• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په افغانستان کې مرګونی سېلاب؛ د ایران استازی وایي، د خلکو د ژغورنې زرین ساعتونه ضایع کیږي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د بشري مرستو د منلو په برخه کې د طالبانو پر "غیر متوازن چلند" او "نامعلومې کړنلارې" نیوکه وکړه.

کاظمي قومي وايي؛ د انسانانو د ژوند د ژغورلو طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول کېږي.

ښاغلي قومي د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هرات د خونړۍ زلزلې پر مهال د خلکو د ژغورلو پر ځای طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول شوي دي.

دغه ایراني ډېپلومات ویلي، چې دغه ډول کړنلارې "پرېکړه کول ستونزمن کړي دي."

د ایران سفیر اعلان وکړ، چې د طالبانو د غوښتنې په صورت کې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، چې د افغانستان د شمالي ولایتونو سېلاب ځپلو ته د سرې میاشتې او د خمیني د مرستې کمېټې له لارې مرستندویه ځواکونه، طبي ټیمونه او د خلکو مرستې ورسوي.

طالبانو تر اوسه د ایران د مرستې د ورکړې اعلان ته ځواب نه دی ویلی.

د ایران استازي له طالبانو وغوښتل، چې د مرستې غوښتنه دې په څرګند ډول مطرح کړي.

د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې د سېلابونو له راوتو درې ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه د پام وړ مرستې سېلاب ځپلو ته نه دي رسېدلي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

د روغتیا سازمان د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د اووه مټریک ټنه طبي تجهیزاتو مرسته وکړه

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۹ GMT+۱

د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې د افغانستان په شمال کې د سېلاب ځپلو سره د مبارزې لپاره یې "سمدستي" اووه مټریک ټنه اړین درمل او طبي وسایل مرسته کړې ده.

دغه سازمان زیاته کړه، چې د څښاک د پاکو اوبو رسولو، د حفظ الصحې بسته بندۍ او د روغتیايي اسانتیاو د برابرولو هڅې روانې دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د طبي مرستو لېږد د افغانستان په شمال کې له سېلاب ځپلو سره د مرستې لپاره د دې سازمان د هڅو یوه برخه ده.

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي جمشید تنولي وویل: "موږ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي وړاندې کوو او له روغتیايي چارواکو او خپلو همکارانو سره یوځای په اغیزمنو سیمو کې اړینو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی پېدا کړو."

د روغتیا د نړۍوال سازمان دغه چارواکي ټینګار وکړ، چې د دغه سازمان کارکوونکي اوس مهال په سېلاب ځپلو سیمو کې حضور لري او له خلکو سره د مرستې هڅه کوي.

د روغتیا نړۍوال سازمان هم ویلي، چې د سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو کره شمېره لا نه ده معلومه او د دغه سازمان چارواکي له نورو روغتیايي بنسټونو سره په ګډه د وضعیت په اړه څېړنې کوي.

د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، چې په سېلاب ځپلو سیمو کې د اوبو له لارې د ناروغیو د احتمالي خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان وايي؛ په افغانستان کې د سېلابونو له امله په اتو سیمو کې تر دوه زره ډېر کورونه ویجاړ شوي او سلګونه کسان په دغو پېښو کې بې ځایه شوي دي.

د طالبانو او د خوړو د نړۍوال سازمان د تازه خپرو شویو شمېرو له مخې؛ په بغلان کې د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.

د پاکستان برید: طالبانو کندهار ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر د دوی د برید له امله لغوه کړ

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ پر پکتیکا ولایت د دغه هېواد د هوايي او توغندیزو بریدونو له امله کندهار ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر لغوه کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان يو پوځي پلاوی د يکشنبې په ورځ د غويي په ٢٣مه له راولپنډۍ څخه کندهار ته ولاړ شي.

د پاکستان امنیتي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو له لوري د دغه پلاوي سفر لغوه شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د دغه سفر د لغوه کېدو اصلي لامل "د هوا حالات" بللی؛ خو په حقيقت کې "پکتيکا کې د پنجشنبې د ورځې هوايي بريد اصلي لامل دی."

د پکتیکا د برید او د هغې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره جزییات نه دي په ډاګه شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل یو سند ترلاسه کړی و، چې په کې ښودل شوي وو، چې پاکستان کابل ته د یوه رسمي مکتوب په استولو سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته د الوتکې د الوتنې د وخت او د ناستې د وخت جزییات ورکړي دي.

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان د "منځنیو رتبو" پوځي چارواکو یو پلاوی د هبت الله اخوندزاده له نږدې والي محمد علي حنفي سره چې په "ملا شیرین اخوند" مشهور و، وویني او په دې توګه د طالبانو مشر ته د پاکستان پیغام ورسوي.

پاکستاني سرچېنو مخکې تایید کړې وه، چې په دې غونډه کې به د فرضي کرښې د مدیریت او ټي ټي پي پر مسالې خبرې وشي.

پاکستان وايي؛ تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل ډله پراخه کړې او د دغه هېواد له خاورې د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کوي.

د پاکستان دا ادعا طالبانو له خوا تل رد شوې ده.

طالبانو په رسمي ډول پر پکتیکا د پاکستاني هوايي ځواکونو د بریدونو او د پاکستاني پلاوي د سفر د لغوه کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

ایراني چارواکي: افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات درې برابره زیات شوي دي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۱

ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو په صادراتو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی. د ایران د کلیو د همکارې موسسې مسوول روح الله لطیفي وايي؛ افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات ۱۹۸ سلنه زیات شوي دي.

