• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بدخشان په ارګو کې د خلکو پراخ لاريون د طالبانو له غبرګون سره په تاوتريخوالي بدل شو

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۰۲:۳۲ GMT+۱

له بدخشان څخه څو سرچينو افغانستان انټرنشنل ته ويلي، چې د ارګو ولسوالۍ خلګو يو ځل بيا د طالبانو پر ضد پراخ لاريون وکړ. د سرچينې په وينا، طالبانو په برلاس کلي کې د لاریون د مخنيو په خاطر د لاريون کوونکو پر وړاندې له تاوتريخوالي کار واخېست.

له بدخشان څخه سرچېنو افغانستان انټرنشل ته د (غوايي ۲۴مه) ويلي، چې په سېمه کې وضعیت سم ندی او طالبانو لاريون کوونکي وهلي او ډبولي دي.

يوسرچېنې، چې نه یې غوښتل نوم يې واخېستل شي وویل؛ طالبانو د لاریون څخه پر عکس او ويډيو اخېستلو هم بنديز لګولی.

د سرچېنې د معلوماتو له مخي طالبانو د لاریون د مخنوي لپاره هوايي ډزې کوي ترڅو د لاریون مخه ونيسي.

سرچېنې وایي، چې طالبانو د همدې لاريون کوونکو څخه یو شمېر کسان نيولي او بنديان کړې يې دي.

د بدخشان ولایت په درایم او ارګو ولسوالیو کې هغه وخت لاریونونه پیل شول، چې د طالبانو د کوکنارو کروندې له منځه وړلې؛ خو ځايي خلک وايي، د طالبانو له خوا د خلکو «شخصي حریم» ته د نه درناوي له امله یې مظاهرې پیل کړې .

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د حج او اوقافو وزیر په استانبول کې په یوه غونډه کې د ترکیې له ولسمشر سره لیدلي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۰:۲۹ GMT+۱

د طالبانو د حج او اوقافو وزارت وايي؛ چې د دغې ډلې د حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب نن په استانبول کې د اسلامي نړۍ هېوادونو د عالمانو مشورتي غونډې په څنډه کې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره وکتل. ترکیې تر اوسه پورې د دې لیدنې په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکي، چې د طالبانو د کابینې دغه چارواکي له اردوغان سره د یوې غونډې پر مهال په لیدنه کې ویلي چې طالبان «له ترکیې سره ښې اړیکې غواړي».

یاد وزارت د نور محمد ثاقب او رجب طیب اردوغان کوم ګډ عکس نه دی خپور کړی.

د اسلامي نړۍ د عالمانو مشورتي غونډه د ترکیې په نوښت د غوايي په ۲۳مه د یکشنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې پیل شوه.

د طالبانو د ارشاد حج او اوقافو وزیر نور محمد ثاقب هم په دغه ناسته کې ګډون کړی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ترکیې د افغانستان ټول ډیپلوماټیک دفترونه طالبانو ته وسپارل.

دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد د مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عبدالرب رسول سیاف او نورو طالب ضد کسانو کوربه هم دی.

طالبانو د ملا عمر له قبر سره نږدې د یوې لویې مدرسې د جوړېدو چارې پیل کړې دي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۸:۱۹ GMT+۱

په زابل کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، د یادې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر قبر ته څېرمه یې د یوې لویې مدرسې د جوړېدو چارې پیل کړې دي. ځايي طالب چارواکي وايي، چې د دغې مدرسې ودانۍ به په یو وخت د سلګونو طالبانو د ځایولو وړتیا ولري.

په زابل ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور مشر رحمت الله حماد وايي، د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) د زابل ولایت په سیوري ولسوالۍ کې یې د طالبانو د لومړني مشر ملا محمد عمر قبر ته څېرمه د یوې لویې دیني مدرسې د بنسټ ډبره کېښودله.

په زابل کې د طالبان سیمه ییز چارواکي وايي، د یادې مدرسې پر جوړولو ۳۵۰ زره ډالره لګښت راځي. خو طالبانو دا نه دي ویلي چې د یادې مدرسې د جوړېدو لپاره ځانکړی شوی ۳۵۰ زره ډالره لګښت له کوم ادرسه لګوي.

طالبانو تر دې وړاندې هم له قلات ښار څخه په سیوري ولسوالۍ کې د ملا عمر تر قبر پورې یو پوخ سړک او هلته د اوسېدو ځای جوړ کړی.

