• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: موږ د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې موقتي سرپنا او پخلنځي جوړوو

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ، چې ډېر ژر به د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د موقتي سرپنا او پخلنځي جوړول پیل کړي. دغه سازمان زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د افغانستان د مهمو زیربناو بیارغونې ته ژمن دي.

د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د دغه سازمان پرمختیايي پروګرام په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو یادښت خپور کړی او لیکلي یې دي: "د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان د خلکو په غم کې شریک دی.موږ د معیشت بیا رغولو او د ټولنې مهم زیربنا بیا رغولو ته ژمن یو."

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي وو، چې د بغلان په پنځو ولسوالیو کې ۶۰۰ زره کسان سېلابونو اغېزمن کړي، چې ۳۱۰ زره یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) د راپور له مخې؛ ویجاړونکو سېلابونو په بغلان، تخار او بدخشان کې څه باندې درې زره کورونه ویجاړ کړي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې په هېواد کې وروستیو سېلابونو په بغلان ولایت کې ۲۶۶۵ د استوګنې کورونه نړولي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په بدخشان کې څه باندې ۲۵۰ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوه

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د درایم، بهارک، ارګو، کشم او فیض اباد ولسوالیو کې یې ۲۵۲ جریبه کرل شوي کوکنار له منځه وړي دي. دغې ډلې په سلګونو جنګیالي او پوځي تجهیزات درایم، ارګو او جرم ته استولي دي، چې د کوکنارو کروندې له منځه یوسي او د خلکو د اعتراضونو مخه ونیسي.

تېره اونۍ او نن د درایم او ارګو ولسوالیو خلکو پراخ لاریونونه وکړل او ویې ویل، چې طالبان د کوکنارو د کروندو د ویجاړولو په پلمه د خلکو کورونو ته ننوتي او شخصي حریم یې تر پښو لاندې کړی دی.

ځايي اوسیدونکو پر وینا؛ طالبانو په دغو دوو ولسوالیو کې د بدخشان لږ تر لږه دوه اوسېدونکي وژلي دي.

په تازه لاریونونو کې چې په تاوتریخوالي بدل شوي، درې کسان وژل شوي او له لسو زیات ټپیان شوي دي.

سرچینې: په بدخشان کې لاریون په تاوتريخوالي اوښتی، لږ تر لږ ۱۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۱

له بدخشان څخه سرچينې وايي، چې د ارګو په ولسوالۍ کې لاريون د طالبانو له غبرګون وروسته په تاوتريخوالي اوښتی او د طالبانو له لوري ۳ کسان وژل شوي او تر لسو زيات زخميان شوي دي. د زیدالله، عطاء الله او عبادالله په نومونو لاریون کوونکي وژل شوي دي.

له بدخشان څخه سرچينو افغانستان انټرنشنل ته د (غويي ۲۴مه) وویل، چې د «ارګو ولسوالۍ په برلاس شمر کلي» کې یو ځل بيا ځايي خلکو د طالبانو پر وړاندې لاريون کړی دی.

له سيمې څخه سرچينې زياتوي، چې طالبانو د لاریون د مخنيوي پر مهال له تاوتريخوالي کار اخیستی او پر لاریون کوونکو يې ډزې کړي.

د لومړنيو معلوماتو له مخې؛ د طالبانو په ډزو کې ۳ لاريون کوونکي وژل شوي او تر لسو زيات زخميان شوي.

سرچينه وايي، چې زخميان یې روغتيايي مرکزونو ته انتقال کړي دي.

د لاريون کوونکو په خبره؛ طالبانو يو شمېر لاريون کوونکي هم نیولي او بنديان کړي دي.

سرچينه زياتوي، چې معترضان یو ځل بيا د لاريون لپاره چمتوالی نيسي.

په ارګو ولسوالۍ کې د اعتراضونو بیا راپورته کېدل ښيي، چې طالبانو تر اوسه د خلکو غوښتنو ته د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.

لاريون کوونکو په خپل پرېکړه ليک کې درې غوښتنې مطرح کړې: «له بدخشان څخه د غیر مقیم طالبانو شړل، د کوکنارو د کښت لپاره بديل برابرول او قاتلينو ته سزا ورکول.»

