کرملین ماڼۍ وایي ولسمشر پوتین راتلونکې پنجشنبه چین ته ځي

کرملین ماڼۍ وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ د چین د ولسمشر شي جین پینګ په بلنه بېجینګ ته ځي. دا د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې له بیا ټاکل کېدو وروسته د ښاغلي پوتین لومړنی بهرنی سفر دی.