• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستاني طالبانو نظامي کمېسون خپلو والیانو ته: له خپلو لیکو افغان طالبان وباسئ

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۲:۰۹ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۸ GMT+۱

د تحریک طالبان پاکستان نظامي کمېسون په یوه لیک کې- چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی- له خپلو ټولو «والیانو» غوښتي، چې که له ډلګۍ مشرانو سره یې «افغان طالبان» ونیول شي نو سزا به ور کړي. د پاکستان نیوکه دا ده، چې له ټي ټي پي سره په جګړه کې «افغان طالبان» هم ملتیا کوي.

د پاکستاني طالبانو نظامي کمېسون رییس له خپلې ډلې د ټولو «ولایتونو والیانو» ته خبرداری ورکړی، چې ټول ډلګۍ مشران باید په خپلو لیکو کې «افغان طالبانو» ته له ځای ور کولو ډډه وکړی.

په دغه پرون مکتوب کې راغلي هغه کسان به ونیسي، چې په لیکو کې افغان طالبان لري.

د دې مکتوب په یوه برخه کې راغلي دي، که افغان طالبان د ټي ټي پي په لیکو کې داسې کسان پیدا کړي، چې خپلو لیکو کې افغان طالبانو ته په کې ځای ورکړي وی نو دوی که هر رنګ چلند سره مخ شول دوی به یې خپله ځوابویونکي وي او ټي ټي به یې د خلاصون هڅه و نه کړي.

د پاکستاني طالبانو دوه سرچېنو دا مکتوب افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړ.
100%
د پاکستاني طالبانو دوه سرچېنو دا مکتوب افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته تایید کړ.

په دغه لیک کې د پاکستاني طالبانو له والیانو غوښتل شوي، چې خپل ټول ملګري پوه کړی، چې دا کار نور ودروي او افغان طالبانو ته په خپلو لیکو کې ځای مه ورکوي او که چېرې په دې کار ونیول شول نو د ګېلې حق دې نه لري.

له دې وړاندې څو ځله تحریک طالبانو پاکستان په خپلو لیکو کې د افغان طالبانو جنګیالو حضور رد کړی وو.

افغان طالبانو څو څو وارې د ټي ټي پي په لیکو کې د خپلو جنګیالیو له شتون څخه انکار کړی او له خپلو جنګیالیو غوښتي ول، چې له هېواده د باندې د امیر له امر پرته جګړې ته نه ځي.

پاکستان تل دا ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي او د افغان طالب جنګیالیو په ملتیا په پاکستان کې بریدونه کوي.

خو دوه ورځې وړاندې ‏مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ مشران د پوښتنې په ډول وننګاوو او ویل، « هغه له ۲۰ تر ۳۰ زرو پاکستاني وسله وال ځوانان، چې افغانستان کې یې د امریکایانو په خلاف جګړه کې د اسلامي امارت په ملاتړ برخه لرله، هغوی څنګه او کله تلل؟ او بیا چې طالبان هلته افغانستان کې واکمن شول، دغه ځوانان څنګه په کومه لاره او له بشپړ ځواک سره بېرته پاکستان ته راستانه شول؟»

هغه په ټینګار سره د پاکستان له پوځ وپوښتل چې، «تاسو خو د پولې په اوږدو کې ولاړ وئ، نو څنګه په دومره لوی شمېر وسلوال تګ راتګ کوي؟»

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د ۲۰ اوره او یو ورځينو لوبو لپاره لندن ته لاړه

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۵۰ GMT+۱

د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډله د انګلستان ښځينه کرېکټ لوبډلې سره د شل اوره او يو ورځينو سیالیو لپاره پرون لندن ته رسېدلې ده. دواړه لوبډلې به درې شل اوره او درې يو ورځنۍ لوبې سره وکړي.

د پاکستان دولتي رادیو د راپور له مخې د ندا ډار په مشرۍ ۱۷ کسيزه لوبډله به له سیالې لوبډلې سره د دې سياليو لومړۍ شل اوره لوبه د همدې می مياشتې په ۲۴مه په برمنګهم ښار کې وکړي.

په بهر کې د پاکستان ښځينه کرېکټ لوبډلې دا سیالۍ له هغه وروسته دي چې څو ورځي وړاندې یې په خپل کور کې د پنځو شل اوره او د ۳ يو ورځنيو لوبو په دواړه لوبلړیو کې له ويسټ انډيز ماتې وخوړه.

