خیبرپښتونخوا؛ عوامي نشنل ګوند یو نرښځی د دغه ګوند د یوې برخې د سکرتر په توګه ګومارلی

په خېبر پښتونخوا کې عوامي نشنل ګوند نوې ټاکنې کړي او په دغه ټاکنو کې یې د لومړي ځل لپاره یو نرښځی ډاکتر مهراب معیز عوان د نرښځیانو د حقونو د برخې سکرتر ټاکلی دی.

په خېبر پښتونخوا کې عوامي نشنل ګوند نوې ټاکنې کړي او په دغه ټاکنو کې یې د لومړي ځل لپاره یو نرښځی ډاکتر مهراب معیز عوان د نرښځیانو د حقونو د برخې سکرتر ټاکلی دی.
وروسته له هغې چې عوامي نشنل ګوند د تېرې فېبرورۍ په ټولټاکنو کې له ماتې سره مخ شو، دغه ګوند د خپل ګوندي ساختار په تغیر سره نوې ټاکنې وکړې.
د عوامي نشنل ګوند د ثقافت او فرهنګ د برخې مشر ډاکتر خادم حسین پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، چې ډاکتر مهراب معیز عوان به په ګوندي ساختار کې د نرښځیانو د برخې سکرتر وي.
په پاکستان کې دا لومړی ځل دی، چې د یوه سیاسي ګوند د رهبرۍ په حلقه کې یو نرښځی سیاست کوي.
د پاکستان یو شمېر نرښځیانو بیا په فیسبوک، اېکس او ټېکټاک د نوموړي ګومارل ستایلي او دا یې د ټولنې د یوې برخې د بیا راپورته کولو په معنا ګڼلي دي.
یو شمېر سیاسي او ټولنیزو فعالانو هم د دې چارې هر کلی کړی او ویلي یې دي، چې په سیاست کې د ټولنې د یوه ورک قشر ته ځای ورکول یو نېک اقدام دی.


د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰م پړاو سياليو کې نن چهار شنبه پاکستان لوبډلې ۵ پر ۴ کاناډا لوبډلې ته ماته ورکړه. دا د پاکستان څلورمه لوبه وه، چې د ماليزيا په ايپور ښار کې تر سره شوه.
پاکستان د دې لوبې په بريا سره د ۱۰ نومرو په ترلاسه کولو د جدول د سر ځای ونیولی او پايلوبې ته يې لاره پېدا کړه.
په دې سياليو کې پاکستان په خپله لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد ماليزيا ته ۵ – ۴ او جنوبي کوريا ته ۴ - ۰ په مقابل کې ماتي ورکړې وې او درېيمه لوبه یې د جاپان سره ۱ په ۱ مساوي کړې وه.
د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون شپږ لوبډلې پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې لوبيږي.
تر دې وړاندي په همدې سياليو کې پاکستان د درېيم مقام په ګټلو سره د برونزو مډال تر لاسه کړی و.

