• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان کې د مساپرو د یوه بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او ګڼ ټپیان شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد سیند صوبې، د مټیاري سیمې پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له امله پنځه تنه مړه او له ۱۲ ډېر ټپیان دي. ځايي پولیسو ویلي، چې په مړو کې دوه ماشومان او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو په وينا، چې په پېښه کې د مړو جسدونه او ټپیان د مټیاري او حیدراباد روغتونونو ته لیږدول شوي.

پاکستاني رسنیو د ځايي پولیسو له قوله نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) ویلي چې دغه مساپر وړونکى بس له پنجاب څخه کراچۍ ته روان و، چې د بس موټر د چلوونکي په ګډون پنځه تنه پکې مړه شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د مټیاري لویې لارې په ټرافيكي پېښه او د قربانیانو له کورنیو سره د دغې پیښې په اړه خواشیني څرګنده كړې.

د پاکستان په لویو لارو د بې احتیاطۍ او ګاډو د چټګ تګ له امله تل لویې لارۍ او د سورلۍ بس موټرونه سره ټکر کوي چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله اوړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله د افغانستان د رایې حق وځنډول شو

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي تایید کړه، چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله په موقت ډول ځنډول شوی دی.

یاد استازي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې دغه پیسې نه دي ورکړي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر ښاغلي نصر فایق وویل؛ هغه هېوادونه چې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس له دوو کلونو څخه زیات نه وي ورکړی، په دغه مجلس کې د رایې ورکولو له حق څخه به بې برخې دي.

له همدې امله د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) افغانستان ونه شو کړی، چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو د غړیتوب فیس هر کال شاوخوا دوه سوه زره ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې له دوو کلونو راهیسې یې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس نه دی ورکړی.

د روسیې پر سیمو د اوکراین د توغندیو په برید کې اووه تنه ووژل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د روسیې چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه اووه کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول، چې د روسیې د استوګنې پر بلاکونو د اوکراین له خوا توغول شوي توغندي ولګیدل.

په دغه برید کې چې په بېلګراد کې ترسره شوی، یو پوره بلاک ویجاړ شوی او تر اوسه په دغه سیمه کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

روسي چارواکي وايي؛ اوکراین د بېلګراد په سیمه د توغندیو یو پراخ برید پیل کړی و، چې په کې د توچکا بالیسټیک توغندیو، اډلر او ار ام - ۷۰ ویمپیر توغندي او د راکټ سیسټمونو کارول شوي‌ دي.

د پېښې له ځایه ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه ۱۰ منزله نړېدلي دي.

کله چې ژغورونکو ډلو د نړېدلې ودانۍ لاندې بندو کسانو د ویستلو لټه کوله، یو بل پوړ هم وندیده.

د روسیې د دفاع وزارت دغه برید "د استوګنې پر سیمو یو ترهګریز برید" بللی چې لږ تر لږه ۱۲ توغندي په کې کاریدلي وو.‌

اوکراین تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

په اسټرالیا کې د نیول شوي امریکايي پېلوټ وکیل وايي، چې هغه له چینايي هکر سره کار کاوه

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د امریکا د سمندري ځواکونو یو پېلوټ چې د چنایي پوځي پېلوټانو په روزولو تورن شوی، له اسټرالیا څخه د وېستل کېدو له ګواښ سره مبارزه کوي.

د هغه وکیل وايي، چې نوموړي بې له دې چې پوه شي له یو چینايي هکر سره کار کړی و.

دغه پېلوټ چینايي‌ پوځي پېلوټانو ته پر الوتکې وړونکو بېړیو د الوتکې د کېنولو زده کړې ورکړې وې.

۵۵ کلن ډینیل دوګن چې د اسټرالیا تابعیت لري، ویره لري چې د حساسو معلوماتو لپاره د لویدیځو استخباراتي ادارو غوښتنې د هغه کورنی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دوګن هغه تورونه ردوي، چې ګواکې د امریکا د وسلو د کنټرول قوانین یې مات کړي دي.

هغه د ۲۰۲۲ کال راهیسې په اسټرالیا کې په زندان کې دی. نوموړی په بېجینګ کې له شپږو کلونو کار کولو وروسته د بېرته راستنېدو پر مهال په اسټرالیا کې نیول شوی و.

