د روسیې پر سیمو د اوکراین د توغندیو په برید کې اووه تنه ووژل شول

د روسیې چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه اووه کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول، چې د روسیې د استوګنې پر بلاکونو د اوکراین له خوا توغول شوي توغندي ولګیدل.

د روسیې چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه اووه کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول، چې د روسیې د استوګنې پر بلاکونو د اوکراین له خوا توغول شوي توغندي ولګیدل.
په دغه برید کې چې په بېلګراد کې ترسره شوی، یو پوره بلاک ویجاړ شوی او تر اوسه په دغه سیمه کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.
روسي چارواکي وايي؛ اوکراین د بېلګراد په سیمه د توغندیو یو پراخ برید پیل کړی و، چې په کې د توچکا بالیسټیک توغندیو، اډلر او ار ام - ۷۰ ویمپیر توغندي او د راکټ سیسټمونو کارول شوي دي.
د پېښې له ځایه ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه ۱۰ منزله نړېدلي دي.
کله چې ژغورونکو ډلو د نړېدلې ودانۍ لاندې بندو کسانو د ویستلو لټه کوله، یو بل پوړ هم وندیده.
د روسیې د دفاع وزارت دغه برید "د استوګنې پر سیمو یو ترهګریز برید" بللی چې لږ تر لږه ۱۲ توغندي په کې کاریدلي وو.
اوکراین تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د سمندري ځواکونو یو پېلوټ چې د چنایي پوځي پېلوټانو په روزولو تورن شوی، له اسټرالیا څخه د وېستل کېدو له ګواښ سره مبارزه کوي.
د هغه وکیل وايي، چې نوموړي بې له دې چې پوه شي له یو چینايي هکر سره کار کړی و.
دغه پېلوټ چینايي پوځي پېلوټانو ته پر الوتکې وړونکو بېړیو د الوتکې د کېنولو زده کړې ورکړې وې.
۵۵ کلن ډینیل دوګن چې د اسټرالیا تابعیت لري، ویره لري چې د حساسو معلوماتو لپاره د لویدیځو استخباراتي ادارو غوښتنې د هغه کورنی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.
دوګن هغه تورونه ردوي، چې ګواکې د امریکا د وسلو د کنټرول قوانین یې مات کړي دي.
هغه د ۲۰۲۲ کال راهیسې په اسټرالیا کې په زندان کې دی. نوموړی په بېجینګ کې له شپږو کلونو کار کولو وروسته د بېرته راستنېدو پر مهال په اسټرالیا کې نیول شوی و.
د متحده ایالاتو چارواکو د سو بن په نوم چینايي هکر څخه په لاسته راغلي کمپیوټر کې د دوګن سره د دغه هکر د خبرو په اړه اسناد موندلي دي.
د اسټرالیا لوی څارنوال مارک ډریفوس به د دوګن د قضیې له اورېدو وروسته پرېکړه وکړي، چې هغه متحده ایالاتو ته تسلیم کړي او که نه.

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي په بغلان کې سېلاب ځپلو ته د بشري مرستو د منلو په برخه کې د طالبانو پر "غیر متوازن چلند" او "نامعلومې کړنلارې" نیوکه وکړه.
کاظمي قومي وايي؛ د انسانانو د ژوند د ژغورلو طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول کېږي.
ښاغلي قومي د یکشنبې په ورځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د هرات د خونړۍ زلزلې پر مهال د خلکو د ژغورلو پر ځای طلايي ساعتونه په همغږۍ او مشورې لګول شوي دي.
دغه ایراني ډېپلومات ویلي، چې دغه ډول کړنلارې "پرېکړه کول ستونزمن کړي دي."
د ایران سفیر اعلان وکړ، چې د طالبانو د غوښتنې په صورت کې د ایران اسلامي جمهوریت چمتو دی، چې د افغانستان د شمالي ولایتونو سېلاب ځپلو ته د سرې میاشتې او د خمیني د مرستې کمېټې له لارې مرستندویه ځواکونه، طبي ټیمونه او د خلکو مرستې ورسوي.
طالبانو تر اوسه د ایران د مرستې د ورکړې اعلان ته ځواب نه دی ویلی.
د ایران استازي له طالبانو وغوښتل، چې د مرستې غوښتنه دې په څرګند ډول مطرح کړي.
د هېواد په شمالي ولایتونو او په ځانګړې توګه بغلان ولایت کې د سېلابونو له راوتو درې ورځې تېرې شوې؛ خو تر اوسه د پام وړ مرستې سېلاب ځپلو ته نه دي رسېدلي.

