
باوري سرچینو د ترکیې په مرکز انقره کې د طالبانو د سفارت د دوهم سکرتر محمد خان سلطاني د استوګنې په اپارتمان کې د اور لګیدو خبر ورکړی دی. د ښاغلي سلطاني په کرایه شوي اپارتمان کې، چې د انقرې په چانکابای سیمه کې د افغانستان سفارت ته څېرمه موقعیت لري، پرون اور ولګېد.
د افغانستان انټرنشنل د معلوماتو له مخې، محمد خان سلطاني د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي نږدې کس دی.
نوموړی د پکتیکا ولایت اصلي اوسېدونکی دی او په ۱۴۰۰ لمریز کال کې کابل ته د طالبانو له راتګ وروسته یې د دې ډلې د ارشاد، حج او اوقافو په وزارت کې د څه مودې لپاره کار کړی دی.
له هغه وروسته يې د دې ډلې د استخباراتو د مشر عبدالحق وثيق د سکرتر په توګه کار وکړ.
د طالبانو دغه غړي شاوخوا درې میاشتې په جده کې د افغانستان په سفارت کې د کارمن په توګه کار کړی او له هغه وروسته په انقره کې د طالبانو د سفارت د دویم سکرتر په توګه وټاکل شو.
د افغانستان انټرنشنل د سرچینو په وینا، د طالبانو دغه غړی د افغانستان د اسلامي جمهوریت پر مهال د پخواني حکومت پر ضد په تخریبي فعالیتونو بوخت و.
د محمد خان سلطاني کور د ترکيې د پلازمېنې په چانکابا ولسوالۍ کې د استوګنې د ودانۍ په اتم پوړ کې موقعيت لري.
ځايي خلکو ویلي، چې د پنجشنبې په ماښام شاوخوا شپږ بجې په دغه اپارتمان کې اور ولګېد.
د دغه طالب ډېپلوماټ په کور کې د اور لګېدنې اصلي لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو د نوموړي په حواله ویل شوي، چې سهار له کوره د وتلو پر مهال یې په خپل کور کې د هیټر بندول هېر شوي او په اپارتمان کې د اور لګېدو لامل شو.
طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د دغه ډېپلوماټ پر کور د اور لګېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ اقتصادي غونډه کې نن ویل شوي، چې دغه هېواد له افغانستان او اذربایجان سره پر ترجیجي سوداګرۍ خبرې کوي. د شهباز شریف په مشرۍ دغه غونډه کې د افغانستان له لارې له ازبکستان او تاجکستان سره د پاکستان سوداګري هم ګټوره بلل شوې.
د پاکستان لومړی وزیر ده هم ویلي چې د پاکستاني صادراتو د مارکېټ زیاتېدو لپاره باید سملاسي داسې ګامونه واخیستل شي چې دا توکي ور سره لا ډېر د سیالۍ شي.
د پاکستان راډیو د خبر له مخې نن په اسلام اباد کې په دې غونډه کې له خلیجي هېوادونو سره د ازادې سوداګرۍ د تړون پر بشپړېدو هم خبرې شوې دي.
پاکستاني چارواکو له افغانستان سره د ترجیحي سوداګرۍ په غونډه کې نور جزیات نه دي ور کړي.
خو د جمهوریت په وروستۍ کال او د طالبانو واکمنېدو سره ګام په ګام د افغانستان او پاکستان سوداګري کمه شوې ده.
له سره پاکستان هڅه کړې چې د افغانستان له لارې له منځنۍ اسیا په تېره تاجکستان او ازبکستان سره سوداګري وکړي.
په نننۍ غونډه کې ویل شوي چې دا سوداګري ښه نتیجه لري.
د مۍ د میاشتې په ۷ د پاکستان د پوځ د عامه تعلقاتو مشر برید جنرال احمد شریف په خبري کنفرانس کې په افغان طالبانو بیا تور پورې کړی چې د هغوی په ملاتړ د افغانستان له خاورې ټي ټي پي په پاکستان کې بریدونه زیات کړي دي، چې پکې د پاکستان عسکرو او صاحب منصبانو زیات تلافات لیدلي دي.
جنرال احمد شریف په وزیرستان، بشام او نورو ځایونو کې د بریدونو ذکر کولو سره دا ادعا هم وکړه چې نه یوازې د دغو ترورستي عملیاتو پلانونه په افغانستان کې جوړ شوي او د کنترول مرکز یې په افغانستان کې وو، بلکې د دې سره سره د ټي ټي پي په حملو کې افغان اتباعو هم برخه اخستې وه.
