• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي: افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات درې برابره زیات شوي دي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۲ GMT+۱

ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو په صادراتو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی. د ایران د کلیو د همکارې موسسې مسوول روح الله لطیفي وايي؛ افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات ۱۹۸ سلنه زیات شوي دي.

رکنا خبري اژانس د روح الله لطیفي په حواله خبر ورکړی، چې ایران تېر کال ۲۲۱ ټنه زعفران ۵۵ هېوادونو ته صادر کړي وو؛ خو د وزن له پلوه د صادراتو د زیاتوالي او د دغه محصول د بیې د لوړوالي له امله په نړۍوالو بازارونو کې د ایران بیه ۱۵،۷ سلنه راټیټه شوې ده.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې په نړۍوال بازار کې د ایراني زعفرانو د بیې د راټېټېدو اصلي لامل د ګمرکي تعرفې لوړوالی او د افغانستان له خوا د دغه محصول پېرل دي.

هغه وویل: «د افغانستان او هند د ګډ تړون له مخې؛ افغانستان له ګمرکي محصول پرته هند ته زعفران صادروي او دا د دې لامل شوی چې ایران د خپلو زعفرانو ستر پېرودونکی (هند) له لاسه ورکړي.»

هغه زیاته کړه، چې اوس د هند له خوا د اړتیا وړ ۵۰ ټنه زعفران د ایران له زعفرانو سره د افغانستان له لارې واردیږي.

تر دې وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران ۹ هېوادونو ته صادر کړي وو.

د یاد وزارت چارواکي وايي، چې افغانستان د دغه هېواد زعفران پېري او د افغاني محصول په توګه یې پر بهرنیو مشتریانو پلوري.

طالبانو بیا تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ایران او پاکستانه څه باندې دوه زره کډوال افغانستان ته ستانه کړل شوي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۰۶:۵۸ GMT+۱

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، تېره ورځ ۲۱۰۸ تنه افغان کډوال له دوو ګاونډیو هېوادونه راستانه کړل شول چې ۱۸ پکې بې سرپرسته ماشومان هم شامل دي. دغه وزارت وايي، یاد کډوال په زور او خپله خوښه له پاکستان او ایرانه ستانه کړل شوي.

د طالبانو کډوالو او راستنېدونکو چاور وزارت وايي، تېره ورځ شنبه د (غوايي ۲۲مه) له ایرانه ۱۷۵۹ تنه افغان کډوال په جبري توګه او خپله خوښه راستانه کړل شول.

د طالبانو د کډوالو وزارت نن یک شنبه د غوايي ۲۳مه په اېکس پاڼه لیکلي چې، دغه کډوال د هرات د اسلام کلا له لارې هېواد ته راستانه کړل شوي.

د کډوالو وزارت وايي، په راستانه کړل شویو کډوالو کې ۱۸ تنه بې سرپرسته ماشومان دي، چې د کورنیو موندلو په موخه هرات کې د وارچایلډ موسسې ته سپارل شوي دي.

همدارنګه کډوالو وزارت وايي، چې تېره ورځ ۳۴۹ تنه افغان کډوال د ننګرهار تورخم له لارې په جبرې توګه له پاکستانه راستانه کړل شول.

د کډوالو وزارت وايي، له پاکستان او ایرانه راستانه کړل شوي اړمن کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان دفتر، د خوړو نړېوال سازمان او د کډوالۍ په برخه کې د ملکرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ته ورپېژندلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ایراني چارواکو ویلي، ناقانونه کډوال دې نور له دې هېواده ووځي او د پاکستان حکومت بیا د جون تر ۳۰مې نېټې د راجسټر شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده غځولې ده.

دغه کډوال داسې مهال افغانستان ته ستانه کړل شوي چې د دغه هیواد په شمالي ولایتونو کې سېلابونو ولسي خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه اړولي او لاهم د چټکو بارانونو او سیلابونو راوتلو خبرداري ورکړل شوي.

جاپان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اذلان شاه هاکي جام وګاټه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰ ام پړاو سياليو کې، جاپان نن (شنبه د غویي۲۲مه) د مالیزیا په ایپو ښار کې د اذلان شاه جام هاکي ټورنمنټ کې پاکستان ته ۱-۴ ماته ورکړه.

د کوارټرز په پای ته رسیدو سره لوبه د هر ټیم په دوه دوه ګولونو مساوي شوه.

په دوهم، دریم او څلورم پنالټي شوټ اوټ کې جاپان څلور پرله پسې ګولونه ووهل په داسې حال کې چې پاکستان یوازې یو ګول وکړای شو.

