• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځینه فعالانو یوه ډله: طالبان سېلاب ځپلو ته د رسېدو 'وړتیا' نه لري

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د فعالو ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې طالبان په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د رسېدو «وړتیا او سیاسي اراده» نه لري. «د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې» له نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې د افغانستان په څو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

په افغانستان کې د سختو بارانونو لړۍ چې د سېلابونو لامل شوې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شوه.

د جمعې په ماښام د غوايي ۲۱مه په افغانستان کې سخت توپانونه راغلل، چې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان او کندهار کې یې ستر زیانونه واړول.

د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې په یوه لیک کې ویلي: «د دغو ولایتونو نازک وضعیت ښيي چې واکمنه ډله (طالبان) سیاسي اراده او وړتیا نه لري چې د بې ګناه خلکو ژوند وژغوري او قربانیانو ته د ژوندي پاتې کیدو خدمتونه وړاندې کړي.»

دغو افغان او کاناډایي فعالانو په خپل لیک کې لیکلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ ډېر دی. زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته اړتیا لري.

دوی د دغه بشري ناورین په اړه د نړیوالو رسنیو پر بې غورۍ اندېښنه وښوده او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د خلکو د ژغورنې لپاره کار وکړي.

طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.

یو شمېر نورو هېوادونو لکه جاپان یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

علي باقري: افغانستان ته باید د لوستو افغانانو د راستنېدو زمینه برابره شي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې سره په کتنه کې افغانستان ته له بهر څخه د لوستو افغانانو د راستنېدو غوښتنه وکړه. علي باقري همداراز وویل چې د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب د افغانانو د امنیت او هوساینې راوستل دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې علي باقري د یکشنبې په ورځ له روزا اوتنبایوا سره په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي باقري وویل، په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو کړنلاره باید د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د امنیت، د دغه هېواد د پرمختګ او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي او هوساینې لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز په افغانستان کې د سولې او ټيکاؤ راوستلو په بهیر کې د ملګرو ملتونو د رغنده رول په ادا کولو او همداشان په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو په اغېزمن رول او وړتیا ټينګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، په دغه کتنه کې روزا اوتنبایوا د افغانستان له پرمختګ او ثبات سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هیوادونو د دریځونو د همغږۍ په اړتیاټینګار وکړ.

ایرنا خبرياژانس لیکلی: «د ملګرو ملتونو استازې له یوې خوا د دواړو هیوادونو تر منځ د رغنده ملګرتیا د رامنځته کولو او پراختیا او له بلې خوا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ایران د جوړجاړي غوښتنه وکړه.»

په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله د افغانستان د رایې حق وځنډول شو

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي تایید کړه، چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله په موقت ډول ځنډول شوی دی.

یاد استازي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې دغه پیسې نه دي ورکړي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر ښاغلي نصر فایق وویل؛ هغه هېوادونه چې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس له دوو کلونو څخه زیات نه وي ورکړی، په دغه مجلس کې د رایې ورکولو له حق څخه به بې برخې دي.

له همدې امله د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) افغانستان ونه شو کړی، چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو د غړیتوب فیس هر کال شاوخوا دوه سوه زره ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې له دوو کلونو راهیسې یې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس نه دی ورکړی.

طالبان: ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله اقتصادي پروژې پيل کړي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۷ GMT+۱

د طالبانو د سياسي مرستيال دفتر وايي، چې د ازبکستان يو پلاوي له مولوي عبدالکبیر سره په ليدنه کې ویلي، چې ازبکستان غواړي په افغانستان کې اوږد مهاله اقتصادي پروژې پيل کړی.

د ازبکستان پلاوي ويلي؛ د دوی حکومت او سوداګر حاضر دي، چې د نفتو په استخراج او نورو کاني برخو کې پانګونه وکړي.

د طالبانو د سياسي مرستيال دفتر نن یکشنبه په يوې خبرپانه کې ليکلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير الهام محکموف په مشرۍ يوه پلاوي د مولوي عبدالکبير سره په ليدنه کې د ځینو اقتصادي پروژو اړوند خبري کړي.

اعلاميه زیاتوي پلاوي له دوی غوښتي دي، چې د ازبکستان حکومت او پانګوال د نفتو په استخراج، له ډبرو سکرو څخه د برېښنا توليد، سمنټو او نورو کاني برخو کې پانګې اچونې ته حاضر دي.

په اعلاميه کې راغلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير، د ولسمشر ځانګړي استازي او راغلي پلاوي ټینګار وکړ، چې د سېمې په کچه به د افغانستان ترانزيټ ته وده ورکړي.

اعلاميې د ترانسپورت د وزير الهام محکموف له قوله ليکلي: «د کابل او تاشکند د ترانسپورټ او سوداګرۍ راکړې ورکړې کچه اوه برابره لوړه شوې ده او هڅه کوو د طالبانو سره په همږغۍ د حيرتان بندر کاري مهالوېش ۲۴ ساعتونو ته لوړ کړو.»

