• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: ازبکستان د اوسپنې پټلۍ د چارو د پيل لپاره افغانستان ته تخنيکي ډله رالېږلې ده

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۱۱ GMT+۱

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت وايي، د ازبکستان د ترانسپورټ وزير د ولسمشر ځانګړی استازی او د تخنيکي برخو بېلابېلي ډلې د اوسپنې پټلۍ د چارو د ژر پيلېدو لپاره کابل ته راغلي دي.

طالبان وایي، ازبکستان د «جيولوجي، کانونو، ګازو، فرهنګي او سوداګريزو» برخو کې کار کولو ته چمتو دي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن یکشنبه پر خپله اېکس پاڼه په يوې اعلاميه کې ليکلي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير الهام محکموف، د ولسمشر ځانګړی استازی عصمت الله ایرګشوف او مل پلاوی په کابل کې د دوی له وزير امیرخان متقي سره ليدلي دي.

طالبان وايي؛ په دې ناسته کې ازبکستان ژمنه او ټينګار کړی، چې افغانستان به د سېمې په ټرانزيټي مرکز بدلوي.

د طالبانو وزارت په خپله اعلاميه کې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير له قوله ليکلي: « افغان – ټرانس پروژې عملي پېل او امکان سنجۍ لپاره یې د انجنیرانو یو ټیم له ځان سره راوستی، چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ او نورو اړونده ادارو سره به عملا خپل کار پېل کړي»

اعلامیه زياتوي، چې د ازبکستان د ترانسپورټ وزير محکموف ويلي، چې د دوی سره راغلي ډلې به د کانونو او پټروليم وزارت، سوداګرو او نورو طالب مسولينو سره هم ناستې ولري.

هغه ويلي، چې په افغانستان کې د «نفتو، ګازو، اکتشاف او استخراج» او نورو برخو کې عملي کار ته چمتو دي.

د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي وويل، چې په راتلونکې اونۍ کې به يو بل پلاوی د یو ميليون ټن ډبرو سکرو د رانيولو لپاره کابل ته راشي.

په ناسته طالب وزير اميرخان متقي له راغلي پلاوي څخه وغوښتل، چې په تعليمي او روغتيایي برخو کې د همکارۍ ترڅنګ سوداګريزي چاري ګړندۍ، سوداګريزو او سياحتي وزيرو د اسانې په برخه کې باید د دغه هېواد پاملرنه زیاته شي.

راغلي پلاوی د ستونزو د حل ژمنه وکړه او زياته يې کړه: «چمتو يو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګمرکي او سرحدي خدمات ۲۴ ساعته کوو.»

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

کندهار کې د زده‌کوونکو کورنۍ: له اولادونو سره مو په ښوونیزو مرکزونو کې تاوتریخوالی کیږي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۶ GMT+۱

په کندهار کې د زده‌کوونکو کورنۍ شکایت کوي، چي په ښوونیزو مرکزونو کې یې اولادونه د ښوونکو له لوري وهل کیږي او ماشومانو یې د زده‌کړو روحیه له لاسه ورکړې. دوی وايي، ښوونکي او ملایان یې واړه په لښتو او کېبلونو وهي او سختې سزاګانې ورکوي.

له دغه ولایت څخه د ځینو ماشومانو کورنیو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې په ښوونځیو او مدرسو کې د ښوونکو او ملایانو له لوري د دوی له ماشومانو سره بد چلند کیږي.

د ماشومانو کورنۍ چې د طالبانو له ډاره نه غواړي خپل هویت څرګند کړي وايي؛ ماشومان یې په ښوونځیو او مدرسو کې د ښوونکو او ملایانو له لوري په ډیره بې رحمۍ ډبول کیږي. «زوی مې اوه کلن دی په کندهار ښار کې د نعمانیه په نوم مدرسې ته د دیني زده‌کړو لپاره ځي خو څو ورځې مخکې مې زوی د مدرسې له تګه انکار کاوه ویل یې چې د مدرسې ملا ډیره سخته سزا ورکړې، کله چې مې د زوی بدن ولید نو په ډیره بې رحمۍ په لښتو او کیبل وهل شوی و.»

همدارنګه د کندهار یوه بل اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې دلته ذکر شي وايي:«زما زامن زه په ډیرې سختۍ مدرسې او ښوونځي ته استوم هغوی د ښوونځي او مدرسې له نوم اخیستلو ډاریږي وايي زموږ ښوونکي موږ ته سختې سزاګانې راکوي.»

د کندهاريو ماشومانو کورنۍ وايي په دغه ولایت کې د طالبانو د پوهنې ریاست ته یې په ځلونو د خپلو اولادونو شکایتونه کړي خو تر اوسه پورې هغوی په دې اړه هیڅ ګام نه دی اخیستی.

په کندهار ولایت کې یو شمېر کورنۍ وايي، په ښوونځیو او مدرسو کې د ښوونکو او ملایانو له لوري ماشومانو ته د سختو سزاګانو په ورکولو سره یې ماشومانو ته روحي ستونزې پیدا شوې دي.

