• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د غزې کړکېچ؛ اسراییلي ځواکونو د غزې په تصفیه شویو سیمو کې بیا عملیات پیل کړي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۶:۵۷ GMT+۱

اسراییلي ځواکونه د دوشنبې په ورځ د غزې په شمالي څنډه کې د هغه سیمو د بیا نیولو هڅه کوي، چې میاشتې وړاندې یې اعلان کړی و، چې د حماس له جنګیالیو یې پاکې کړې دي.

په همدې حال کې اسراییلي ځواکونو خپل ټانکونه او سرتېري د رفح ښار په لور روان کړي دي.

په داسې حال کې چې د غزې په شمالي او سویلي برخو کې له څو اونیو راهیسې سختې جګړې روانې دي، په سلګونو زره فلسطینیان یو ځل بیا د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي، او مرستندویه ډلې خبرداری ورکوي، چې بشري ناورین به په چټکۍ سره نور هم شدید شي.

اسراییلي ځواکونو د غزې شمال ته د خپلو سرتېرو د بیرته راستنېدو په اړه ویلي، چې دا سیمه یې د حماس له جنګیالیو له پاکولو وروسته پنځه میاشتې وړاندې پرېښې وه؛ خو اوس ځکه بېرته راستانه شوي، چې دلته د دغو جنګیالیو د دېره کېدو مخه ونیسي.

دغو ځواکونو ویلي، چې تل یې د جنګیالیو د حضور د مخنیوي په موخه داسې عملیات کړي‌ دي.‌

فلسطینیان وايي، چې د جګړې پخوانیو ډګرونو ته د ستنېدو اړتیا د دې ثبوت دی، چې د اسراییل پوځي اهداف د لاسته راوړلو وړ نه دي.

د غزې جبالیا کمپ چې ۷۵ کاله وړاندې د هغو فلسطیني کډوالو د اوسېدو لپاره جوړ شوی و، چې د اوسني اسراییل څخه بې ځایه شوي وو، د اسراییل تر برید لاندې راغلی.

د سیمې اوسېدونکو خپلې کډې یو ځل بیا په شا کړي‌ او له ویجاړو سړکونو او کورونو له منځه د یوې امنې سیمې په لټه کې دي.

د هغوی په خبره؛ پر دغه کمپ د ټانک مرمۍ لګېدلې دي او هوايي بریدونو ګڼ کورونه ویجاړ کړي.

یوې ښځې چې خپل نوم یې نه دی ښودلی وویل: "موږ نه پوهیږو چې چېرته ولاړ شو. موږ څو ځلې له یو ځای څخه بل ځای ته بې ځایه شوي یو. موږ په کوڅو کې منډې وهو چې یو امن ځای پېدا کړو، زمونږ سیمې ته ټانکونه او بلدوزرې راننوتي او مجبوره شو چې خپل ځای پریږدو."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

ملګري ملتونه: موږ د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې موقتي سرپنا او پخلنځي جوړوو

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۲ GMT+۱

د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام اعلان وکړ، چې ډېر ژر به د افغانستان په سېلاب ځپلو سیمو کې د موقتي سرپنا او پخلنځي جوړول پیل کړي. دغه سازمان زیاته کړې، چې ملګري ملتونه د افغانستان د مهمو زیربناو بیارغونې ته ژمن دي.

د یکشنبې په ورځ (د غويي ۲۳مه) د دغه سازمان پرمختیايي پروګرام په ایکس ټولنیزه شبکه کې یو یادښت خپور کړی او لیکلي یې دي: "د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د افغانستان د خلکو په غم کې شریک دی.موږ د معیشت بیا رغولو او د ټولنې مهم زیربنا بیا رغولو ته ژمن یو."

