طالبانو له راتګ وروسته د تېتسو ناکامورا د وژنې په اړه څېړنې درول شوې

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۶:۳۲ GMT+۱

د جاپان ملي راډیو او ټلویزیون (این ایچ کې) راپور ورکړی چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، په افغانستان کې د تېتسو ناکامورا د وژنې په اړه څېړنې درول شوې. تېتسو ناکامورا، چې یو جاپانی ډاکټر او مرستندویه کس و، په ۱۳۹۸ کال جلال اباد کې په یوه وسله وال برید کې ووژل شو.

طالب چارواکو د ۱۴۰۰م کال په لیندۍ میاشت کې ژمنه کړې وه چې، د تېتسو ناکامورا د وژنې قضیه به وڅیړي.

هغه مهال طالب چارواکي احمد الله وثیق ویلي و چې قاتل به یې پیدا کړي.

خو د جاپان ملي راډیو تلویزیون (این ایچ کې) د غوايي په ۱۶مه لیکلي، چې تر اوسه پورې څرګنده نه ده، چې تېتسو ناکامورا چا وژلی او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغه د وژنې په اړه پلټنې درول شوې دي.

ورته مهال دغې رسنۍ خبر ورکړی، چې په ننګرهار کې د اوبولګولو یو کانال چې د جوړولو چارې یې د تېتسو ناکامورا په غاړه وې بشپړې شوې دي.

ويل کيږي چې د اوبو لګولو له دغه کانال څخه به څه د پاسه ۱۴ زره ځايي اوسېدونکي او کروندګر ګټه واخلي.

تېتسو ناکامورا چې په «کاکا مراد» مشهور و، د «پیامسي» په نوم د یوې جاپاني خیریه موسسې مسوول و چې په ننګرهار کې یې د اوبو او ځنګلونو د مدیریت له پروژو ملاتړ کاوه.

په ۱۴۰۰م کال کې په کابل کې د جاپان سفیر ژمنه وکړه چې د تېتسو ناکامورا نیمګړې پروژې به بشپړې کړي.

له هغه وروسته د ۱۴۰۲م کال د لیندۍ په میاشت کې ۷۳ کلن جاپاني انجینر نوریو اووا افغانستان ته سفر وکړ چې د تېتسو ناکامورا د پروژو کار ته دوام ورکړي او د تېتسو ناکامورا نیمګړې پروژې بشپړې کړي.

طالبانو د روغتیا له نړېوال سازمان څخه د افغان روغتیايي کارکونکو د وړتیا لوړولو غوښتنه وکړه

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو د عامي روغتیا وزیر د افغان روغتیايي کارکونکو د وړتیا لوړولو، له پولیو سره د مبارزې او د ساري ناروغیو د مهارولو په برخه کې د روغتیا له نړیوال سازمان او یونیسف څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه. هغه دغه غوښتنې کابل ته د روغتیا نړېوال سازمان له ورغلي پلاوي څخه کړې.

د روغتیا نړېوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمې مشرې حنان حسن بلخي چې افغانستان ته په سفر تللې، تېره ورځ له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د طالبانو روغتیا وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف استازو د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه ورسره کړې ده.

خو د روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف ادارې په دې اړه رسمآ څه نه دي ویلي.

پر طالبانو تر دې وړاندې نیوکې شوې چې په روغتیایي برخو کې یې د روغتیا مسلکي کس پر ځای د مدرسې ملایان او قاریان په دندو ګمارلي دي.

د عامي روغتیا وزارت په دغه لیدنه کې د روغتیا نړېوال سازمان او یونیسف څخه غوښتنه کړېچې د افغان روغتیايي کارکوونکو د وړتیا لوړولو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو په رسولو، د ساري ناروغیو په مهارولو، د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا او د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې ورسره همکاري وکړي.

بل خوا د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د روغتیا نړېوال سازمان له سیمه ییز مشر سره په جلا کتنه کې په دغه سازمان کې طالبانو ته د افغانستان د څوکۍ د ورسپارلو غوښتنه کړي ده.

دا په داسې حال کې ده چې ګڼ افغان روغتیا پالان د عامي روغتیا په وزارت کې د طالبانو له لوري د غیرې مسلکي کسانو په دندو ګمارلو له امله پر یاد وزارت او طالب چارواکو سختې نیوکې کوي.

د اسلامي همکاریو سازمان له طالبانو غوښتي چې د افغانانو ټولو حقونو ته درناوی وکړي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

د اسلامي همکاریو سازمان د یوه پرېکړه لیک په صادرولو سره د افغان ښځو او نجونو د حقونو په ځانګړي ډول د زده کړې او کار له حق څخه په ملاتړ ټینګار وکړ. د دغه سازمان په ۱۵مه غونډه کې، چې د طالبانو پلاوي هم په کې برخه لرله، په افغانستان کې د یوه ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار وشو.

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د شنبې په ورځ د (غوايي ۱۵مه) د ګامبیا په پلازمېنه بنجول ښار کې د غړو هېوادونو د مشرانو او بهرنیو چارو وزیرانو په شتون کې جوړه شوه او د یکشنبې په ورځ پای ته ورسېده.

د دغه پرېکړه ليک په يوه برخه کې له يوه «سوله ييز، باثباته او ټولګډونه» افغانستان څخه د ملاتړ يادونه شوې او د بشري، امنيتي، بشري حقونو، قومي لانجو، ترهګرۍ او نشه يي توکو په ګډون د افغانانو د ننګونو پر حل کولو ټينګار شوى دى.

په دغه پرېکړه ليک کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو د «بشري حقونو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار او زده‌کړې حقونو» ته د بشپړ درناوي يادونه شوې او د دغو مسايلو په اړه يې له طالبانو سره د لا زياتو اړيکو غوښتنه کړې ده.

تر دې وړاندې هم دغه سازمان د ښځو د زده‌کړو پر حق ټینګار کړی و، خو طالبانو د دغه سازمان او نورو سترو اسلامي هېوادونو غوښتنه رد کړې وه.

د دغه سازمان سرمنشي د افغان ښځو د حقونو پر ورکړې د اسلامي همکاریو سازمان له ټینګار سره سره وویل چې له طالبانو سره به د بشري مرستو په چوکاټ کې خپلو خبرو ته دوام ورکړي.