• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ایران او پاکستانه څه باندې دوه زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱۰۸ تنه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۱۸ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت وايي، یاد کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وايي، تېره ورځ شنبه د (غوايي ۲۲مه) له ایرانه ۱۷۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن یک شنبه د غوايي ۲۳مه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه کړل شویو کډوالو کې ۱۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه هرات کې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه کډوالو وزارت وايي، چې تېره ورځ ۳۴۹ تنه افغان کډوال د ننګرهار تورخم له لارې په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د خوړو نړېوال سازمان او د کډوالۍ په برخه کې د ملکرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال دې نور له دې هېواده ووځي او د پاکستان حکومت بیا د جون تر ۳۰مې نېټې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.

دغه کډوال داسې مهال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې سېلابونو ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او لاهم د چټکو بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداري ورکړل شوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو د کندهار په نسايي ـ ولادي روغتون کې دوه ښځې د محرم نه لرلو له امله وهلې

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محرم نه لرلو له امله د کندهار د ښځو په روغتون کې یوه بوډۍ ښځه او د هغې مېندواره اینګور سختې وهلې دي. سرچينو زياته کړې، چې طالبانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی بېرته کور ته ستنې کړي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي (د غويي ٢٢مه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې دغه مېندواره مېرمن شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د معايناتو لپاره له خپلې خواښې سره روغتون ته تللې وه، چې د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.

سرچينه وايي؛ طالبان ناروغې ښځې د محرم نه لرلو له امله سپکوي او بېرته یې خپلو کورونو ته استوي.

هغه وويل: «دلته زموږ غږ څوک نه اوري، موږ دلته هیڅوک نه لرو.»

د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وورسته، ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو، کار کولو او له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بې برخې شوې.

د ویلو ده، چې طالبانو له محرم پرته د ښځو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

د جمهوري غوښتونکیو خوځښت: که واکمنو مسوولیت احساس کړی وای، مرګژوبله به دومره لوړه نه وه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکیو خوځښت په یوه اعلامیه کې په بغلان، تخار، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سیلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنۍ سره غمشریکي کړې او ویلي یې دي، که واکمنو مسوولیت احساس کړی واي، مرګژوبله به دومره لوړه نه وه.

په اعلامیه کې راغلي، چې باید پر افغانستان واکمنې ډلې سیلابونو ته لازم چمتووالی لرلای.
اعلامیه کاږي: “که واکمنو د مسئولیت احساس لرلای او د استبداد، انحصار او نفی د سیاست پر ځای یې پېښو ته د رسیدګۍ او نورو برخو کې وړ او مسلکي افغانان کار ته پریښي وای، نه یوازې چې تلفات به دومره زیات نه وو، بلکې د ډېرو اقتصادي زیانونو مخه هم نیول کېدلای شوه.”

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کې ۱۵۳ کسان مړه شوي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

منظور پښتین: د بغلان سیلابونو له امله د رامنځ ته شوي ځاني او مالي زیان له امله خواشیني یو

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د بغلان سیلاب ځپلو سره خپله همدردي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو له امله خواشینی شوی دی.

منظور پښتین د سې شنبې په ماښام ( د غویي ۲۲مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: «په بغلان کې د سېلابونه له امله خلکو ته د اوښتي ځاني او مالي زیان له امله خواشینی یو. زیانمنو شویو کورنیو ته تسلیت وایو.»

ښاغلي پښتین پر نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې د بغلان سیلاب ځپلو سره ودریږي او لاس نیوی یې وکړي.

په وروستیو ورځو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کې ۱۵۳ کسان مړه شوي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

د بشري حقونو یوه اداره: طالبانو د زده کړو د حقونو فعال فهیم عظیمي په یوه کال بند محکوم کړی

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۲۴ GMT+۱

د بشري حقونو سازمان فرانټ لاین د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې طالبانو د زده کړو د حقونو فعال احمد فهیم عظیمي د طالبانو له خوا په یو کال بند محکوم شوی دی.

فهیم عظیمي په ۱۴۰۲ کال کې د طالبانو د استخباراتو له خوا د کابل په کارته چهار سیمه کې ونیول شو او د پلچرخي زندان ته ولیږدول شو.

د بشري حقونو سازمان فرانټ لاین د سې شنبې په ورځ (د غویي ۱۸مه) وویل چې د بشري حقونو دغه فعاله په افغانستان کې د ښځو او نجونو د تعلیم له حق څخه د دفاع په خاطر په کابل کې د طالبانو د محکمې له خوا په بند محکوم شوی دی.

د دغه بنسټ د خبرپاڼې له مخې، طالبانو د دوشنبې په ورځ (د وري ۱۳مه) احمد فهیم عظیمي ته د یوه کال بند سزا اورولې ده.

فرانټ لاین لیکلي چې د بشري حقونو دغه فعال او د هغه کورنۍ د محکمې د حکم پر مهال حاضر نه وو.

د بشري حقونو دغه سازمان د ښاغلي عظيمي او د هغه د کورنۍ د امنيتي وضعيت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره د زده کړې د دغه فعال د ژر تر ژره خوشې کېدو او د هغه د کورنۍ د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان په اعلاميه کې د عظيمي د کورنۍ د ځينو غړو وضعيت "جدي" بلل شوى او ويل شوي، چې پلار يې د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه مغزي سکته کړې او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.

فرانټ لاین د زده کړو د حقونو د دغه فعال نیول کېدل، له هغه سره د طالبانو چلند او د ښاغلي عظیمي نا عادلانه محاکمه غندلې ده.

په اعلامیه کې راغلي: "طالبانو د زده کړو د حقونو د دغه فعال پاسپورټ او وسايل چې په کې د هغه لپ ټاپ، فلش میموري، تعليمي اسناد او ځینې نور اسناد ضبط کړي دي.

په تېرو درېیو کلونو کې طالبانو د بشري حقونو لسګونه فعالان، ښځې، خبریالان او نور کسان په بېلابېلو پلمو نیولي او شکنجه کړي دي.

په کابل کې د ۸ ولایتونود بي ګروپونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سيالۍ پيل شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندي د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ یې پيل کړې. په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ په خپله خبرپانه کې لیکلي، چې د همدې سياليو په لومړۍ لوبه کې ميمنې لوبډلې ۲۵ د ۲۱ نمرو په توپير میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سياليو لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د دې سياليو مخکښه لوبډله به د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کوي.

د ویلچر باسکټبال دغه سيالۍ د کابل په پارا المپيک ورزشي جمنازیم کې پيل شوي دي، چې پنځه ورځي به دوام وکړي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، چې له همدې سيالیو وروسته به د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د الف لوبډلې سیالی هم تر سره شي.

د بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، چې دا سيالۍ د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو او ویلچر باسکټابل لوبډلې د جوړلو په موخه جوړي شوي دي.