څو ورځي وړاندې د طالبانو د بدخشان د امنیه قوماندانۍ ویاند ويلي وو، چې د دغه ولایت په درایم ولسوالۍ کې د دوی ځواکونو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې، چې خلک د ځینو کسانو په هڅونه د دوی پر وړاندې ودرېدل.

خو ځايي خلک وايي، چې د طالبانو له خوا د خلکو «شخصي حریم» ته د نه درناوي له امله یې مظاهرې پیل کړې دي.

کډوال؛ د ترکيې پوليسو په موغلا ښار کې ۲۹ افغان او سوريايي کډوال نيولي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۵ GMT+۱

ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو ۲۹ تنه افغان او سوريايي کډوال چې غوښتل یې یونان ته د کډوالۍ په موخه حرکت وکړي، په موغلا ښار کې نیولي دي. د راپورونو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو په عملیاتو کې دوه کسان هم د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.

د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پولیسو هغه پناه غوښتونکي پېژندلي او نیولي چې له ترکیې څخه یونان او اروپا ته د «غیر قانوني» کډوالۍ پلان یې درلود.

د راپورونو له مخې؛ دغه پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لېږدول شوي او له دوو قاچاق وړونکو څخه یو یې محکمې ته وړاندې شوی دی.

د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ هم ۴۱ تنه نور پناه غوښتونکي چې غوښتل یې یونان ته د کډوالۍ په نیت د موغلا په ښار کې نیولي دي.

د موغلا ښار د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه ښار پوليسو په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ښار کې د انساني قاچاق په تور ۶۵ کسان نيولي دي.

ترکيې رسنیو خبر ورکړی، چې په دې موده کې په دغه ښار کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۱۳۹ کډوال پیژندل شوي او نیول شوي دي.

د بدخشان په ارګو کې د خلکو پراخ لاريون د طالبانو له غبرګون سره په تاوتريخوالي بدل شو

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۱

له بدخشان څخه څو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د ارګو ولسوالۍ خلګو يو ځل بيا د طالبانو پر ضد پراخ لاريون وکړ. د سرچينې په وينا، طالبانو په برلاس کلي کې د لاریون د مخنيو په خاطر د لاريون کوونکو پر وړاندې له تاوتريخوالي کار واخېست.

له بدخشان څخه سرچېنو افغانستان انټرنشل ته د (غوايي ۲۴مه) ويلي، چې په سېمه کې وضعیت سم ندی او طالبانو لاريون کوونکي وهلي او ډبولي دي.

يوسرچېنې، چې نه یې غوښتل نوم يې واخېستل شي وویل؛ طالبانو د لاریون څخه پر عکس او ويډيو اخېستلو هم بنديز لګولی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخي طالبانو د لاریون د مخنوي لپاره هوايي ډزې کوي ترڅو د لاریون مخه ونيسي.

سرچېنې وایي، چې طالبانو د همدې لاريون کوونکو څخه یو شمېر کسان نيولي او بنديان کړې يې دي.

د بدخشان ولایت په درایم او ارګو ولسوالیو کې هغه وخت لاریونونه پیل شول، چې د طالبانو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې؛ خو ځايي خلک وايي، د طالبانو له خوا د خلکو «شخصي حریم» ته د نه درناوي له امله یې مظاهرې پیل کړې .

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر په استانبول کې په یوه غونډه کې د ترکیې له ولسمشر سره لیدلي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي؛ چې د دغې ډلې د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب نن په استانبول کې د اسلامي نړۍ هېوادونو د عالمانو مشورتي غونډې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. ترکیې تر اوسه پورې د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکي، چې د طالبانو د کابینې دغه چارواکي له اردوغان سره د یوې غونډې پر مهال په لیدنه کې ویلي چې طالبان «له ترکیې سره ښې اړیکې غواړي».

یاد وزارت د نور محمد ثاقب او رجب طیب اردوغان کوم ګډ عکس نه دی خپور کړی.

د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د ترکیې په نوښت د غوايي په ۲۳مه د یکشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوه.

د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب هم په دغه ناسته کې ګډون کړی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترکیې د افغانستان ټول ډیپلوماټیک دفترونه طالبانو ته وسپارل.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد د مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف او نورو طالب ضد کسانو کوربه هم دی.