• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایرانی چارواکی: د افغانستان قیمتي ډبرې د ایران په بازارونو کې پلورل کیږي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، له افغانستانه اېستل شوې قیمتي ډبرې له قاچاقي لارو ایران ته واردېږي او د ایران په بازارونو کې پلورل کېږي. قدیر قیافه، ایلنا خبري اژانس ته وویل، «د دغو ډبرو استخراج د ایران او افغانستان ترمنځ د همکارۍ نښه کېدای شي.»

د ایلنا خبري اژانس د راپور له مخې قدیر قیافه د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) د افغانستان په کانونو کې د ایران پر پانګونې ټینګار کړی دی.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، په افغانستان کې پانګونه د ایراني پانګوالو لپاره ګټوره تمامېدای شي.

ورته مهال نوموړي ویلي؛ د ایران د کانونو څو لویو شرکتونو د افغانستان کانونو ته د ننوتلو په موخه یوه تګلاره جوړه کړي او د ایران د فولادو یوه لویه کمپنۍ هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو لپاره جدي تصمیم نیسي.

د قدیر قیافه د څرګندونو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان تر منځ د کانونو پر موضوع باندې خبرې اترې او په تګ راتګ تمرکز شوی دی.

خو د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي چې په دې هېواد کې داسې بانک نشته چې له پولې هاخوا له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د ایران سره د پروژو مالي ملاتړ وکړي او په ایران کې د کانونو د سوداګرۍ د خاوندانو ملاتړ وکړي.

د خراسان ولایت د اقتصادي چارو د همغږي کوونکي مرستیال حسن نوريزاده هم د غوايي په ۱۹مه وویل چې ټول کانونه په افغانستان کې موجوددي او دا د ایران لپاره یو ښه فرصت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د خراسان د والي اقتصادي مرستیال ابوالفضل چمندي رضوي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کانونو د سپړلو لپاره دې یو ګډ شرکت جوړ کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د قوش تېپې جام؛ نن بند امیر او مس عینک لوبډلې پایلوبه ترسره کوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی. د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.

په دغه سیالیو کې بست، بند امیر، مس عینک، سپین غر او امو په نوم پنځه لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د قوش تېپې جام سیالیو پایلوبې ته د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک او حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډلو لاره وموندله.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د یاد جام پایلوبه به نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د کابل نړېوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د بند امیر او مس عینک لوبډلو لوبدلمشران وايي لوبډلې یې د نن سترې پایلوبې لپاره ښه چمتوالي نیولي دي.

د ښځینه فعالانو یوه ډله: طالبان سېلاب ځپلو ته د رسېدو 'وړتیا' نه لري

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د فعالو ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې طالبان په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د رسېدو «وړتیا او سیاسي اراده» نه لري. «د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې» له نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې د افغانستان په څو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

په افغانستان کې د سختو بارانونو لړۍ چې د سېلابونو لامل شوې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شوه.

د جمعې په ماښام د غوايي ۲۱مه په افغانستان کې سخت توپانونه راغلل، چې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان او کندهار کې یې ستر زیانونه واړول.

د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې په یوه لیک کې ویلي: «د دغو ولایتونو نازک وضعیت ښيي چې واکمنه ډله (طالبان) سیاسي اراده او وړتیا نه لري چې د بې ګناه خلکو ژوند وژغوري او قربانیانو ته د ژوندي پاتې کیدو خدمتونه وړاندې کړي.»

دغو افغان او کاناډایي فعالانو په خپل لیک کې لیکلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ ډېر دی. زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته اړتیا لري.

دوی د دغه بشري ناورین په اړه د نړیوالو رسنیو پر بې غورۍ اندېښنه وښوده او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د خلکو د ژغورنې لپاره کار وکړي.

طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.

یو شمېر نورو هېوادونو لکه جاپان یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

علي باقري: افغانستان ته باید د لوستو افغانانو د راستنېدو زمینه برابره شي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې سره په کتنه کې افغانستان ته له بهر څخه د لوستو افغانانو د راستنېدو غوښتنه وکړه. علي باقري همداراز وویل چې د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب د افغانانو د امنیت او هوساینې راوستل دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې علي باقري د یکشنبې په ورځ له روزا اوتنبایوا سره په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي باقري وویل، په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو کړنلاره باید د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د امنیت، د دغه هېواد د پرمختګ او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي او هوساینې لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز په افغانستان کې د سولې او ټيکاؤ راوستلو په بهیر کې د ملګرو ملتونو د رغنده رول په ادا کولو او همداشان په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو په اغېزمن رول او وړتیا ټينګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، په دغه کتنه کې روزا اوتنبایوا د افغانستان له پرمختګ او ثبات سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هیوادونو د دریځونو د همغږۍ په اړتیاټینګار وکړ.

ایرنا خبرياژانس لیکلی: «د ملګرو ملتونو استازې له یوې خوا د دواړو هیوادونو تر منځ د رغنده ملګرتیا د رامنځته کولو او پراختیا او له بلې خوا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ایران د جوړجاړي غوښتنه وکړه.»

په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله د افغانستان د رایې حق وځنډول شو

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي تایید کړه، چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله په موقت ډول ځنډول شوی دی.

یاد استازي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې دغه پیسې نه دي ورکړي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر ښاغلي نصر فایق وویل؛ هغه هېوادونه چې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس له دوو کلونو څخه زیات نه وي ورکړی، په دغه مجلس کې د رایې ورکولو له حق څخه به بې برخې دي.

له همدې امله د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) افغانستان ونه شو کړی، چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو د غړیتوب فیس هر کال شاوخوا دوه سوه زره ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې له دوو کلونو راهیسې یې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس نه دی ورکړی.

طالبان: ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله اقتصادي پروژې پيل کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د سياسي مرستيال دفتر وايي، چې د ازبکستان يو پلاوي له مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي، چې ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله اقتصادي پروژې پيل کړی.

د ازبکستان پلاوي ويلي؛ د دوی حکومت او سوداګر حاضر دي، چې د نفتو په استخراج او نورو کاني برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د سياسي مرستيال دفتر نن یکشنبه په يوې خبرپانه کې ليکلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير الهام محکموف په مشرۍ يوه پلاوي د مولوي عبدالکبير سره په ليدنه کې د ځینو اقتصادي پروژو اړوند خبري کړي.

اعلاميه زیاتوي پلاوي له دوی غوښتي دي، چې د ازبکستان حکومت او پانګوال د نفتو په استخراج، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا توليد، سمنټو او نورو کاني برخو کې پانګې اچونې ته حاضر دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير، د ولسمشر ځانګړي استازي او راغلي پلاوي ټینګار وکړ، چې د سېمې په کچه به د افغانستان ترانزيټ ته وده ورکړي.

اعلاميې د ترانسپورت د وزير الهام محکموف له قوله ليکلي: «د کابل او تاشکند د ترانسپورټ او سوداګرۍ راکړې ورکړې کچه اوه برابره لوړه شوې ده او هڅه کوو د طالبانو سره په همږغۍ د حيرتان بندر کاري مهالوېش ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړو.»

د طالبانو سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پلاوي ته د بهرنیو پانګوالو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ازبکستان څخه راغلي پلاوي نن د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره هم ليدلي او ويلي يې وو، چې د یو تخنيکي ډلې سره د اوسپنې پټلۍ د چارو د ژر پيلېدو لپاره کابل ته راغلي دي.