په دې لړ کې جنرال احمد شریف د ځینې افغانانو نومونه او ادرسونه هم په ګوته کړل چې د هغه له ادعا سره سم د پاکستاني پوځ په عملیاتو کې وژل شوي او یا توقیف شوي دي. هغه د خپلې ادعا د اثبات لپاره د سپین بولدک د یوه وګړي اعترافي ویډیو هم ژورنالستانو ته وښودله.
پاکستاني جنرال په خاصه توګه د مارچ په شپږ ویشتمه د پښتونخوا په بشام کې د هغه برید تفصیلي ذکر یو ځل بیا وکړ چې پنځه چینايي انجنیران پکې وژل شوي وو.
هغه د پخوا په شان یو ځل بیا وویل چې دغه کار د پاکستان او چین په مناسباتو کې د خلل اچولو لپاره د افغانستان نه راغلو ترورستانو کړی او زیاته یې کړه چې سره د دې چې پاکستان په وار وار د مشخصو شواهدو په وړاندې کولو سره له طالبانو غوښتنه کړې ده چې د دغو تروریستي فعالیتونو مخه ونیسي، خو تر اوسه طالبانو دا کار نه دی کړی.

جالبه خبره دا ده چې د پاکستان د پوځ ویاند د خپل مطبوعاتي کنفرانس پیل د هغه له وینا سره سم د پاکستان له غربي مرزونو د راپورته کیدونو تهدیدونو په تفصیلي ګزارش سرو وکړ او د نورو مسایلو په باره کې خبرې یې وروسته وکړې.
پخوا به یې دغسې په اول سر کې له شرقی مرزونو یا هندوستان څخه د ورپیښو تهدیدونو ذکر کاوه، خو دا وار یې له هندوستان د خطرونو ذکر وروسته او په کم تفصیل سره وکړ.
سره له دې چې څو ورځې وړاندې د هند د دفاع وزیر اعلان کړی وو چې هندی استخباراتو په تیرو څو میاشتو کې دولس تنه هغه ترورستان«په کور کې د ننه » یعنې په پاکستان کې د ننه وژلي دي، چې په هند کې په تروریستي فغالیتونو کې ککړ او په پاکستان کې پټ وو.
طالبانو د دفاع د وزارت ویاند عمر منصور سملاسي د پاکستان د جنرال شریف دغه تورونه بې اساسه وبلل او زیاته یې کړه چې پاکستان له خپلې خاورې نه افغانستان ته د داعش د نفوذ په مخنیوی کې پاتې راغلی دی. هغه دا هم وویل، چې دغه داعشیان په افغانستان کې د ترورېستي بریدونو لپاره راځي.

په دې ډول د پاکستاني پوځ او د افغان طالبانو تر منځ لفظي شخړه هم توده او هم اوږده شوې ده.
داسې بریښي چې دواړه غاړې د دغې لفظي شخړې ته د پایټکي کیښودو ته کومه عجله نه لري او معلومیږي دا چې دواړه غاړې غواړي چې په یوه او بل باندې د ټي ټي پي د حملو او د داعش د تروریستي فعالیتونو د ملاتړ د تور په پورې کولو سره د خپلې مخالفې غاړې او د چین تر منځه شکوک او شبهات وزیږوي، تر څو له چین سره د بلې غاړې مناسبات خړ پړ شي.
دا خبره د یادونې وړ ده چې چین به په خوا له طالبانو سره اړیکې د پاکستان د پوځ په توسط نیولې خو اوس چین له طالبانو سره نیع په نیغه سفارتي او سیاسي اړیکې لري او ورسره د اقتصادي اړیکو د پراخولو تلاش کوي.

د پاکستاني پوځ او طالبانو تر منځ د دغه تاوتریخوالي نه دوه ورځې وروسته ډیر مهم پرمختګ دا وشو چې پرون په اسلام اباد کې د پاکستان لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندنۍ رئیس جنرال ماییک ایرک کوریلاپه « سیمه ثیزو چارو » خبرې کړې دي.
د امریکا او د پاکستان جنرالانو په سیمه کې د امنیت د تامین په کار کې په همکارۍ هم غږیدلي دي.
په نږدې ورځو کې د پاکستاني پوځ او د لوړ رتبه امریکايي مقاماتو ترمنځ لیدلو کتلو او مشورو کې زیاتوالی راغلی دی.
لږ ورځې وړاندې پاکستان ته د امریکا د خارجه چارو وزارت سیاسي معین د پاکستان د حکومت د لوړپ وړو سیاسي مقاماتو او جنرالانو سره سلا مشورې لپاره پاکستان ته راعلی وو.
