• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال په جبري توکه له پاکستانه راستانه کړل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۱

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه ۸۴ کورنۍ د سپین بولدک او توخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) ۳۶۳ تنه افغان کډوال د کندهار له سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.

دغه وزات د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي؛ ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۸ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې.

همدرانګه د کډوالو وزارت وايي؛ ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

طالبان وایي؛ له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شوي ټول افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ته ورپيژندلي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د غځولو خبر ورکړی و.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې د مساپرو د یوه بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او ګڼ ټپیان شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد سیند صوبې، د مټیاري سیمې پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له امله پنځه تنه مړه او له ۱۲ ډېر ټپیان دي. ځايي پولیسو ویلي، چې په مړو کې دوه ماشومان او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو په وينا، چې په پېښه کې د مړو جسدونه او ټپیان د مټیاري او حیدراباد روغتونونو ته لیږدول شوي.

پاکستاني رسنیو د ځايي پولیسو له قوله نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) ویلي چې دغه مساپر وړونکى بس له پنجاب څخه کراچۍ ته روان و، چې د بس موټر د چلوونکي په ګډون پنځه تنه پکې مړه شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د مټیاري لویې لارې په ټرافيكي پېښه او د قربانیانو له کورنیو سره د دغې پیښې په اړه خواشیني څرګنده كړې.

د پاکستان په لویو لارو د بې احتیاطۍ او ګاډو د چټګ تګ له امله تل لویې لارۍ او د سورلۍ بس موټرونه سره ټکر کوي چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله اوړي.

ایرانی چارواکی: د افغانستان قیمتي ډبرې د ایران په بازارونو کې پلورل کیږي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۵۷ GMT+۱

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، له افغانستانه اېستل شوې قیمتي ډبرې له قاچاقي لارو ایران ته واردېږي او د ایران په بازارونو کې پلورل کېږي. قدیر قیافه، ایلنا خبري اژانس ته وویل، «د دغو ډبرو استخراج د ایران او افغانستان ترمنځ د همکارۍ نښه کېدای شي.»

د ایلنا خبري اژانس د راپور له مخې قدیر قیافه د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) د افغانستان په کانونو کې د ایران پر پانګونې ټینګار کړی دی.

د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي، په افغانستان کې پانګونه د ایراني پانګوالو لپاره ګټوره تمامېدای شي.

ورته مهال نوموړي ویلي؛ د ایران د کانونو څو لویو شرکتونو د افغانستان کانونو ته د ننوتلو په موخه یوه تګلاره جوړه کړي او د ایران د فولادو یوه لویه کمپنۍ هم د افغانستان د کانونو بازار ته د ننوتلو لپاره جدي تصمیم نیسي.

د قدیر قیافه د څرګندونو له مخې، په تېرو څو کلونو کې د ایران او افغانستان تر منځ د کانونو پر موضوع باندې خبرې اترې او په تګ راتګ تمرکز شوی دی.

خو د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال وايي چې په دې هېواد کې داسې بانک نشته چې له پولې هاخوا له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو پورې د ایران سره د پروژو مالي ملاتړ وکړي او په ایران کې د کانونو د سوداګرۍ د خاوندانو ملاتړ وکړي.

د خراسان ولایت د اقتصادي چارو د همغږي کوونکي مرستیال حسن نوريزاده هم د غوايي په ۱۹مه وویل چې ټول کانونه په افغانستان کې موجوددي او دا د ایران لپاره یو ښه فرصت دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ۱۴۰۲ کال د تلې په میاشت کې د خراسان د والي اقتصادي مرستیال ابوالفضل چمندي رضوي طالبانو ته وړاندیز وکړ چې د افغانستان د کانونو د سپړلو لپاره دې یو ګډ شرکت جوړ کړي.

د قوش تېپې جام؛ نن بند امیر او مس عینک لوبډلې پایلوبه ترسره کوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی. د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.

په دغه سیالیو کې بست، بند امیر، مس عینک، سپین غر او امو په نوم پنځه لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د قوش تېپې جام سیالیو پایلوبې ته د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک او حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډلو لاره وموندله.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د یاد جام پایلوبه به نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د کابل نړېوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د بند امیر او مس عینک لوبډلو لوبدلمشران وايي لوبډلې یې د نن سترې پایلوبې لپاره ښه چمتوالي نیولي دي.

