امرالله صالح: طالبان په بدخشان کې له کړکیچ سره مخ دي

د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبان په بدخشان ولایت کې له کړکیچ سره مخ شوي دي.

د پخواني جمهوري دولت د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، چې طالبان په بدخشان ولایت کې له کړکیچ سره مخ شوي دي.
صالح د بدخشان په ارګو ولسوالۍ کې د طالبانو او لاریون کوونکو تر منځ د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته په خپل اېکس کې لیکلي، چې که طالبانو په خپلو جاهلانه کړنو ټينګار وکړي او د ډېرو خلکو په وژنو لاس پورې کړي د وګړنیز قیام د پراخېدو لامل به شي.
د نوموړي په خبره: " که طالبان له لاریونوالو څخه شاتګ وکړي د دوی د ماتې د پیل په معنا دی."
امرالله صالح دغه راز لیکلي، چې طالبان د بدخشان د درایم او ارګو ولسوالیو د خلکو د زړورتیا او د درېدو له امله له کړکېچ سره مخامخ شوي دي .
له بدخشان څخه سرچیني وایي، چې د «ارګو ولسوالۍ په برلاس شمر کلي» کې نن یو ځل بيا ځايي خلکو د طالبانو پر وړاندې لاريون کړی دی.
د راپورونو له مخې؛ دغه لاريون په تاوتريخوالي اوښتی او د طالبانو له لوري ۳ کسان وژل شوي او تر لسو زيات ټپيان دي.
وژل شوي لاریون کوونکي زیدالله، عطاء الله او عبادالله نومیږي.
د پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او یو شمېر لاریونوال د طالبانو له خوا نیول شوي هم دي.
په ارګو ولسوالۍ کې د اعتراضونو بیا راپورته کېدل ددې ښکارندویي کوي، چې طالبانو تر اوسه د خلکو غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.
لاريونوالو په خپل پرېکړه ليک کې درې غوښتنې مطرح کړي دي: «له بدخشان څخه د غیر مقیم طالبانو شړل، د کوکنارو د کښت لپاره بديل برابرول او قاتلينو ته سزا ورکول.»
په بدخشان کې تر هغه وروسته لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل، چې د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې طالبانو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې او د ځایي خلکو له مخالفت سره مخ شول.