• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: په بغلان کې د سېلابونو له کبله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۶ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۰۳ GMT+۱

په کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو نړیواله اداره وايي، د افغانستان شمال ته په بغلان کې د سیلابونو له امله تر ۲۰۰ زیات کسان مړه شوي دي. د فرانسې خبري اژانس د کډوالو چارو کې د ملګرو ملتونو د نړیوالې ادارې له قوله زیاتوي، چې په دغو سېلابونو کې زرګونه کورونه هم وېجاړ شوي دي.

په بغلان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې یوه چارواکي ویلي، د سختو موسمي بارانونو له امله سیلابونه راوتلي، چې د دې ولایت اوسېدونکو ورته هیڅ چمتوالی نه درلود.

د بغلان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس عنایت الله همدرد اې ایف پي خبر اژانس ته ویلي بیړني پرسونل او د طالبانو امنیتي ځواکونو تر "خاورو او خټو لاندې د قربانیانو په لټه دي.

په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې ښیې چې سیلابونو کورونه لاندې کړي دي او خلک جسدونه خوندي ځایونو ته لېږدوي.

د بغلان په څنګوري تخار کې هم د سېلابونو له امله د شلو کسانو د مړینې خبر ور کړل شوی دی.

په وروستیو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندوز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
لا تراوسه په افغانسنان کې د بېلابېلو ولایتونو د سېلابونو د تلفاتو په اړه کره شمېره په لاس کې نه شته او سېلاب ځپلي خلک په دې برخه کې د طالبانو له بې غورۍ سرټکوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۴

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د غیر پښتنو طالبانو خبرداری: که خراساني ته سپکاوی دوام وکړي، د طالبانو له لیکو څخه وځو

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۲۱:۴۴ GMT+۱

وروسته له هغه چې عبدالحمید خراساني د طالبانو پر «قوم پالنې» اعتراض وکړ، یو شمېر غیر پښتنو طالبانو خبرداری ورکړی چې که د ده سپکاوی دوام وکړي، د طالبانو له لیکو به ووځي.

دغه تاجک قوماندان د یوې ویدیو په خپرولو سره د بدخشان د لاریونونو ملاتړ وکړ او د لاریون کوونکو له ځپلو سره یې مخالفت وکړ.

د بدخشان خلکو د درایم او ارګو ولسوالیو د دوو اوسېدونکو له وژل کېدو وروسته د طالبانو پر ضد پراخ لاریونونه پیل کړل. د بدخشان اوسیدونکي وايي، چې نا محلي طالبان د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو په پلمه د خلکو شخصي حریم ته ننوتل، «ښځې یې وځورولې» او د دې ولسوالیو دوه اوسېدونکي یې وژلي دي.

په داسې حال کې چې د بدخشان د خلکو اعتراضونه دوام لروده، دغې ډلې د طالبانو د پوځ مشر فصیح الدین فطرت په مشرۍ یو پوځي پلاوی بدخشان ته واستاوه.

د بدخشان یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د چهارشنبې په ورځ طالبانو د درایم، ارګو او جرم ولسوالیو ته خپل سلګونه جنګیالي له سپکو او درنو وسلو سره د «لاریون کوونکو د ځپلو" لپاره استولي دي.

خو عبدالحمید خراساني د بدخشان د خلکو د لاریونونو ملاتړ وکړ او فطرت ته یې لارښوونه وکړه چې د بدخشان د خلکو پر وړاندې دې د پوځي قوې له کارولو ډډه وکړي. هغه همدا راز، له طالبانو وغوښتل چې د دوو بدخشانیانو د وژلو عاملین دې هم خپلې سزا ته ورسوي.

هغه په یوه غږیز پیغام کې چې افغانستان انټرنشنل ته رسیدلی ویلي: "که د طالبانو نظام قومي او فرقه ییز وي، د یوې شېبې لپاره هم په کې نه پاتې کیږم."

همدا راز، يو شمېر غيرپښتنو طالبانو له دغه تاجک طالب قوماندان سره خپل يووالی څرګند کړی او خبرداری يې ورکړی چې که خراساني ته سپکاوی دوام وکړي د طالبانو له ليکو به ووځي. دوی په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: «اسلامي امارت [طالبان] د چا شخصي کور نه دی. موږ ټول باید متحد اوسو. ټول هزاره، تاجک، ازبک او پښتانه یو ملت یوو.»