د هلمند یوه کورنۍ: طالبانو زموږ یو غړی په زندان کې شکنجه کړی او وژلی دی

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۱

د هلمند په مرګز لشکرګاه کې یوه کورنۍ وايي، د عبدالمنیر په نوم یو ځوان یې طالبانو دغه ښا رکې نیولی او بیا یې په زندان کې شکنجه او وژلی. دغه کورنۍ له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته سره په خبرو کې زیاتوي، د بوست روغتون ډاکترانو ورته ویلي، چې عبدالمنیر د زیاتې شکنجې له امله مړ شوی.

دا کورنۍ وايي، عبدالمنیر د لشکرګاه په نهمه حوزه کې د ګاز یو شرکت کې له خپلو دوه ملګرو سره و، چې د طالبانو د حوزې مسوولینو او امر بالمعروف ګزمې له دغه ځایه یووړ.

دغه کورنۍ وايي طالبان د بوست روغتون پر ډاکترانو فشار راوړي چې د دې وژنې راپور بدل کړي او ولیکي چې عبدالمنیز د نشه يي توکو د کارولو له امله وژل شوی دی.

خو دغه کورنۍ وايي عبدالمنیر هیڅ نشه نه کوله او یو غریب کاره ټیکټر چلوونکی وو.

د عبدالمنیر خپلوان وايي دوی د نوموړي مړی د اعتراض په ډول په هلمند کې د طالبانو د والي د دفتر مخ ته وړی و.

د عبدالمنیر کورنۍ وايیي، پرون له شاوخوا ۳۰۰ کسانو سره د لاریون په شکل د هلمند ولایت مقام کې د طالبانو والي ته ورغلي وو، خو د طالبانو غوښتنه دا وه، چې تاسې رسنیو ته د لاریون ویډیوګانې مه ورکوئ، ځکه د دوی د بدنامي سبب کیږي.

د طالبانو مرستیال والي دغو لاریونوالو ته ډاډ ورکړی چې په دوو ورځو کې به په دغه پېښه کې ککړ کسان ونیسي او محکمې ته به یې حاضر کړي.

دغه کورنۍ کواښ کوي چې که په دوو ورځو کې یې د کورنۍ د غړي قاتلین محکمې ته حاضر نشي نو یو ځل بیا به د طالبانو پرضد لاریون وکړي.

د طالبانو بیا ځلي واک ته رسیدو له عامه خلکو سره د دوی چلند تر ډېره خشن دی او د ورځې په تېریدو د دوی پرضد د ولس کرکه مخ په زیاتېدو ده.

عبدالمنیر ټیکټر درلود او په دې کار سره یې د کورنۍ لاسنیوی کولو.
100%
عبدالمنیر ټیکټر درلود او په دې کار سره یې د کورنۍ لاسنیوی کولو.

په وروستیو ورځو کې د بدخشان درایم او ارګو ولسوالیو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پراخ لاریونونه وکړل.

د دغو لاریونوالو نیوکه دا وه، چې طالبان د کوکنارو د اړولو په پهانه د خلکو کورونو ته ننوځي او د ځايي خلکو شخصي حریم تر پښو لاندې کوي.

د چمن پرلت‌وال: د پاسپورټ، دولتي بانک د پولیو ضد واکسین او چمن پرېس کلپ دروازې مو وتړلې

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۶ GMT+۱

د چمن پرلت‌والو له هغه وروسته د پاسپورټ اداره، د پاکستان دولتي بانک، چمن پرېس کلپ، د پولیو ضد واکسین ادارو دروازې او چمن ـ کوټې لار بنده کړه چې درې ورځې وړاندې په چمن کې ځايي امنیتي ځواکونو پر هغوی برید وکړ.

د چمن د پرلت ویاند صادق خان اڅکزي د سه شنبې په ورځ (د غويي ۱۸مه) افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې د خپلو اعتراضونو په دوام یې تازه نن سهار د پاکستان دولتي بانک، د پولیو ضد واکسین اداره او د چمن پرېس کلپ دروازې بندې کړې دي.
صادق خان اڅکزی وايي:« د پاکستان حکومت زموږ غوښتنې نه مني، پر دې سربېره یې زموږ پر ملګرو برید وکړ، پرلت‌وال یې شهیدان او زخمیان کړل. تر څو چې زموږ غوښتنې نه وي منل شوې په چمن کې به نشنل (ملي) بانک، د پولیو ضد واکسین اداره، د چمن پرېس کلپ، د‌ پاسپورټ اداره او کوټې ـ چمن لاره به تړلې وي.»