د طالبانو کابل امنیه قوماندانۍ: الله ګل مجاهد د قتل په یوه قضیه کې تورن او نیول شوی

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۰:۳۶ GMT+۱

د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، الله ګل مجاهد د سعدالله د وژنې په یوه قضیه کې تورن پېژندل شوی او د محکمې تر حکم پورې به بندي وي. خالد ځدراڼ ویلي؛ الله ګل مجاهد د یوه کس د وژلو په تور نیول شوی او دا مهال د پولیسو په بند کې دی.

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د یو کس د وژلو په قضیه کې تورن پېژندل شوی.

د ځدراڼ په خبره، ثبوتونو ته په کتو یې دمګړۍ یې الله ګل مجاهد بندي کړی او د محکمې تر حکمه په بندخونه کې وي.

الله ګل مجاهد د افغانستان د پخواني حکومت د ولسي جرګې غړی و، نوموړي پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته پناه یوړه او هلته تر یوې مودې پاتې کېدو وروسته د طالبانو له لوري د جوړ شوي له شخصیتونو سره د تماس کمیسیون له لارې بېرته افغانستان ته راغلی.

طالبان: راتلونکو دوو ورځو کې د اوبو کچه لوړیږي او اټکل دی چې نور سېلابونو راووځي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو سېلابونو راوتلو په دوام د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت تازه خبرداری ورکړی چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړیږي او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د غوايي له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې د هېواد د سیندیزو حوزو په یو شمېر ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی.

دغه وزارت د بارانونو د تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هوا پيژندنې ادارې او د نړېوالې هوا پېژندنې ادارو د وړاندوینو په حواله په (پنج امو او کابل) سیندیزو حوزو کې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د واورو ویلې کېدو او بارانونو ورېدو له امله د (بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشیر، غوربند، کابل، لوګر، میدان وردګ، کنړ او لغمان سیندونو) کې د اوبو د کچې د لوړېدو ډېر اټکل شوی دی.

د طالبانو دغه وزارت په یادو سیمو کې د سیندونو په څندو کې له مېشتو اوسېدونکو غوښتني چې د سیندونو له څنډو څخه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه بېځایه شي.

طالبانو د هېواد په دوو سیندیزو حوزو کې داسې مهال د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی چې دوه ورځې وړاندې په بغلان کې د سېلابونو راوتلو له امله له ۳۰۰ څخه ډیر کسان مړه شول.

سرچینې: طالبانو په اروزګان کې خبریالانو ته ویلي، 'یا به ږیرې پرېږدئ یا هېواد'

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

له اروزګان ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په دغه ولایت کې سیمه ییزو خبریالانو ته ویلي چې «یابه ږیرې پریږدئ او یا هېواد.» اروزګان کې ځايي خبریالان وايي، طالبان يې په شخصي حریم او خپرونو کې لاسوهنه کوي.

له اروزګان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې تېره اونۍ د دغه ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبانو د سیمه ییزو راډیوګانو او ټلویزیونونو دفترونو ته ورغلي او د هغوی له خپرونو څخه د څارنې پر مهال یې خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته ویلي؛ چې «یابه ږیرې پریږدئ او ځان به په اسلامي شریعت برابر جوړوئ او یا به له هېواده وځئ.»

د امربالمعروف ریاست محتسبانو د اروزګان خبریالانو ته ویلي که «چېرې د یاد ریاست سپارښتنې په جدي توګه و نه منئ سخته سزا به ووینئ.»

د اروزګان د امربالمعروف محتسبانو د دغه ولایت د سیمه ییزو رسنیو مسوولانو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي، «که د خپلو کارکونکو په بڼه کې بدلون رانه ولي رسنۍ به یې ور وتړي.»

بل خوا په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې په اروزګان کې خبریالانو ته د امربالمعروف ریاست له لوري د شويو نویو سپارښتونو په اړه ناخبري ښودلې.

د اروزګان یو شمېر سیمه ییز خبریالان د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست تر څنګ د یاد ولایت د استخباراتو له لوري هم ورته په بېلابېلو برخو کې ګواښونه کیږي.

طالبان: له ایران او پاکستانه څه باندې دوه زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱۰۸ تنه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۱۸ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت وايي، یاد کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وايي، تېره ورځ شنبه د (غوايي ۲۲مه) له ایرانه ۱۷۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن یک شنبه د غوايي ۲۳مه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه کړل شویو کډوالو کې ۱۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه هرات کې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه کډوالو وزارت وايي، چې تېره ورځ ۳۴۹ تنه افغان کډوال د ننګرهار تورخم له لارې په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د خوړو نړېوال سازمان او د کډوالۍ په برخه کې د ملکرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال دې نور له دې هېواده ووځي او د پاکستان حکومت بیا د جون تر ۳۰مې نېټې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.

دغه کډوال داسې مهال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې سېلابونو ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او لاهم د چټکو بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداري ورکړل شوي.