ملګرو ملتونو په رفح کې د دغه سازمان پر کارکوونکو د برید په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

د اسراییل پوځ په غزه کې د ملګرو ملتونو د کارکوونکو په یوه موټر برید کړی، چې له امله یې د غزې د جګړې پر مهال د ملګرو ملتونو لومړنی بهرنی کارکوونکی ووژل شو. د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوترېش هم د دغې پېښې د "بشپړې څېړنې" غوښتنه کړې.