ایراني چارواکو اعلان وکړ، چې افغانستان ته د ایران د زعفرانو په صادراتو کې درې چنده زیاتوالی راغلی دی. د ایران د کلیو د همکارې موسسې مسوول روح الله لطیفي وايي؛ افغانستان ته د ایران د زعفرانو صادرات ۱۹۸ سلنه زیات شوي دي.
رکنا خبري اژانس د روح الله لطیفي په حواله خبر ورکړی، چې ایران تېر کال ۲۲۱ ټنه زعفران ۵۵ هېوادونو ته صادر کړي وو؛ خو د وزن له پلوه د صادراتو د زیاتوالي او د دغه محصول د بیې د لوړوالي له امله په نړۍوالو بازارونو کې د ایران بیه ۱۵،۷ سلنه راټیټه شوې ده.
دغه ایراني چارواکي ویلي، چې په نړۍوال بازار کې د ایراني زعفرانو د بیې د راټېټېدو اصلي لامل د ګمرکي تعرفې لوړوالی او د افغانستان له خوا د دغه محصول پېرل دي.
هغه وویل: «د افغانستان او هند د ګډ تړون له مخې؛ افغانستان له ګمرکي محصول پرته هند ته زعفران صادروي او دا د دې لامل شوی چې ایران د خپلو زعفرانو ستر پېرودونکی (هند) له لاسه ورکړي.»
هغه زیاته کړه، چې اوس د هند له خوا د اړتیا وړ ۵۰ ټنه زعفران د ایران له زعفرانو سره د افغانستان له لارې واردیږي.
تر دې وړاندې د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی و، چې په ۱۴۰۲ کال کې افغانستان د ۴۹ میلیونه ډالرو په ارزښت ۶۷ ټنه زعفران ۹ هېوادونو ته صادر کړي وو.
د یاد وزارت چارواکي وايي، چې افغانستان د دغه هېواد زعفران پېري او د افغاني محصول په توګه یې پر بهرنیو مشتریانو پلوري.
طالبانو بیا تر اوسه د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو دغې ادعا ته غبرګون نه دی ښودلی.

په اسلام اباد کې د فساد ضد یوې محکمې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ته د فساد په دوو دوسیو کې له محاکمې معافیت ورکړ. په دغو قضیو کې ښاغلی زرداري د کور جوړونې په یوه پروژه کې د بانکي فساد او د اوبو رسولو په یوه پروژه کې په فساد تورن شوی دی.
د فساد ضد دغې محکمې د شنبې په ورځ حکم وکړ، چې د پاکستان د ولسمشر په توګه د اصف علي زرداري له ټاکل کېدو راهیسې د هغه پر ضد هېڅ ډول محاکمه نه شي پیلېدای او پر وړاندې یې که کومه دوسیه ثبت شوې وه، هغه هم بنده ده.
په دغو قضیو کې په یوه کې ښاغلی زرداري تورن شوی چې یوه جعلي کمپنۍ یې جوړه کړې او بیا یې له دغه جعلي شرکت سره د پارک لین جوړولو پروژه کې برخه اخیستې او د پاکستان له ملي بانک یې د جعلي شرکت په نوم ۱.۵ میلیارده پاکستانۍ کلدارې په پور اخیستې او په شخصي بانک کې یې د خپل اصلي شرکت په شخصي حساب کې جمع کړې دي.
په یوه بله قضیه کې ښاغلی زرداري د پاکستان په سند کې د اوبو رسولو په یوه پروژه کې په فساد تورن شوی دی.
په ۲۰۱۸ کال کې د عمران خان د حکومت پر مهال د پاکستان د فساد ضد ادارې ښاغلی زرداري د بانکي فساد په قضیه کې نیولی و.
دې ادارې اوس عمران خان د مالي فساد په تور نیولی او زنداني کړی دی.

امریکا د جمعې په ورځ د غزې په جګړه کې د اسراییل لهخوا د امریکایي وسلو د احتمالي کارولو په اړه نیوکه وکړه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې اسراییل په غزه کې د امریکایي وسلې په کارولو له بشري قانونه سرغړونه کړې.
امریکا وایي، چې دا د "ارزونې وړ" ده چې اسراییل د اووه میاشتنۍ شخړې په لړ کې د نړۍوال بشري قانون سره په تضاد کې وسلې کارولې دي.
د دواړو متحدینو ترمنځ اړیکې د اونۍ په پیل کې وروسته له هغې خړې پړې شوې، چې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن ګواښ وکړ که چیرې اسراییل پر رفح په بشپړ ډول برید ته دوام ورکړي؛ نو دغه هېواد ته د وسلو لېږد به ودروي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د جمعې په ورځ وویل، که اسراییل په رفح پراخه ځمکني عملیات پیل کړي غزه به د "ستر بشري ناورین" له ګواښ سره مخ شي.
په همدې حال کې فرانسې هم له اسراییله وغوښتل، چې پرته له ځنډه په رفح کې خپل عملیات ودروي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یې هم په ځواب کې ویلي، چې هېڅ ډول فشار به دوی له خپل هېواده له دفاع را ونه ګرځوي.
هغه زیاته کړه: "موږ به یوازې ودرېږو."
له بل پلوه د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په وینا، له هغه وخت راهیسې چې اسراییل د رفح ختیځ ته پوځي پرمختګ پیل کړی او پر ښار یې بریدونه زیات کړي، شاوخوا ۱۱۰ زره فلسطینیان له دغې سیمې تښتېدلي دي.
دغې ادارې زیاته کړه، دوی چې هرچیرې ځي د اسراییل د بریدونو له دوامدار ګواښ سره مخامخېږي.
دغې ادارې په اېکس پاڼه لیکلي:« د غزې په تړانګه کې هیڅ ځای خوندي نه دی او د ژوند شرایط خورا ناوړه دي.»
