• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: په کندهار کې په ونه کې د یوه کس ځړول شوی جسد پېدا شوی او بل کس په ډزو وژل شوی

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۷:۱۲ GMT+۱

له کندهار څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې په شاولي کوت ولسوالۍ کې د يو کس جسد په ونه کې ځړېدلی موندل شوی او یو بل کس د کندهار په پنځمه حوزه کې په ډزو وژل شوی دی.

سرچینو د دوشنبې په ورځ افغانستان انترنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د شاولي کوټ ولسوالۍ په ښکته سوزنيانو کلي کې د نورمحمد په نوم د یو کس جسد چې په ونه کې ځړولی شوی و موندل شوی دی.

دغه کس اصلي د ارغنداب ولسوالۍ د خواجه ملک سیمې اوسیدونکی دی؛ خو د وژنې انګېزه يې لا تر اوسه معلومه نده.

سرچينې افغانستان انټرنشنل ته پر ونه د هغه د ځړوند جسد تصوير هم لېږلی دی.

د يوې بلې سرچينې د معلوماتو له مخې؛ نن دوشنبه د کندهار په پنځمه حوزه کې يو بل کس په ډزو ويشتل شوی او وژل شوی دی.

سرچينه وايي، چې ځايي طالبانو د دې کس د وژنې په تور څلور کسان نيولي دي.

نيولو شویو په خپلو خبرو کې ويلي، چې وژل شوي کس خپله ځان په تومانچه ويشتلی او وژل شوی دی.

په کندهار کې طالبانو تر اوسه د دې پېښو او د وژل شويو کسانو د هويت او کار په اړه معلومات نه دي شریک کړي.

په کندهار کې مرموزي او هدفي وژنې زيات شوي او ښاریان يې هم له اندېښنو سره مخ کړي دي.

د کندهار اوسېدونکي دا ډول پېښې د طالبانو د انتقامي وژنو یوه برخه يادوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د بدخشان اعتراض کوونکو د فصیح الدین فطرت وړاندیزونه رد کړ

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۳ GMT+۱

په بدخشان ولایت کې د طالبانو لوی درستیز فصیح الدین فطرت او د اعتراض کوونکو د استازو تر منځ خبرې بې نتیجې پای ته ورسېدې. سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د درایم او ارګو ولسوالیو اعتراض کوونکو د فصیح الدین فطرت وړاندیزونه رد کړي دي.

اعتراض کوونکو له طالب چارواکو سره د کتنې پر مهال له بدخشان څخه د وسله والو طالبانو د اېستلو او د درایم او ارګو د دوو اوسېدونکو قاتلینو ته د سزا ورکولو پر خپلو غوښتنو ټینګار وکړ.

تر دې مخکې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې فصیح الدین فطرت چې د طالبانو له خوا د بدخشان د اعتراضونو د کمېسیون مشر ټاکل شوی، وړاندیز کړی چې د بدخشان د اوسېدونکو د قاتلینو د سزا پر ځای دې د قربانیانو کورنیو ته پیسې ورکړل شي.

خو د لاريون کوونکو استازو دغه وړانديز رد کړ او د وژنې عاملينو ته يې د سزا غوښتنه وکړه.

د خبریالانو مرکز د طالبانو له بند څخه د ملي ټلویزیون د خبریال خوشې کېدو غوښتنه وکړه

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۰ GMT+۱

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي، چې د ملي ټلویزیون خبریال ندا محمد نوري له قید او شرط پرته خوشې کړي. دغه مرکز په یوه بیان کې لیکلي، چې دغه خبریال له درېیو ورځو راهیسې په پروان کې د طالبانو د استخباراتو له خوا تر پوښتنو ګروېږنو لاندې دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوشنبې په ورځ (د غويي۱۷مه) په خپله خبرپاڼه کې د طالبانو له خوا د یاد خبریال نیول د اندېښنې وړ بللی دی.

د ندا محمد نوري کورنۍ د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته ویلي، چې طالبانو دغه خبریال د غويي په ۱۵مه د شنبې په ورځ په چاریکارو ښار کې نیولی دی.

د افغان خبریالانو مرکز په پروان کې د سیمه ییزو سرچینو له خولې لیکلي، چې ښاغلی نوري د "جلا وطن رسنیو سره د همکارۍ" په تور نیول شوی دی.

دغه مرکز په پروان کې له طالب چارواکو وغوښتل، چې ندا ​​محمد نوري دې د رسنیو له قانون سره سم ژر تر ژره خوشې کړي.

ندا محمد نوري په پروان ولايت کې د ملي راډيو ټلويزيون له خبريالانو څخه دى او له څه د پاسه يوې نيمې لسيزې راهیسې په دې رسنيو کې د خبريال او پروډيوسر په توګه کار کړى دى.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز وروستۍ موندنې ښيي، چې طالبانو په تېرو دولسو مياشتو کې ٦٤ خبريالان نيولي او له دې ډلې درې خبريالان لا هم د دغې ډلې په بندخونو کې دي.

د طالبانو ماليې وزارت: په یوه کال کې ۱۷۹ زره ټنه قاچاقي توکي کشف او نيول شوي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو ماليې وزارت ویاند وايي، چې په تېر ۱۴۰۲ کال کې يې د ۸ ولايتونو په ګمرونو کې شاوخوا ۱۷۹ زره ټنه بې کيفيته او منع شوي قاچاقي توکي نيولي دي. احمدولي حقل زياتوي، چې په دې توکو کې زراعتي او يوناني درمل، خوراکي توکي او نشه يي مواد شامل دي.

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل د دوشنبې په ورځ په يوه ويډيو مرکه کې د تېر ۱۴۰۲ کال د قاچاقي نيول شويو توکو اړوند معلومات شريک کړي.