هم په دغو ورځو کې د کراچۍ سره نزدې په هند بحر کې د امریکا او د پاکستان بحري قواوو ګډ تمرینات هم شوي دي، نو سوال دا پیدا کیږي چې د امریکا او پاکستان د دولتي مقاماتو تر منځ د لیدنو او خبرو نظام الاوقات خو وړاندې نه ټاکل شوی وو، نو په داسې وخت د پاکستان د پوځ د ویاند له خوا په خپل مطبوعاتي کنفرانس کې په دومره تفصیل سره د طالبانو په ضد د تورونو پورې کولوهدف څه دی؟
په اسلام اباد کې پر سیاسي پرمختګ نظر لرونکي شنونکي داسې فکر کوي چې پاکستاني جنرالان د دغو تلیغاتو په وسیله د پښتونخوا په جنوبي ضلعو او د ډیورنډ کرښې سره نزدې سیمو کې د پوځي عملیاتو لپاره سیاسي فضا برابروي او د خپلو جنګي اقداماتو لپاره د چین او د امریکا تایید او کومک د جلبولو هڅه هم کوي.
امریکا په وار وار ویلي دي، چې د تروریزم په ضد نوې جګړه کې د پاکستان ملاتړ ته اماده ده.
شنونکی په دې نظر دي چې که د ټي ټي پي د بریدونو تر څنګه د داعش فعالیتونه سوا کیږي نو په سیمه کې د امریکا له خوا د ډرون حملو امکانات هم شته.
په ۲۰۲۱ کې له افغانستان د امریکايي عسکرو د وتلو په وخت د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي وو چې له افغانستان د امریکايي قواوو له وتلو وروسته به هم امریکا دلته تروریستي فعالیتونه ونه زغمي او د اړتیا په صورت کې به د تروریزم پر ضد د اسمان نه ګوزارونه وکړي.
د بایډن دغه وینا په دې سیمه کې د امریکا د تروریزم ضد د نوې ستراتیژۍ اعلان ګڼل شوی و.
چین د دغو پرمختګونو په باره کې ځکه مشوش دی چې په سیمه کې مخ په زیاتیدونکې بې ثباتي د چین د تجارتي کاریدودورونو په اعمار کې خنډ اچولی شي.
له روسیې سره دا غم دی چې د تروریزم نوې څپې یې د جنوبی مرزونو په خوا کې په مرکزي اسیا کې هرج مرج خورولی شي. په اوکراین کې په یوه اوږده جګړه کې بوخته روسیه په مرکزي اسیا کې د جنګي جبهې د پرانستل کیدو د امکاناتو نه پریشانه ده، داسې ښکاري چې دا د تش په نوم لوېې لوبې نوې مرحله ده .
یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوي کوي؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.
په نیویارک کې میشت د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالې کمیټې او د افغانستان د خبریالانو مرکز د طالبانو له خوا پر افغانستان انټرنشنل د بندیز لګول غندلي دي. د طالبانو ډلې د افغانستان انټرنشنل پر فعالیتونو بندیز لګولی او دغه شبکه یې پر بې طرفۍ تورنه کړې ده.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د اسیا د پروګرام همغږي کوونکي، بېلهیه په یوه خبرپاڼه کې وویل، «طالبان باید سمدستي پر افغانستان انټرنشنل لګیدلي بندیزونه لیرې کړي او افغان خبریالانو او اتباعو ته اجازه ورکړي چې په ازاده او له وېرې پرته د دې شبکې خبرونو او تحلیلونو ته لاسرسی ولري.»
د افغانستان د خبریالانو مرکز او د بیان د ازادۍ کور د طالبانو دا کړنه د قانون خلاف بللې او له طالبانو یې غوښتي چې د ازادو رسنیو حقونو ته درناوی وکړي.
طالبانو د افغانستان انټرنشنل رسنۍ د دې ډلې د رسنیو له اصولو څخه په سرغړونې تورنه کړې ده. د طالبانو د رسنیو د سرغړونو د څېړلو کمېسیون وايي، چې په لندن کې مېشتې دغې رسنۍ بې پرېتوب تر پښو لاندې کړی او د ټولنې اخلاقي او رواني امنیت یې زیانمن کړی دی.