رکنا خبري اژانس د روح الله لطیفي په حواله خبر ورکړی، چې ایران تېر کال ۲۲۱ ټنه زعفران ۵۵ هېوادونو ته صادر کړي وو؛ خو د وزن له پلوه د صادراتو د زیاتوالي او د دغه محصول د بیې د لوړوالي له امله په نړۍوالو بازارونو کې د ایران بیه ۱۵،۷ سلنه راټیټه شوې ده.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې په نړۍوال بازار کې د ایراني زعفرانو د بیې د راټېټېدو اصلي لامل د ګمرکي تعرفې لوړوالی او د افغانستان له خوا د دغه محصول پېرل دي.

هغه وویل: «د افغانستان او هند د ګډ تړون له مخې؛ افغانستان له ګمرکي محصول پرته هند ته زعفران صادروي او دا د دې لامل شوی چې ایران د خپلو زعفرانو ستر پېرودونکی (هند) له لاسه ورکړي.»

هغه زیاته کړه، چې اوس د هند له خوا د اړتیا وړ ۵۰ ټنه زعفران د ایران له زعفرانو سره د افغانستان له لارې واردیږي.

تر دې وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران ۹ هېوادونو ته صادر کړي وو.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې افغانستان د دغه هېواد زعفران پېري او د افغاني محصول په توګه یې پر بهرنیو مشتریانو پلوري.

طالبانو بیا تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

طالبان: ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د چارو د پيل لپاره افغانستان ته تخنيکي ډله رالېږلې ده

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، د ازبکستان د ترانسپورټ وزير د ولسمشر ځانګړی استازی او د تخنيکي برخو بېلابېلي ډلې د اوسپنې پټلۍ د چارو د ژر پيلېدو لپاره کابل ته راغلي دي.

طالبان وایي، ازبکستان د «جيولوجي، کانونو، ګازو، فرهنګي او سوداګريزو» برخو کې کار کولو ته چمتو دي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه پر خپله اېکس پاڼه په يوې اعلاميه کې ليکلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير الهام محکموف، د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوی په کابل کې د دوی له وزير امیرخان متقي سره ليدلي دي.

طالبان وايي؛ په دې ناسته کې ازبکستان ژمنه او ټينګار کړی، چې افغانستان به د سېمې په ټرانزيټي مرکز بدلوي.

د طالبانو وزارت په خپله اعلاميه کې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير له قوله ليکلي: « افغان – ټرانس پروژې عملي پېل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي»

اعلامیه زياتوي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير محکموف ويلي، چې د دوی سره راغلي ډلې به د کانونو او پټروليم وزارت، سوداګرو او نورو طالب مسولينو سره هم ناستې ولري.

هغه ويلي، چې په افغانستان کې د «نفتو، ګازو، اکتشاف او استخراج» او نورو برخو کې عملي کار ته چمتو دي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي وويل، چې په راتلونکې اونۍ کې به يو بل پلاوی د یو ميليون ټن ډبرو سکرو د رانيولو لپاره کابل ته راشي.

په ناسته طالب وزير اميرخان متقي له راغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې په تعليمي او روغتيایي برخو کې د همکارۍ ترڅنګ سوداګريزي چاري ګړندۍ، سوداګريزو او سياحتي وزيرو د اسانې په برخه کې باید د دغه هېواد پاملرنه زیاته شي.

راغلي پلاوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه او زياته يې کړه: «چمتو يو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کوو.»

کندهار کې د زده‌کوونکو کورنۍ: له اولادونو سره مو په ښوونیزو مرکزونو کې تاوتریخوالی کیږي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۱

په کندهار کې د زده‌کوونکو کورنۍ شکایت کوي، چي په ښوونیزو مرکزونو کې یې اولادونه د ښوونکو له لوري وهل کیږي او ماشومانو یې د زده‌کړو روحیه له لاسه ورکړې. دوی وايي، ښوونکي او ملایان یې واړه په لښتو او کېبلونو وهي او سختې سزاګانې ورکوي.

له دغه ولایت څخه د ځینو ماشومانو کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په ښوونځیو او مدرسو کې د ښوونکو او ملایانو له لوري د دوی له ماشومانو سره بد چلند کیږي.

د ماشومانو کورنۍ چې د طالبانو له ډاره نه غواړي خپل هویت څرګند کړي وايي؛ ماشومان یې په ښوونځیو او مدرسو کې د ښوونکو او ملایانو له لوري په ډیره بې رحمۍ ډبول کیږي. «زوی مې اوه کلن دی په کندهار ښار کې د نعمانیه په نوم مدرسې ته د دیني زده‌کړو لپاره ځي خو څو ورځې مخکې مې زوی د مدرسې له تګه انکار کاوه ویل یې چې د مدرسې ملا ډیره سخته سزا ورکړې، کله چې مې د زوی بدن ولید نو په ډیره بې رحمۍ په لښتو او کیبل وهل شوی و.»

همدارنګه د کندهار یوه بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې دلته ذکر شي وايي:«زما زامن زه په ډیرې سختۍ مدرسې او ښوونځي ته استوم هغوی د ښوونځي او مدرسې له نوم اخیستلو ډاریږي وايي زموږ ښوونکي موږ ته سختې سزاګانې راکوي.»

د کندهاريو ماشومانو کورنۍ وايي په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست ته یې په ځلونو د خپلو اولادونو شکایتونه کړي خو تر اوسه پورې هغوی په دې اړه هیڅ ګام نه دی اخیستی.

په کندهار ولایت کې یو شمېر کورنۍ وايي، په ښوونځیو او مدرسو کې د ښوونکو او ملایانو له لوري ماشومانو ته د سختو سزاګانو په ورکولو سره یې ماشومانو ته روحي ستونزې پیدا شوې دي.