په برازیل کې د بارانونو له امله راوتلو سېلابونو کې د وژل شوو کسانو شمېر ۱۱۳ ته ورسېد

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د جمعې په ورځ د برازیل په ریو ګرانډ دو سول سیمه کې یو ځل بیا بارانونه پیل شوي او د برازیل په دغه سویلي ایالت کې د تاریخي سیلابونو له امله د وژل شوو کسانو شمیر ۱۱۳ ته رسیدلی دی.

د سیمه ییزو چارواکو په وینا، طوفانونو او سیلابونو په دغه ایالت کې، چیرې چې شاوخوا ۱۱ میلیونه کسان ژوند کوي، ۳۳۷ زره کسان بې کوره کړي او ۱۴۶ کسان لا هم لادرکه دي.

دوامداره بارانونو، په سیمه کې ډیری سیندونه او جهيلونه د خپل تاریخ ترټولو لوړې کچې ته رسولي، سیلابونو سړکونه بند کړي او ډیری سیمو ته لارسرسي ستونزمنه شوې ده. په ځینو سیمو کې د خوراکي توکو او نور اړتیا وړ شیانو کمی رامنځ ته شوی دی.

د هوا پیژندنې ادارې، د دوشنبې ورځې پورې د دوامداره بارنونو وړاندوینه کړې او ویلي یې دي، چې د "توپان لوړ خطر" شتون لري.

د سیمې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو د سیلابونو نه د پوهنتون یو جمنازیم ته پناه وړې او ځان ته یې په سرپناه بدل کړی دی.

د فاطمې په نوم د سیمې یوې اوسیدونکې ویلي، چې د خپل ژوند د تر ټولو بدې ورځې به اړه فکر کول یې خوب ته نه پریږدي.

ایالتي حکومت ویلي، چې له ۳۸۵ زرو څخه ډیر خلک د اوبو او نورو ابتدايي خدمتونه څخه بې برخې شوي او په ۲۰ ښارکونو کې مخابراتي اسانتیاوو ته لاسرسی نشته.

حکومت اغیزمنو کسانو سره د مرستې ژمنه کړې ده.

سیاف: که زور د زوال مخه نیولی، فرعون به اوبو نه ډوباوه

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۱

د افغانستان یو سیاسي شخصیت عبدالرب رسول سیاف وايي، که واک او شتمني د زوال مخه نیولی، نو فرعون به په اوبو او قارون به ځمکې نه وو غرق کړي. سیاف دا موضوع په داسې حال کې راپورته کړې، چې طالبانو په بدخشان او ننګرهار کې د اعتراضونو د ځپلو لپاره لږ تر لږه پنځه مظاهره کوونکي ووژل.

طالبانو تېره جمعه د بدخشان ولایت په درایم ولسوالۍ کې یو بوډا وواژه او د تېرې شنبې په ورځ یې د همدې ولایت په ارګو ولسوالۍ کې یو ۲۵ کلن سړی وواژه. هغه وژنې چې په دغو ولسوالیو کې یې د طالبانو پر ضد بې ساري لاریونونه جوړ کړل.

طالبانو د پراخو ولسي اعتراضونو له رامنځته کېدو وروسته د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو ته سلګونه جنګیالي او سپک او درانه نظامي تجهیزات ولېږل، چې د اعتراضونو د پراخېدو مخنیوی وکړي.

دغې ډلې پرون د تورخم-جلال اباد پر لاره د یوې پېغلې په ګډوندرې اعتراض کوونکي هم ووژل.

د ننګرهار د یو شمېر اوسېدونکو او طالب چارواکو په وینا، دغه اعتراضونه وروسته له هغه پیل شول، چې طالبانو د دې سیمې اوسېدونکو ته وویل، چې خپل کورونه او سیمې پرېږدی، ځکه دغه ځمکې «د دولت ملکیت دی.»

طالب چارواکي ادعا کوي چې دا جایدادونه د حکومت ملکیت دی او څو کاله وړاندې خلکو "غصب" کړي، خو ځايي اوسېدونکي وايي، دوی د جايدادونو خاوندان دي او شرعي قبالې لري.