د دغې ډلې په اعلامیې کې پر افغانستان انټرنشنل، د خکلو شخصي حریم ته د نه درناوي، د شخصیت وژنې، په عامه توګه د اطلاعاتو تحریف او د طالبانو مخالفو ډلو ته د پروپاګند کولو باندې تورنش شوی دی. د طالبانو د رسنیو د سرغړونې کمیسیون د دغو تورونو په اړه شواهد نه دي وړاندې کړي.
"بې اساسه"
افغانستان انټرنشنل د طالبانو دغه تورونه بې اساسه بللي دي. د دې شبکې اداره وايي، افغانستان انټرنشنل به د افغانستان خلکو ته د ازادو او بې پرې خبرونو او معلوماتو د رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
د افغانستان انټرنیشنل اجراییوي مشر هارون نجفی زاده دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل:«هیڅ فشار به د دې لامل نشي چې موږ د ژورنالیزم لوړ معیارونه او مسلکي اصول له پامه وغورځوو. د طالبانو فشار ازادو رسنیو ته ګواښ دی، خو زموږ د فعالیتونو مخه نه شي نیولی. افغانستان انټرنشنل د ټولو افغانانو د غږ لپاره یو کور دی.
د یو شمېر نړیوالو بنسټونو د شمېرو او سروې ګانو له مخې چې د افغانستان انټرنېشنل اوس د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې تر ټولو مشهوره خبري رسنۍ ده.
یوه سروې چې د میډیا ایکشن له خوا د بي بي سي د نړیوالې څانګې په سپارښتنه ترسره شوې، ښیي چې افغانستان انټرنشنل په افغانستان کې تر ټولو زیات لیدل کیدونکی نړیوال ټلویزیون دی.
طالبانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې د افغانستان له خلکو غوښتي چې د افغانستان انټرنشنل راډیو او ټلویزیون بایکاټ کړي.
له ننګرهال څخه سرچیني وايي، چې د تورخم - جلال اباد پر لویې لارې د باریکاب په سیمه کې پر لاریونوالو طالبانو ډزې کړې، چې په پایله کې یې د یوې مېرمنې په ګډون درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د سیمې د خلکو په وینا؛ د دوی اعتراضونو ته د طالبانو د کانال رییس مولوی غلام الرحمان په تاوتریخوالي ځواب ویلی.
د سیمې یو اوسیدونکي چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه کړې ویلي، چې پخوا به خلک د امریکایانو له خوا وژل کېدل او اوس یې طالبان وژني.
طالبانو د دغې سیمې اوسېدونکو ته ویلي، چې خپل کورونه پرېږدي او سیمه طالبانو ته پرېږدي؛ ځکه دا ځمکه د دولت اړوند ده، خو د سیمې خلک وايي چې دا ځمکې یې اخیستي او طالبان یې په زور ترې نیسي.
له سیمې څخه افغانستان انټرنشنل ته رسیدلې ویډیوګانې ښيي، چې د جلالاباد لویه لاره د دغو اعتراضونو په پایله کې تړل شوې او په سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
طالبانو لا د دغو اعتراضونو په اړه څه نه دي ویلي.
تېره جمعه هم په بدخشان کې له طالبانو سره د ولسي خلکو اعتراض په تاوتریخوالي واوښت چې په پایله کې یو ولسي وګړی په درایم او بل په ارګو ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ایران د ځمکني پوځ مشر وايي، د دغه هېواد ځواکونه له افغانستان سره ګډه پوله کې هر ډول ګواښ ته د ځواب ویلو لپاره تیارسي دي. برید جنرال کیومرث حیدري زیاته کړه، شمال ختیځ کې پوله او له افغانستان سره ټوله ګډه پوله د پوځ ځمکنیو ځواکونو ته سپارل شوې چې سرحدي ځواکونه یې هم ملتیا کوي.
د هغه په خبره، چې د ایران د پوځ په مشرۍ د ایران ټول ځمکني ځواکونه سل په سله هر ډول ګواښ سره مقابلې ته تیار او ټولو پولو کې مېشت دي.
ایران له تېر کال راهیسې له افغانستان او پاکستان سره د خپلې پولې د امنیت د لا ټینګښت لپاره د دېوال جوړولو پلان لري.
د ایران د ځمکني پوځ مشر کیومرث حیدري نن په مشهد کې غونډې ته په وینا کې دې دېوال ته په اشاره وویل، چې د دې پولې د بندولو لپاره یې د دېوال کار د ځمکني پوځ د یوې قرارګا په څارنه کار په پوره ځواک سره پیل کړی دی.
نوموړی باوري دی چې دا پوله به ژر او په لنډ وخت کې بنده شي، خو بیا هم وايي چې په مخ کې یې ستونزې او خنډونه شته.