حقمل زياتوي، چې د دوی د ګمرکونو لوی رياست کارکوونکو، په کندهار، نيمروز، فراه، خوست، پکتيا، هرات، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې (یولک ۷۸ زره ۱۹۴) ټنه بې کيفيته او منع شوي توکي نيولي دي.

نوموړی وايي، چې دغه توکي له ګاونډيو هېوادونو په خاص ډول پاکستان څخه په غیر رسمي لارو راوړل کېدل.

هغه زياتوي، چې په لویو لارو او ګمرونو کې يې څارنه روانه ده: « هيچا ته اجازه نه ورکوو، چې قاچاقي او منع شوي توکي په ځانګړې توګه هغه څه چې د کورني صنعت د ودې او پرمختګ د مخنيوي سبب ګرځي لېږد رالېږد شي.»

د طالب دغه ویاند په خبره، چې په ګمرکونو کې د اسانتياو د رامنځته کولو سره يې په ډېرو برخو کې د فساد مخه نيولې.

هغه د دې توکو په تړاو د نيولو شويو کسانو او ادرسونو په اړه جزيیات نه دي شريک کړي.

طالبان پر داسې مهال په ګمرکونو کې د اسانتياو د رامنځته کېدو خبر ورکوي، چې ډېر سوداګر په ولايتي ګمرکونو کې د ستونزو یادونه کوي.

یو شمېر سوداګر لوړه ماليه، د توکو د محصولاتو پر مهال د ګمرک پېچلی سیسټم، د کار کوونکو کمزوری کار، په ګمرکونو کې د لابراتوار او سړو خونو د نشتوالي ترڅنګ ډېرې نورې ستونزې بيانوي.

طالبانو په پکتیا کې درې تنه په بېلابېلو تورونو په درو ووهل

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۰ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې په پکتیا کې درې تنه د "بې عزتۍ"، "غلا" او "توهین" په تور په بند محکوم کړل. دغې محکمې ویلي، چې دوه تنه په ۳۰ درو او درېیم کس په ۲۰ درو محکوم شوي دي؛ خو طالبانو په خبرپاڼه کې څرګنده کړې نه ده، چې دغو کسانو چا ته سپکاوی کړی دی.

د دغې محکمې د خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغه حکم د دوشنبې په ورځ (د غويي۱۷مه) د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ ابتداییه محکمې صادر کړ.

د طالبانو سترې محکمې لیکلي، چې له دغو کسانو څخه دوه یې په یو کال او درېیم کس یې په یو کال او شپږ میاشتې بند محکوم کړل.

د طالبانو منتقدین وايي، دې ډلې له درېیو کلونو راهیسې خپل مخالفین په بېلابېلو تورونو نیولي، بندیان کړي او محاکمه کړي دي.

تېره مياشت د دې ډلې سترې محکمې په کندهار کې درې تنه د خپلو سياسي فعاليتونو په تور په اوږدمهاله بند او په درو وهلو محکوم کړل.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته عامه سزا بیا پیل کړه او تر دې دمه یې په ټول افغانستان کې لسګونه کسان په بېلابېلو تورونو په عام محضر کې په درو وهلي دي.

ځايي سرچېنې: طالبانو د سرپل ولايت د بلخاب ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي نيولي دي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۱۱:۱۸ GMT+۱

د سرپل ولايت له بلخاب ولسوالۍ څخه باوري سرچېنو د افغانستان انټرنشنل راډيو ته ويلي، چې طالبانو د دې ولسوالۍ ۱۴ اوسېدونکي نيولي او شکنجه کړي دي. د سرچېنو د معلوماتو له مخې، له څو اوونيو په تېرېدو سره د بنديانو کورنیو له زندانیانو سره نه دي ليدلي.

ځايي خلکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د غويي مياشتې په ٢٥مه د طالبانو د استخباراتو يو شمېر غړي د جاسوسۍ په موخه بلخاب ته تللي او هڅه يې کړې، چې د طالبانو د "ظلم" په اړه له ځايي خلکو سره خبرې وکړي.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، کله چې يو شمېر ځايي خلکو د طالبانو له توپیري چلند څخه شکايت وکړ او د طالبانو ضد مقاومت له جبهې سره يې خواخوږي څرګنده کړه، د هغوى غږونه د "طالبانو جاسوسانو" ثبت کړل.

له دې پېښې وروسته طالب ځواکونو د بلخاب ولسوالۍ پر درېیو کلیو برید وکړ او ۱۴ ملکي وګړي یې ژوندي ونیول.

د سیمه ییزو سرچېنو په وینا، طالبانو د دغو کسانو له کورنیو غوښتي، چې د دغې ډلې د پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد له خوا پاتې شوې وسلې ورته وسپاري.

د ۱۴۰۱ کال د زمري میاشتې په ۲۶مه له یو لړ جنجالونو وروسته طالبانو اعلان وکړ ، چې په سرپل کې د دوی سیمه ییز قوماندان مولوي مهدي مجاهد وژل شوی دی.

خو د بلخاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې وسلو ته لاس رسی نه لري او د وسلو د پېرلو مالي توان نه لري. ځينې سرچينې وايي، چې په بلخاب کې طالبان ځايي خلک اړ کوي، چې د وسلو په بدل کې پيسې ورکړي.

د طالبانو د پخواني قوماندان مولوي مهدي مجاهد له وژل کېدو وروسته په بلخاب کې له بشري حقونو د پراخو سرغړونو راپورونه ورکړل شوي دي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د چنګاښ په ۱۴مه په یوه بیان کې طالب ځواکونه د سرپل ولایت په بلخاب کې پر ملکي وګړو په "ډزو" تورن کړل.