د متحده ایالاتو چارواکو د سو بن په نوم چینايي هکر څخه په لاسته راغلي کمپیوټر کې د دوګن سره د دغه هکر د خبرو په اړه اسناد موندلي دي.

د اسټرالیا لوی څارنوال مارک ډریفوس به د دوګن د قضیې له اورېدو وروسته پرېکړه وکړي، چې هغه متحده ایالاتو ته تسلیم کړي او که نه.

په افغانستان کې مرګونی سېلاب؛ د ایران استازی وایي، د خلکو د ژغورنې زرین ساعتونه ضایع کیږي

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۴ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د بشري مرستو د منلو په برخه کې د طالبانو پر "غیر متوازن چلند" او "نامعلومې کړنلارې" نیوکه وکړه.

کاظمي قومي وايي؛ د انسانانو د ژوند د ژغورلو طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول کېږي.

ښاغلي قومي د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هرات د خونړۍ زلزلې پر مهال د خلکو د ژغورلو پر ځای طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول شوي دي.

دغه ایراني ډېپلومات ویلي، چې دغه ډول کړنلارې "پرېکړه کول ستونزمن کړي دي."

د ایران سفیر اعلان وکړ، چې د طالبانو د غوښتنې په صورت کې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، چې د افغانستان د شمالي ولایتونو سېلاب ځپلو ته د سرې میاشتې او د خمیني د مرستې کمېټې له لارې مرستندویه ځواکونه، طبي ټیمونه او د خلکو مرستې ورسوي.

طالبانو تر اوسه د ایران د مرستې د ورکړې اعلان ته ځواب نه دی ویلی.

د ایران استازي له طالبانو وغوښتل، چې د مرستې غوښتنه دې په څرګند ډول مطرح کړي.

د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې د سېلابونو له راوتو درې ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه د پام وړ مرستې سېلاب ځپلو ته نه دي رسېدلي.

د پاکستان برید: طالبانو کندهار ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر د دوی د برید له امله لغوه کړ

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي معلومات ښيي، چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ پر پکتیکا ولایت د دغه هېواد د هوايي او توغندیزو بریدونو له امله کندهار ته د پاکستاني پوځي پلاوي سفر لغوه کړی دی.

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان يو پوځي پلاوی د يکشنبې په ورځ د غويي په ٢٣مه له راولپنډۍ څخه کندهار ته ولاړ شي.

د پاکستان امنیتي سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړې، چې د طالبانو له لوري د دغه پلاوي سفر لغوه شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې طالبانو د دغه سفر د لغوه کېدو اصلي لامل "د هوا حالات" بللی؛ خو په حقيقت کې "پکتيکا کې د پنجشنبې د ورځې هوايي بريد اصلي لامل دی."

د پکتیکا د برید او د هغې د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه کره جزییات نه دي په ډاګه شوي.

تر دې وړاندې د افغانستان انټرنشنل یو سند ترلاسه کړی و، چې په کې ښودل شوي وو، چې پاکستان کابل ته د یوه رسمي مکتوب په استولو سره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ته د الوتکې د الوتنې د وخت او د ناستې د وخت جزییات ورکړي دي.

ټاکل شوې وه، چې د پاکستان د "منځنیو رتبو" پوځي چارواکو یو پلاوی د هبت الله اخوندزاده له نږدې والي محمد علي حنفي سره چې په "ملا شیرین اخوند" مشهور و، وویني او په دې توګه د طالبانو مشر ته د پاکستان پیغام ورسوي.

پاکستاني سرچېنو مخکې تایید کړې وه، چې په دې غونډه کې به د فرضي کرښې د مدیریت او ټي ټي پي پر مسالې خبرې وشي.

پاکستان وايي؛ تحریک طالبان پاکستان په دې وروستیو کې په افغانستان کې خپل ډله پراخه کړې او د دغه هېواد له خاورې د پاکستان پر بېلابېلو ښارونو بریدونه کوي.

د پاکستان دا ادعا طالبانو له خوا تل رد شوې ده.

طالبانو په رسمي ډول پر پکتیکا د پاکستاني هوايي ځواکونو د بریدونو او د پاکستاني پلاوي د سفر د لغوه کېدو د لامل په اړه څه نه دي ویلي.