د طالبانو سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير پلاوي ته د بهرنیو پانګوالو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د ازبکستان څخه راغلي پلاوي نن د طالبانو د بهرنيو چارو له وزير امير خان متقي سره هم ليدلي او ويلي يې وو، چې د یو تخنيکي ډلې سره د اوسپنې پټلۍ د چارو د ژر پيلېدو لپاره کابل ته راغلي دي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزير: که امربالمعروف په يوه هېواد کې نه وي هلته عذاب نازليږی

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۱ GMT+۱

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير په کابل کې د صنعت اونۍ په ځانګړې غونډه کې وويل؛ که يو هېواد امربالمعروف او نهې عن المنکر ونه لري هلته عذاب نازليږي. نورالدین عزيزي زياتوي، چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت ټولو ستونزو او د خلکو غوښتونو ته رسېدنه کړې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزيزي نن یکشنبه د صنعت اونۍ په ځانګړې غونډه کې وويل؛ د دوی د مامورينو د همکارۍ نه کولو پر مهال خلک کولی شي، چې د امربالمعروف وزارت د شکایتونو ادارې سره خپله ستونزه شریکه کړي.

نوموړي وايي، چې دا اداره ټولې چاري تعقيبوي او د خلکو ستونزو ته رسېدونه کوي.

نوموړي په دې غونډه کې وويل: «موږ په خپل څنګ کې ښه همکار لرو، که په يوه هېواد کې امربالمعروف او نهې عن المنکر اداره نه وي، خدای ناخواسته پر هغه هېواد عذاب را نازليږي.»

نوموړي پر داسي مهال د دې وزارت د کارونو ستاینه کوي، چې د هېواد په ډېرو برخو کې خلک، سوداګر او ان مېرمنې د امربالمعروف وزارت د کارونو څخه ناخوښه دي.

ډېری کسان وايي، چې دغه وزارت په زور پر ټولني ځنې شيان تطبیق او عملي کوي.

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده هم دغه وزارت ته پوره صلاحيت ورکړی او ان وزارتونه یې مکلف کړي، چې د دې ادارې خبرو او لارښوونو ته غوږ ونيسي.

د امربالمعروف وزارت په خپلو ټولو شفاهي امرونو کې پر ځوانانو، مېرمنو او ټولنې بېلابيل بنديزونه لګولي.

له ږيرې او وېښتانو جوړولو نېولې، تر موسيقۍ، د مېرمنو پر تفريح ځایونو او يوازې تګ بنديز هغه څه دي، چې له امله یې د دغه وزات محتسبینو خلک وهلي او ډبولي هم دي.

د دې وزارت د کار کوونکو يو شمېر هغه ويډيوګانې، چې افغانستان انټرنشنل – پښتو تر لاسه کړي، پکې ليدل کیږي، چې په عام بازار کې مېرمنې وهي او په زور يې د «بې حجابۍ په نوم» تر زندانه رسولي.

ډېرو بشري سازمانونو، مدافع بنسټونو او د نړۍ ډېرو هېودونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له شپږم ټولکي څخه پورته د نجونو پر زده کړو، کار کولو او ورزش بندیزونه، په رسنیو کې پر ښځینه خبریالانو محدودیتونه او د دوی په بندخونو کې د ښځو ځورول له ټولو بشري حقونو څخه سرغړونه بللې او د طالبانو څخه يې د دې بنديزونو د ليري کېدو غوښتنې کړي دي.

په افغانستان کې مرګونی سېلاب؛ د ایران استازی وایي، د خلکو د ژغورنې زرین ساعتونه ضایع کیږي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د بشري مرستو د منلو په برخه کې د طالبانو پر "غیر متوازن چلند" او "نامعلومې کړنلارې" نیوکه وکړه.

کاظمي قومي وايي؛ د انسانانو د ژوند د ژغورلو طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول کېږي.

ښاغلي قومي د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هرات د خونړۍ زلزلې پر مهال د خلکو د ژغورلو پر ځای طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول شوي دي.

دغه ایراني ډېپلومات ویلي، چې دغه ډول کړنلارې "پرېکړه کول ستونزمن کړي دي."

د ایران سفیر اعلان وکړ، چې د طالبانو د غوښتنې په صورت کې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، چې د افغانستان د شمالي ولایتونو سېلاب ځپلو ته د سرې میاشتې او د خمیني د مرستې کمېټې له لارې مرستندویه ځواکونه، طبي ټیمونه او د خلکو مرستې ورسوي.

طالبانو تر اوسه د ایران د مرستې د ورکړې اعلان ته ځواب نه دی ویلی.

د ایران استازي له طالبانو وغوښتل، چې د مرستې غوښتنه دې په څرګند ډول مطرح کړي.

د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې د سېلابونو له راوتو درې ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه د پام وړ مرستې سېلاب ځپلو ته نه دي رسېدلي.