د انګور اډې پرلتوال وایي یوه ۱۵ کسیزه کمیټه یې جوړې کړې، چې د پښتونخوا له صوبايي حکومت سره د ستونزو د هوارۍ لپاره خبرې وکړي. د سوېلي وزیرستان په انګور اډه کې د برمل او انګور اډې په دروازه د پاسپورټ او ویزې د جبري کېدو په غبرګون کې د سیمې خلکو له اوو میاشتو راهیسې پرلت کړی دی.
دوی وایي، چې سرطاني او د نورو بیړنیو ناروغیو ناروغان باید له دې لارې په شناختي کارډونو سفر وکړي.
پرلتوال زیاتوي؛ د دوی اعتراضونه به تر هغه وخته روان وي چې یاد ۱۵ کسیزه پلاوی مثبت ځواب ترلاسه نه کړي.
د انګور اډې یو پرلتوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر محمد رسول له پښتنو مشرانو او چارواکو غواړي چې د دې جرګې یا کمېټې ملاتړ وکړي او زیاتوي چې غوښتنې یې منل شوې نه وي، پرلت به جاري وي.
نوموړی د پاکستان پر حکومت هم غږ کوي، چې د دوی پروړاندې خپله پالیسي بدله کړي او ور سره مذاکرات وکړي.
د سویلي وزیرستان په انګور اډه کې اعتراضونه تر هغه وروسته پیل شول، چې د پاکستان حکومت د سپین بولدک ـ چمن په دروازه د تګ راتګ پرمهال د پاسپورټ او ویزې تر جبري کېدو وروسته د انګور اډې او برمل تر منځ په تګ راتګ پاسپورټ او ویزې جبري کړې.
د انګور اډې اوسېدونکو د دغه پرلت په لومړیو ورځو کې د پاکستان له حکومته څوارلس غوښتنې کړې وې، چې په څوارلسو غوښتنو کې په پاسپورت د تګ راتګ نه منل، د پوځ له خوا د افغانانو نه ځورول، د مالونو ازاد وړل راوړل، پر مالونو د مالیې کمښت، د دولتي ښوونځیو پرانیستل، په ځڼغوزیو د مالیې نه وضعه کېدل، د خمرانګ دروازې له منځه وړل، د حکومت له بندخونو د سیمې د ځوانانو خوشې کېدل، د لارې د امنیت ټینګول، د روغتیايي اسانتیاو او دې ته ورته نورې غوښتنې شاملې وې.
د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه خپل دريځ نه دی روښانه کړی.
تر انګور اډې څو ورځې مخکې په چمن کې هم ځايي خلکو ورته پرلت پیل کړی او د سپین بولدکـ - چمن ترمنځ د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ مخالف دي، خو لا یې هم حکومت غږ نه دی اورېدلی.
د چمن پرلتوالو تېره جمعه د پاکستان ملېشه ځواک د دوی خېمو ته په اور اچولو او د څلورو پرلتوالو په وژلو او ۲۲ نورو په ټپي کولو تورن کړ.
دوی وویل، چې د پاکستان د امنیتي ځواکونو له ورته چارو سره سره به خپل پرلت جاري ساتي.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي د پاکستان د پوځ د ویاند تازه څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان له خاورې افغانستان ته داعش را اوړي او د دوی پر ضد کارول کیږي، چې باید پاکستان یې ځواب ورکړي.
تازه د پاکستان د پوځ ویاند په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.
هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

بل خوا د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ ادعاوې بې مسوولیته او له حقیقت څخه لرې دي.
د پاکستان د پوځ ویاند د داسو د پېښې اصلي عاملین افغانان ګڼلي وو؛ خو خوارزمي وايي، چې د خیبر پښتونخوا په یوه داسې سیمه کې چې د پاکستان د پوځ تر کلک امنیتي پوښښ لاندې ده د چینايي اتباعو وژل کېدل د پاکستاني امنیتي ارګانونو کمزوري او یا هم له حمله کونکو سره همکاري په ډاګه کوي، چې په دواړو صورتونو کې یې مسوولیت د پاکستان حکومت ته متوجې دی.
نوموړی وايي، چې دوی له خپلې خوا د چین هېواد ته په دې مورد ډاډ ورکړی او هغوی هم په حقیقت پوه شوي دي، چې دوی په داسې موضوعاتو کې ښکیل نه دي.
خوارزمي زیاته کړې: "موږ د داعش خوارجو ګڼ موارد لرو، چي د پاکستان له خاورې څخه افغانستان ته را اوښتي، د هغوی خاوره زموږ پر ضد کارول شوې او پېښې له هغه هېواد څخه تنظیمیږي، چې پاکستان یې باید په اړه ځواب ووايي."
نوموړي زیاته کړې، چې طالبان د پاکستان ثبات او امنیت د افغانستان او سیمي په ګټه بولو او د افغانستان او پاکستان د ولسونو په ورورۍ او ښو اړیکو باور لري.
د پاکستان او طالبانو تر منځ د ترهګرو پر موجودیت ناندرۍ وروسته له هغه پيل شوې، چې په کابل کې طالبان یو ځل بیا واک ته ورسېدل او په ورته وخت کې پاکستاني طالبانو په پاکستان کې خپل بریدونه زیات کړل.