طالبان: د ایران د حقابې لویه برخه ورکړل شوې او اوبه لا هم ور روانې دي

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۰۰ GMT+۱

د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر عبداللطیف منصور په کابل کې د ایران له مرستیال سفیر حسن مرتضوي سره په کتنه کې وویل چې د ایران د حقابې یوه لویه برخه ورکړل شوې او د اوبو خوشي کول دوام لري. مرتضوي هیله څرګنده کړه، چې د اوبو مسله به د ایران او طالبانو له "یووالي" سره مرسته وکړي.

تسنیم خبري اژانس چې سپاه پاسداران اړوند دی، نن راپور ورکړ، چې حسن مرتضوي او عبداللطیف منصور په کابل کې سره وکتل او د ایران د ادعا په اړه یې خبرې وکړې.

د دغه رپوټ له مخې د طالبانو د انرژۍ او اوبو وزیر وویل چې په وروستیو ورځو کې د بارانونو له امله اوبه په دوو پړاوونو کې د ۱۴۰۲ کال د وري او د غويي په میاشتو کې د تهران او کابل ترمنځ د حقابې موافقې له مخې د سیستان-بلوچستان د سرحدونو په لور خوشې شوې دي.

خو عبداللطیف منصور د ایران د حقابې دوام د باران په اندازه پورې تړلی ګڼي.

هغه وویل: «هیله لرو چې د بارانونو په دوام سره به په سږ کال د ایران د اسلامی جمهوریت د پام وړ اوبه برابرې شی.»

دغه طالب وزیر خبر ورکړ، چې د کمال خان بند دروازې لا هم خلاصې دي.

د ایران اسلامي جمهوریت وايي، د افغانستان او ایران ترمنځ د هلمندد تړون له مخې ایران ته هر کال د هلمند سیند شاوخوا ۸۵۰ میلیونه متر مکعب اوبه ځانګړي کیږي.

د طالبانو د انرژۍ او اوبو له وزیر سره په کتنه کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت مرستیال د انرژي په ډګرونو کې د صادراتو لپاره د ایران د چمتووالی خبر ورکړ او ویې ویل د ایران اسلامی جمهوریت یو مهم او د په دې برخه کې د طالبانو اعمتماد وړ ملګری دی.

په انقره کې د طالبانو د ډیپلوماټ په کور کې اور لګېدلی دی

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۱۳:۱۰ GMT+۱

باوري سرچینو د ترکیې په مرکز انقره کې د طالبانو د سفارت د دوهم سکرتر محمد خان سلطاني د استوګنې په اپارتمان کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی. د ښاغلي سلطاني په کرایه شوي اپارتمان کې، چې د انقرې په چانکابای سیمه کې د افغانستان سفارت ته څېرمه موقعیت لري، پرون اور ولګېد.

د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، محمد خان سلطاني د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي نږدې کس دی.

نوموړی د پکتیکا ولایت اصلي اوسېدونکی دی او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته یې د دې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې د څه مودې لپاره کار کړی دی.

له هغه وروسته يې د دې ډلې د استخباراتو د مشر عبدالحق وثيق د سکرتر په توګه کار وکړ.

د طالبانو دغه غړي شاوخوا درې میاشتې په جده کې د افغانستان په سفارت کې د کارمن په توګه کار کړی او له هغه وروسته په انقره کې د طالبانو د سفارت د دویم سکرتر په توګه وټاکل شو.

د افغانستان انټرنشنل د سرچینو په وینا، د طالبانو دغه غړی د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال د پخواني حکومت پر ضد په تخریبي فعالیتونو بوخت و.

د محمد خان سلطاني کور د ترکيې د پلازمېنې په چانکابا ولسوالۍ کې د استوګنې د ودانۍ په اتم پوړ کې موقعيت لري.

ځايي خلکو ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې په دغه اپارتمان کې اور ولګېد.

د دغه طالب ډېپلوماټ په کور کې د اور لګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو د نوموړي په حواله ویل شوي، چې سهار له کوره د وتلو پر مهال یې په خپل کور کې د هیټر بندول هېر شوي او په اپارتمان کې د اور لګېدو لامل شو.

طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغه ډېپلوماټ پر کور د اور لګېدو په اړه څه نه دي ويلي.