واک د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې په زرګونو مدرسې جوړې شوې دي، د طالبانو پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې ، چې تېر ۱۴۰۲ لمريز کال کې يې په ټول ولایتونو کې ۱۲ زره او ۳۰۷ مدرسې جوړې کړې او د دې تر څنګ یې ۳۰۰ خصوصي مدرسو ته د فعاليت اجازه ليکونه ورکړي دي.

‏د طالبانو پوهنې وزارت ویلي، چې د دوی د حکومت له لوري د ۱۴۰۲ لمريز کال په لړ کې پنځه زره او ۴۲۲ مدرسې په کلیو او بانډو جوړې شوې دي.

‏دا مهال په ټول افغانستان کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر ښوونځیو او پوهنتونو باندې د طالبانو د مشر له لوري بندیزونه لګېدلي چې له امله یې په میلیونونو نجونې او ښځې له زده‌کړو بې برخې پاتې دي.

طالبان: په پروان ولایت کې یې د کرومایټ ډبرو د کان کیندنې چارې پیل کړې

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۴۷ GMT+۱

په پروان کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم مشر عبدالقدوس نعماني وايي؛ په کوه صافي ولسوالۍ کې د کرومایټ ډبرو کان کیندنه پیل شوه. طالبانو د دغه کان د کېدنې چارې یو خصوصي شرکت ته سپارلې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د دغې ډلې د مسوولانو له قوله راپور ورکړی، چې په پروان ولایت کې د کرومایټ ډبرو کان د سپړنې چارې یې یوه خصوصي شرکت ته سپارلې چې کار پرې پیل شوي.

کرومایټ ډبرې د کروم یوازینۍ سرچینه ده او د فولادو په صنعت کې کارول کیږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو ورسته د دغه ډلې له لوري د کانونو د سپړنې چارې خصوصي شرکتونو ته سپارل کیږي.

د ځینو سرچینو د معلوماتو له مخې د تېر جمهوري حکومت پرمهال د افغانستان د یو شمیر ولایتونو څخه کرومایټ ډبرې پاکستان ته قاچاق کېدلې.

طالبان: له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال په جبري توکه له پاکستانه راستانه کړل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۱

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه ۸۴ کورنۍ د سپین بولدک او توخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) ۳۶۳ تنه افغان کډوال د کندهار له سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.

دغه وزات د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي؛ ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۸ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې.

همدرانګه د کډوالو وزارت وايي؛ ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

طالبان وایي؛ له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شوي ټول افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ته ورپيژندلي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د غځولو خبر ورکړی و.

ایرانی چارواکی: د افغانستان قیمتي ډبرې د ایران په بازارونو کې پلورل کیږي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، له افغانستانه اېستل شوې قیمتي ډبرې له قاچاقي لارو ایران ته واردېږي او د ایران په بازارونو کې پلورل کېږي. قدیر قیافه، ایلنا خبري اژانس ته وویل، «د دغو ډبرو استخراج د ایران او افغانستان ترمنځ د همکارۍ نښه کېدای شي.»

د ایلنا خبري اژانس د راپور له مخې قدیر قیافه د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) د افغانستان په کانونو کې د ایران پر پانګونې ټینګار کړی دی.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، په افغانستان کې پانګونه د ایراني پانګوالو لپاره ګټوره تمامېدای شي.

ورته مهال نوموړي ویلي؛ د ایران د کانونو څو لویو شرکتونو د افغانستان کانونو ته د ننوتلو په موخه یوه تګلاره جوړه کړي او د ایران د فولادو یوه لویه کمپنۍ هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو لپاره جدي تصمیم نیسي.

د قدیر قیافه د څرګندونو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان تر منځ د کانونو پر موضوع باندې خبرې اترې او په تګ راتګ تمرکز شوی دی.

خو د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي چې په دې هېواد کې داسې بانک نشته چې له پولې هاخوا له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د ایران سره د پروژو مالي ملاتړ وکړي او په ایران کې د کانونو د سوداګرۍ د خاوندانو ملاتړ وکړي.

د خراسان ولایت د اقتصادي چارو د همغږي کوونکي مرستیال حسن نوريزاده هم د غوايي په ۱۹مه وویل چې ټول کانونه په افغانستان کې موجوددي او دا د ایران لپاره یو ښه فرصت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د خراسان د والي اقتصادي مرستیال ابوالفضل چمندي رضوي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کانونو د سپړلو لپاره دې یو ګډ شرکت جوړ کړي.