د ښځینه فعالانو یوه ډله: طالبان سېلاب ځپلو ته د رسېدو 'وړتیا' نه لري

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۴:۵۵ GMT+۱

د فعالو ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ وویل چې طالبان په افغانستان کې سېلاب ځپلو ته د رسېدو «وړتیا او سیاسي اراده» نه لري. «د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې» له نړیوالو مرستندویه موسسو وغوښتل چې د افغانستان په څو ولایتونو کې له سېلاب ځپلو سره بیړنۍ مرستې وکړي.

په افغانستان کې د سختو بارانونو لړۍ چې د سېلابونو لامل شوې شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې پیل شوه.

د جمعې په ماښام د غوايي ۲۱مه په افغانستان کې سخت توپانونه راغلل، چې په بدخشان، غور، سرپل، هرات، بغلان، فاریاب، تخار، کندز، جوزجان او کندهار کې یې ستر زیانونه واړول.

د افغانستان لپاره د کاناډا د ښځو ټولنې په یوه لیک کې ویلي: «د دغو ولایتونو نازک وضعیت ښيي چې واکمنه ډله (طالبان) سیاسي اراده او وړتیا نه لري چې د بې ګناه خلکو ژوند وژغوري او قربانیانو ته د ژوندي پاتې کیدو خدمتونه وړاندې کړي.»

دغو افغان او کاناډایي فعالانو په خپل لیک کې لیکلي چې په سېلاب ځپلو سیمو کې روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی او د ساري ناروغیو د خپرېدو ګواښ ډېر دی. زرګونه بې ځایه شوې کورنۍ سرپناه، روغتیايي خدمتونو او خوړو ته اړتیا لري.

دوی د دغه بشري ناورین په اړه د نړیوالو رسنیو پر بې غورۍ اندېښنه وښوده او له نړیوالو مرستندویه بنسټونو یې وغوښتل چې د خلکو د ژغورنې لپاره کار وکړي.

طالبانو ویلي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۳۵۰ کسان مړه شوي او تر ۱۶۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې ډېرو هېوادونو د طالبانو د واکمنۍ د مشروعيت نه لرلو له امله افغانستان ته د مستقيمو مرستو او د ژغورنې ډلې له لېږلو ډډه کړې ده.

د امریکا متحده ایالات، چې د افغانستان تر ټولو لوی مرسته کوونکی دی، د یکشنبې په ورځ وویل چې د دوی مرستندویه ادارې سېلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستې لکه اوبه او خواړه برابروي.

یو شمېر نورو هېوادونو لکه جاپان یوازې د وروستیو سېلابونو له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې ده.

علي باقري: افغانستان ته باید د لوستو افغانانو د راستنېدو زمینه برابره شي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۳:۳۶ GMT+۱

د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې سره په کتنه کې افغانستان ته له بهر څخه د لوستو افغانانو د راستنېدو غوښتنه وکړه. علي باقري همداراز وویل چې د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب د افغانانو د امنیت او هوساینې راوستل دي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې علي باقري د یکشنبې په ورځ له روزا اوتنبایوا سره په دوحه کې د راتلونکې غونډې په اړه خبرې اترې وکړې.

ښاغلي باقري وویل، په افغانستان کې د نړیوالو سازمانونو کړنلاره باید د خلکو ګټو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د امنیت، د دغه هېواد د پرمختګ او د افغانستان د خلکو د ژوند د ښه والي او هوساینې لامل شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز په افغانستان کې د سولې او ټيکاؤ راوستلو په بهیر کې د ملګرو ملتونو د رغنده رول په ادا کولو او همداشان په افغانستان کې د ګاونډیو هېوادونو په اغېزمن رول او وړتیا ټينګار وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، په دغه کتنه کې روزا اوتنبایوا د افغانستان له پرمختګ او ثبات سره د مرستې لپاره د سیمې او نړۍ د هیوادونو د دریځونو د همغږۍ په اړتیاټینګار وکړ.

ایرنا خبرياژانس لیکلی: «د ملګرو ملتونو استازې له یوې خوا د دواړو هیوادونو تر منځ د رغنده ملګرتیا د رامنځته کولو او پراختیا او له بلې خوا د افغانستان له سرپرست حکومت سره د ایران د جوړجاړي غوښتنه وکړه.»