• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: راتلونکو دوو ورځو کې د اوبو کچه لوړیږي او اټکل دی چې نور سېلابونو راووځي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۰:۱۹ GMT+۱

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د خونړیو سېلابونو راوتلو په دوام د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت تازه خبرداری ورکړی چې د هېواد په سیندیزو حوزو کې د اوبو کچه لوړیږي او د سېلابونو راتلو اټکل شوی دی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د غوايي له ۲۳مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې د هېواد د سیندیزو حوزو په یو شمېر ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو راوتلو اټکل شوی.

دغه وزارت د بارانونو د تجزیې، د اقلیمي بدلون منفي اغېزو، د هوا پيژندنې ادارې او د نړېوالې هوا پېژندنې ادارو د وړاندوینو په حواله په (پنج امو او کابل) سیندیزو حوزو کې د سېلابونو راوتلو اټکل کړی.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د واورو ویلې کېدو او بارانونو ورېدو له امله د (بدخشان، تالقان، بغلان، پنجشیر، غوربند، کابل، لوګر، میدان وردګ، کنړ او لغمان سیندونو) کې د اوبو د کچې د لوړېدو ډېر اټکل شوی دی.

د طالبانو دغه وزارت په یادو سیمو کې د سیندونو په څندو کې له مېشتو اوسېدونکو غوښتني چې د سیندونو له څنډو څخه د ځاني او مالي زیانونو د مخنیوي په موخه بېځایه شي.

طالبانو د هېواد په دوو سیندیزو حوزو کې داسې مهال د اوبو د کچې د لوړېدو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی چې دوه ورځې وړاندې په بغلان کې د سېلابونو راوتلو له امله له ۳۰۰ څخه ډیر کسان مړه شول.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

سرچینې: طالبانو په اروزګان کې خبریالانو ته ویلي، 'یا به ږیرې پرېږدئ یا هېواد'

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

له اروزګان ولایت څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي چې د طالبانو امربالمعروف محتسبانو په دغه ولایت کې سیمه ییزو خبریالانو ته ویلي چې «یابه ږیرې پریږدئ او یا هېواد.» اروزګان کې ځايي خبریالان وايي، طالبان يې په شخصي حریم او خپرونو کې لاسوهنه کوي.

له اروزګان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې تېره اونۍ د دغه ولایت د امربالمعروف ریاست محتسبانو د سیمه ییزو راډیوګانو او ټلویزیونونو دفترونو ته ورغلي او د هغوی له خپرونو څخه د څارنې پر مهال یې خبریالانو او د رسنیو کارکونکو ته ویلي؛ چې «یابه ږیرې پریږدئ او ځان به په اسلامي شریعت برابر جوړوئ او یا به له هېواده وځئ.»

د امربالمعروف ریاست محتسبانو د اروزګان خبریالانو ته ویلي که «چېرې د یاد ریاست سپارښتنې په جدي توګه و نه منئ سخته سزا به ووینئ.»

د اروزګان د امربالمعروف محتسبانو د دغه ولایت د سیمه ییزو رسنیو مسوولانو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي، «که د خپلو کارکونکو په بڼه کې بدلون رانه ولي رسنۍ به یې ور وتړي.»

بل خوا په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ ادارې په اروزګان کې خبریالانو ته د امربالمعروف ریاست له لوري د شويو نویو سپارښتونو په اړه ناخبري ښودلې.

د اروزګان یو شمېر سیمه ییز خبریالان د نوم نه ښودلو په شرط وايي، د طالبانو د امربالمعروف ریاست تر څنګ د یاد ولایت د استخباراتو له لوري هم ورته په بېلابېلو برخو کې ګواښونه کیږي.

طالبان: له ایران او پاکستانه څه باندې دوه زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱۰۸ تنه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۱۸ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت وايي، یاد کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وايي، تېره ورځ شنبه د (غوايي ۲۲مه) له ایرانه ۱۷۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن یک شنبه د غوايي ۲۳مه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه کړل شویو کډوالو کې ۱۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه هرات کې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه کډوالو وزارت وايي، چې تېره ورځ ۳۴۹ تنه افغان کډوال د ننګرهار تورخم له لارې په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د خوړو نړېوال سازمان او د کډوالۍ په برخه کې د ملکرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال دې نور له دې هېواده ووځي او د پاکستان حکومت بیا د جون تر ۳۰مې نېټې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.