د یادولو وړ ده چې په پنالټي شوټ اوټ کې باید یو ګول په ۸ثانیو کې ترسره شي. پاکستان له ۵ پنالټي شوټونو ۲ هغهضایع کړل.

پاکستان تېر ځل په دغې سيالۍ کې د برونزو مډال ګټلی و. پاکستان وروستی ځل په ۲۰۱۱کال کې د اذلان شاه هاکي ټورنمنټ پای لوبه کړې وه اوپه وروستي ځل یې په ۲۰۰۳کال کې دغه سیالۍ ګټلې وه.

فاينل نه مخکې پاکستان درې لوبې ګټلي وې او دوه لوبې یې مساوي پای ته رسولې وې.

د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون د پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې ولوبیدلې.

په اسلام اباد کې یوې محکمې اصف علي زرداري ته د فساد په دوو دوسیو کې قضايي مصونیت ورکړ

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۵:۳۲ GMT+۱

په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د فساد په دوو دوسیو کې له محاکمې معافیت ورکړ. په دغو قضیو کې ښاغلی زرداري د کور جوړونې په یوه پروژه کې د بانکي فساد او د اوبو رسولو په یوه پروژه کې په فساد تورن شوی دی.

د فساد ضد دغې محکمې د شنبې په ورځ حکم وکړ، چې د پاکستان د ولسمشر په توګه د اصف علي زرداري له ټاکل کېدو راهیسې د هغه پر ضد هېڅ ډول محاکمه نه شي پیلېدای او پر وړاندې یې که کومه دوسیه ثبت شوې وه، هغه هم بنده ده.

په دغو قضیو کې په یوه کې ښاغلی زرداري تورن شوی چې یوه جعلي کمپنۍ یې جوړه کړې او بیا یې له دغه جعلي شرکت سره د پارک لین جوړولو پروژه کې برخه اخیستې او د پاکستان له ملي بانک یې د جعلي شرکت په نوم ۱.۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې په پور اخیستې او په شخصي بانک کې یې د خپل اصلي شرکت په شخصي حساب کې جمع کړې دي.

په یوه بله قضیه کې ښاغلی زرداري د پاکستان په سند کې د اوبو رسولو په یوه پروژه کې په فساد تورن شوی دی.

په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان د حکومت پر مهال د پاکستان د فساد ضد ادارې ښاغلی زرداري د بانکي فساد په قضیه کې نیولی و.

دې ادارې اوس عمران خان د مالي فساد په تور نیولی او زنداني کړی دی.

امریکا په غزه کې د اسراییل له‌خوا د امریکايي وسلو په احتمالي کارولو نیوکه وکړه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۰۶:۵۳ GMT+۱

امریکا د جمعې په ورځ د غزې په جګړه کې د اسراییل له‌خوا د امریکایي وسلو د احتمالي کارولو په اړه نیوکه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییل په غزه کې د امریکایي وسلې په کارولو له بشري قانونه سرغړونه کړې.

امریکا وایي، چې دا د "ارزونې وړ" ده چې اسراییل د اووه میاشتنۍ شخړې په لړ کې د نړۍوال بشري قانون سره په تضاد کې وسلې کارولې دي.
د دواړو متحدینو ترمنځ اړیکې د اونۍ په پیل کې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ګواښ وکړ که چیرې اسراییل پر رفح په بشپړ ډول برید ته دوام ورکړي؛ نو دغه هېواد ته د وسلو لېږد به ودروي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د جمعې په ورځ وویل، که اسراییل په رفح پراخه ځمکني عملیات پیل کړي غزه به د "ستر بشري ناورین" له ګواښ سره مخ شي.
په همدې حال کې فرانسې هم له اسراییله وغوښتل، چې پرته له ځنډه په رفح کې خپل عملیات ودروي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې هم په ځواب کې ویلي، چې هېڅ ډول فشار به دوی له خپل هېواده له دفاع را ونه ګرځوي.

هغه زیاته کړه: "موږ به یوازې ودرېږو."

له بل پلوه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسراییل د رفح ختیځ ته پوځي پرمختګ پیل کړی او پر ښار یې بریدونه زیات کړي، شاوخوا ۱۱۰ زره فلسطینیان له دغې سیمې تښتېدلي دي.

دغې ادارې زیاته کړه، دوی چې هرچیرې ځي د اسراییل د بریدونو له دوامدار ګواښ سره مخامخېږي.
دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي:« د غزې په تړانګه کې هیڅ ځای خوندي نه دی او د ژوند شرایط خورا ناوړه دي.»

ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په دغه سازمان کې د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین غوښتنې ملاتړ وکړ

۲۱ غویی ۱۴۰۳ - ۱۰ می ۲۰۲۴، ۲۲:۰۷ GMT+۱

د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د دې سازمان د بشپړ غړیتوب لپاره د فلسطین د هڅو ملاتړ وکړ. همدا راز، دغې غونډې د ملګروملتونو امنیت شورا ته سپارښتنه وکړه چې د یوه خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو غوښتنه په مثبت نظر سره وڅیړي او په رسمیت یې وپیژني.

د عمومي اسامبلې د ۱۹۳غړو رایه، په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب د ترلاسه کولو په اړه، د نړۍوالې ټول پوښتنې په توګه ارزول شوې چې په عملي توګه یو خپلواک فلسطیني دولت په رسمیت پیژني.

تېره میاشت امریکا د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د فلسطین د غړیتوب په اړه رای اچونه ویټو کړه.

عمومي اسامبلې د ١٤٣ موافقو او د امریکا او اسراییل په ګډون د ٩ مخالفو رايو سره دغه پرېکړه ليک تصويب کړ. ۲۵هېوادونو هم ممتنع رایه ورکړه.

د عمومي اسامبلې پرېکړه لیک چې د جمعې په ورځ تصویب شو د ۲۰۲۴کال د سپټمبر له میاشتې فلسطینیانو ته د اسمبلې په سالون کې د دې سازمان د غړو هېوادونو تر منځ د یوې څوکۍ په ګډون زیات حقونه او امتیازات ورکوي، خو دوی ته به د رای ورکولو حق نه ورکول کیږي.

په ملګرو ملتونو کې د فلسطین سفیر ریاض منصور په مجلس کې له رای ورکولو مخکې وویل: "موږ سوله غواړو، موږ ازادي غواړو. مثبته رایه د فلسطین د شتون لپاره رایه ده، دا د هېڅ هېواد پر ضد نه ده او دا کار د سولې لپاره پانګه اچونه.»

د ملګرو ملتونو د بنسټ ایښودونکي منشور له مخې، د «سولې خوښونکو هېوادونو» د غړیتوب لپاره چې په دې سند کې موجود مسولیتونه ومني او د پلي کولو توان او لیوالتیا لري، رای اچونه ازاده دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراييل سفير ګيلاد اردان د خپلې وينا پر مهال د سازمان د منشور يوه کاپي څیرې او د "شرم پر تاسو" په شعار سره يې ټوټه ټوټه کړه.

په ملګرو ملتونو کې د بشپړ غړیتوب غوښتنه باید لومړی د امنیت شورا د ۱۵ غړو او بیا د عمومي اسامبلې له خوا تصویب شي. که چیرې دا اقدام د شورا له خوا بیا رایه اچونې ته وړاندې شي ، نو احتمال شته چې یو ځل بیا د متحده ایالاتو له خوا ویټو شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا مرستیال سفیر رابرټ ووډ د عمومي اسامبلې له رای ورکولو وروسته وویل چې په ملګرو ملتونو کې یو اړخیز اقدامات به د دوه دولتونو حل لاره له ستونزو سره مخامخ کړي.

هغه وويل: "زموږ رايه د فلسطيني دولت له جوړېدو سره مخالفت نه ښيي؛ موږ په څرګنده ويلي، چې موږ يې ملاتړ کوو او د هغه د پرمختګ غوښتونکي يوو. خو دا هم وایوو چې د یو هېواد جوړیدل د اړخونو تر منځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې کیدای شي.

فلسطینیان غواړي په لویدیځه غاړه، ختیځ بیت المقدس او د غزې په تړانګه کې یو دولت جوړ کړي. هغه سیمې چې د ۱۹۶۷کال جګړې کې اسراییل نیولي دي.

همدا راز، په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر د دوشنبې په ورځ وویل، که عمومي اسامبلې پرېکړه لیک تصویب کړي، نو تمه لري چې واشنګټن به د ملګرو ملتونو او ادارو سره یې مالي مرستې بندې کړي.

په ۲۰۱۱ کې، متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو سازمان کلتوري اژانس، یونیسکو، بودجه وروسته له هغه بنده کړې وه، چې فلسطین د دغه سازمان غړیتوب ترلاسه کړی و.

د پنجشنبې په ورځ، د متحده ایالاتو ۲۵جمهوري غوښتونکو سناتورانو د بندیزونه د سختولو لپاره یوه لایحه وړاندې کړه چې له مخې به یې په هر هغه ارګان چې فلسطینیانو ته حقوق او امتیازات ورکوي، د امریکا مالي مرستې به پرې بندې شي.