100%


یادو پرلت‌والو تېره ورځ د پاسپورټ ادارې دروازه وتړله او د پاسپورټ ادارې مخې ته یې هم پرلت وواهه.
پرلت‌والو درې ورځې وړاندې د کوټې ـ چمن عمومي لاره هم پر پرلت د پاکستاني ځواکونو د برید په غبرګون کې وتړله.
بل خوا د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، د چمن پر ځايي امنیتي ځواکونو مسوولینو دې پر لاریون کوونکو د ډزو په جرم قضیې ثبتې شي.
محمود خان اڅکزي له پاکستاني رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې، پاکستان د سپین بولدک ـ چمن دروازې په تړلو سره د دواړو غاړو قومونه نه شي بېلولای.
کابو اووه میاشتې وړاندې د چمن ځايي خلکو، سوداګرو او مدني فعالانو د پاکستان له لوري د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو په غبرګون پرلت وواهه.
خو درې ورځې وړاندې پاکستاني ځواکونو پر پرلت کوونکو برید وکړ، تر دې مهاله د دوه پرلت وهونکو مړینه او د نږدې شل نورو ټپي کېدل تایید شوي دي.

طالبان: د ترکمنستان او افغانستان تر منځ لس تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي

۱۸ غویی ۱۴۰۳ - ۷ می ۲۰۲۴، ۰۶:۱۷ GMT+۱

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، چې د افغان او ترکمن خصوصي شرکتونو ترمنځ لس تړونونه او هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه تړونونه په هرات کې د دواړه هېوادونو د سوداګرو تر منځ لاسلیک شوي دي.

دغه وزارت ویلي، یاد هوکړه لیکونه د ودانیزو توکو، سیخ و ګول، ودانیزو رنګونو، د مرمرو ډبرې او د خوراکي توکو په برخو کې لاسلیک شوي دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د ترکمنستان د سوداګرو ټولنې له مشر اتاقلي اوف سره په لیدنه کې له نوموړي غوښتي و، چې خپل سوداګر دې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

دغه وزارت (د غويي په ۱۰مه) ویلي و، د ترکمنستان، قزاقستان او طالبانو تر منځ د تورغونډۍ په بندر کې درې اړخیزه هوکړه شوې چې له مخې به یې یو ګډ لوژیستیکي ستر مرکز هم جوړ شي.

طالبان د خپلې واکمنۍ وروسته له تاجکستان پرته د منځنۍ اسیا له نورو هېوادونو سره توده راشه درشه لري؛ خو تر اوسه یو هېواد هم دغه ډله په رسمیت نه ده پېژندلې.

پاکستان په اسلام اباد کې د ښځینه زده کونکو او ښوونکو لپاره وړیا ټرانسپورټي سیستم جوړي

۱۷ غویی ۱۴۰۳ - ۶ می ۲۰۲۴، ۲۲:۴۰ GMT+۱

د پاکستان حکومت د نجونو د تعلیم د ودې لپاره یو لړ نوښتونه پیل کړي او په وروستي اقدام کې به ۲۰ بسونه په پلازمینه اسلام اباد کې ښځینه زده کوونکو او ښوونکو ته وړیا ترانسپورټي خدمتونه برابروي.

د پاکستان د معارف وزارت د سیمه ییزو ادارو سره په ګډه دغه ۲۰ بسونه برابر کړي، چې په پلازمینې اسلام اباد کې دغه ټرانسپورټي خدمتونه وړاندې کوي.

د ګلابي رنګ لرونکي دغه بسونه به په ځانګړې توګه ښځینه زده کونکو او ښوونکو ته وړیا ټرانسپورټي خدمات وړاندې کړي، چې د ښار په کلیوالو او ښاري سیمو کې ژوند کوي.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه ځکه کړې ده، چې شته ټرانسپورټي اسانتیاوې په ځانګړې توګه د زده ښځو له پاره کافي نه دي.

په اسلام اباد کې د ټولو ۳۸۵ بسونو له ډلې شاوخوا ۳۰ سلنه د بېلابېلو دلایلو له امله له کاره وتلي دي.

د پاکستان د ټرانسپورټ وزارت په پام کې لري چې دغه بسونه د راتلونکې جون میاشتې تر نیمايي پورې بېرته ورغوي او د ښاري ټرانسپورټ برخه یې کړي.