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چوهدري وايي، چې په دې وروستیو کې ټول ترهګر په افغانستان کې دي او د طالبانو حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي پوره کړي.
نوموړي نن سې شنبه په راولپنډۍ کې د خبري غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې مهم کردار ادا کوي.
هغه وویل، چې ټي ټي پي د افغان خاورې په کارولو سره د دوی پر ضد فعاليت کوي او پاکستان په هره کچه له طالبانو سره مرسته کړې؛ خو د افغانستان موقت حکومت (طالبان) لا هم پر ژمنو عمل نه دی کړی او شواهد ښيي، چې ټي ټي پي د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
نوموړی وايي، چې تر اوسه ۵۶۳ زره افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي؛ خو میلیونونه نور افغانان لا هم په پاکستان کې مېشت دي.
هغه وویل: "د افغان کډوالو په موجودیت سره نه یوازې دا چې زموږ پر معیشتي حالت بوج راځي؛ بلکې د پاکستان امنیت ته هم زیات لري."
د پاکستان د پوځ ویاند زیاتوي، چې د داسو ډيم بريد له افغانستان څخه پلان شوى و او ځانمرګی برید کوونکی هم افغان و.
هغه زیاته کړې ده، چې په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې افغانان لاس لري او د پاکستان پوځ به یې پر وړاندې جدي برخورد کوي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د پاکستان د پوځ چارواکي دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې د پوځ د لوی درستیز په ګډون د دفاع وزیر او ګڼو سیاستوالو ویلي وو، چې ټي ټي پي د افغانستان په خاوره کې فعالیت کوي او د پاکستان پر وړاندې جنګیږي.
طالبانو بیا د پاکستاني چارواکو تازه څرګندونو ته څه نه دي ویلي؛ خو له دې وړاندې د طالبانو د ویاند په ګډون د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو پاکستاني چارواکو ته ویلي وو، چې د خپلې ناکامۍ پړه دې پر دوی نه اچوي.

د تحریک طالبان پاکستان نظامي کمېسون په یوه لیک کې- چې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته رسېدلی- له خپلو ټولو «والیانو» غوښتي، چې که له ډلګۍ مشرانو سره یې «افغان طالبان» ونیول شي نو سزا به ور کړي. د پاکستان نیوکه دا ده، چې له ټي ټي پي سره په جګړه کې «افغان طالبان» هم ملتیا کوي.
د پاکستاني طالبانو نظامي کمېسون رییس له خپلې ډلې د ټولو «ولایتونو والیانو» ته خبرداری ورکړی، چې ټول ډلګۍ مشران باید په خپلو لیکو کې «افغان طالبانو» ته له ځای ور کولو ډډه وکړی.
په دغه پرون مکتوب کې راغلي هغه کسان به ونیسي، چې په لیکو کې افغان طالبان لري.
د دې مکتوب په یوه برخه کې راغلي دي، که افغان طالبان د ټي ټي پي په لیکو کې داسې کسان پیدا کړي، چې خپلو لیکو کې افغان طالبانو ته په کې ځای ورکړي وی نو دوی که هر رنګ چلند سره مخ شول دوی به یې خپله ځوابویونکي وي او ټي ټي به یې د خلاصون هڅه و نه کړي.

په دغه لیک کې د پاکستاني طالبانو له والیانو غوښتل شوي، چې خپل ټول ملګري پوه کړی، چې دا کار نور ودروي او افغان طالبانو ته په خپلو لیکو کې ځای مه ورکوي او که چېرې په دې کار ونیول شول نو د ګېلې حق دې نه لري.
له دې وړاندې څو ځله تحریک طالبانو پاکستان په خپلو لیکو کې د افغان طالبانو جنګیالو حضور رد کړی وو.
افغان طالبانو څو څو وارې د ټي ټي پي په لیکو کې د خپلو جنګیالیو له شتون څخه انکار کړی او له خپلو جنګیالیو غوښتي ول، چې له هېواده د باندې د امیر له امر پرته جګړې ته نه ځي.
پاکستان تل دا ادعا کړې، چې پاکستاني طالبان د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد کاروي او د افغان طالب جنګیالیو په ملتیا په پاکستان کې بریدونه کوي.
خو دوه ورځې وړاندې مولانا فضل الرحمن د پاکستان د پوځ مشران د پوښتنې په ډول وننګاوو او ویل، « هغه له ۲۰ تر ۳۰ زرو پاکستاني وسله وال ځوانان، چې افغانستان کې یې د امریکایانو په خلاف جګړه کې د اسلامي امارت په ملاتړ برخه لرله، هغوی څنګه او کله تلل؟ او بیا چې طالبان هلته افغانستان کې واکمن شول، دغه ځوانان څنګه په کومه لاره او له بشپړ ځواک سره بېرته پاکستان ته راستانه شول؟»
هغه په ټینګار سره د پاکستان له پوځ وپوښتل چې، «تاسو خو د پولې په اوږدو کې ولاړ وئ، نو څنګه په دومره لوی شمېر وسلوال تګ راتګ کوي؟»