دغه کډوال داسې مهال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې سېلابونو ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او لاهم د چټکو بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداري ورکړل شوي.

سرچینې: طالبانو د کندهار په نسايي ـ ولادي روغتون کې دوه ښځې د محرم نه لرلو له امله وهلې

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۳:۴۶ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو د محرم نه لرلو له امله د کندهار د ښځو په روغتون کې یوه بوډۍ ښځه او د هغې مېندواره اینګور سختې وهلې دي. سرچينو زياته کړې، چې طالبانو له وهلو ټکولو وروسته هغوی بېرته کور ته ستنې کړي.

يوې سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي (د غويي ٢٢مه) افغانستان انټرنشنل ته وويل، چې دغه مېندواره مېرمن شاوخوا يوه اونۍ وړاندې د معايناتو لپاره له خپلې خواښې سره روغتون ته تللې وه، چې د طالبانو له لوري له تاوتریخوالي سره مخامخ شول.

سرچينه وايي؛ طالبان ناروغې ښځې د محرم نه لرلو له امله سپکوي او بېرته یې خپلو کورونو ته استوي.

هغه وويل: «دلته زموږ غږ څوک نه اوري، موږ دلته هیڅوک نه لرو.»

د ۱۴۰۰ کال په اوړي کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وورسته، ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو په ځانګړې توګه له زده کړو، کار کولو او له ټولنیزو او سیاسي فعالیتونو بې برخې شوې.

د ویلو ده، چې طالبانو له محرم پرته د ښځو پر سفر هم بندیز لګولی دی.

د جمهوري غوښتونکیو خوځښت: که واکمنو مسوولیت احساس کړی وای، مرګژوبله به دومره لوړه نه وه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۲:۴۵ GMT+۱

د افغانستان د جمهوري غوښتونکیو خوځښت په یوه اعلامیه کې په بغلان، تخار، بدخشان، غور او هرات ولایتونو کې د سیلابونو له امله د زیانمنو شوو کورنۍ سره غمشریکي کړې او ویلي یې دي، که واکمنو مسوولیت احساس کړی واي، مرګژوبله به دومره لوړه نه وه.

په اعلامیه کې راغلي، چې باید پر افغانستان واکمنې ډلې سیلابونو ته لازم چمتووالی لرلای.
اعلامیه کاږي: “که واکمنو د مسئولیت احساس لرلای او د استبداد، انحصار او نفی د سیاست پر ځای یې پېښو ته د رسیدګۍ او نورو برخو کې وړ او مسلکي افغانان کار ته پریښي وای، نه یوازې چې تلفات به دومره زیات نه وو، بلکې د ډېرو اقتصادي زیانونو مخه هم نیول کېدلای شوه.”

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کې ۱۵۳ کسان مړه شوي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

منظور پښتین: د بغلان سیلابونو له امله د رامنځ ته شوي ځاني او مالي زیان له امله خواشیني یو

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۱:۳۰ GMT+۱

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د بغلان سیلاب ځپلو سره خپله همدردي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو له امله خواشینی شوی دی.

منظور پښتین د سې شنبې په ماښام ( د غویي ۲۲مه) پر اېکس ټولنیزې شبکې یو پیغام کې لیکلي: «په بغلان کې د سېلابونه له امله خلکو ته د اوښتي ځاني او مالي زیان له امله خواشینی یو. زیانمنو شویو کورنیو ته تسلیت وایو.»

ښاغلي پښتین پر نړۍوالو بنسټونو غږ کړی چې د بغلان سیلاب ځپلو سره ودریږي او لاس نیوی یې وکړي.

په وروستیو ورځو کې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان، کندهار او نورو ولایتونو کې سېلابونو خلکو ته ډېر ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

د طالبانو کورنيو چارو وزارت وايي، د وروستيو سېلابونو له امله په دریو شمالي ولايتونو کې ۱۵۳ کسان مړه شوي دي.

خو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، یوازې بغلان کې تر ۳۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.