د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

تر دې مخکې د ماشومانو د ژغورنې صندوق ویلي وو، چې د بغلان په پنځو ولسوالیو کې ۶۰۰ زره کسان سېلابونو اغېزمن کړي، چې ۳۱۰ زره یې ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (یونېسف) د راپور له مخې؛ ویجاړونکو سېلابونو په بغلان، تخار او بدخشان کې څه باندې درې زره کورونه ویجاړ کړي دي.

د طالبانو د کډوالو وزارت وايي، چې په هېواد کې وروستیو سېلابونو په بغلان ولایت کې ۲۶۶۵ د استوګنې کورونه نړولي دي.

کډوال؛ د ترکيې پوليسو په موغلا ښار کې ۲۹ افغان او سوريايي کډوال نيولي دي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۴:۲۵ GMT+۱

ترکیې رسنیو خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو ۲۹ تنه افغان او سوريايي کډوال چې غوښتل یې یونان ته د کډوالۍ په موخه حرکت وکړي، په موغلا ښار کې نیولي دي. د راپورونو له مخې؛ د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد د پولیسو په عملیاتو کې دوه کسان هم د «انساني قاچاق» په تور نیولي دي.

د ترکیې رسنیو د راپورونو له مخې؛ د دغه هېواد پولیسو هغه پناه غوښتونکي پېژندلي او نیولي چې له ترکیې څخه یونان او اروپا ته د «غیر قانوني» کډوالۍ پلان یې درلود.

د راپورونو له مخې؛ دغه پناه غوښتونکي توقیف ځایونو ته لېږدول شوي او له دوو قاچاق وړونکو څخه یو یې محکمې ته وړاندې شوی دی.

د ترکیې پولیسو د شنبې په ورځ هم ۴۱ تنه نور پناه غوښتونکي چې غوښتل یې یونان ته د کډوالۍ په نیت د موغلا په ښار کې نیولي دي.

د موغلا ښار د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې؛ د دغه ښار پوليسو په تېرو دوو مياشتو کې په دغه ښار کې د انساني قاچاق په تور ۶۵ کسان نيولي دي.

ترکيې رسنیو خبر ورکړی، چې په دې موده کې په دغه ښار کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۱۳۹ کډوال پیژندل شوي او نیول شوي دي.

سرچينې: د باجوړ په نواپاس لاره د پاکستان پوځ په نښته کې دوه وسله وال وژلي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۶ GMT+۱

باوري سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا باجوړ په نواپاس لاره کې د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي. سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال د کونړ له لخوا له اغزن تار څخه باجوړ ته اوښتل.

پاکستاني رسنیو هم نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) راپور ورکړی چې پاکستاني پوځ هغه مهال په وسله والو د درنو او سپکو وسلو برید وکړ چې هغوی له اغزن تار څخه تېرېدل او باجوړ ته اوښتل.

که څه هم د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې د پوځ ځينو ادرسونو دغه خبر خپور کړی دی.

تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، لا هم په یاده سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تېره ورځ ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پاکستاني پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د په پکتیکا کې پر ټي ټي پي هوايي بریدونه کړي او ګڼه مرګژوبله یې ور اړولې ده. خو کابل کې طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

پاکستان کې د مساپرو د یوه بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او ګڼ ټپیان شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد سیند صوبې، د مټیاري سیمې پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له امله پنځه تنه مړه او له ۱۲ ډېر ټپیان دي. ځايي پولیسو ویلي، چې په مړو کې دوه ماشومان او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو په وينا، چې په پېښه کې د مړو جسدونه او ټپیان د مټیاري او حیدراباد روغتونونو ته لیږدول شوي.

پاکستاني رسنیو د ځايي پولیسو له قوله نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) ویلي چې دغه مساپر وړونکى بس له پنجاب څخه کراچۍ ته روان و، چې د بس موټر د چلوونکي په ګډون پنځه تنه پکې مړه شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د مټیاري لویې لارې په ټرافيكي پېښه او د قربانیانو له کورنیو سره د دغې پیښې په اړه خواشیني څرګنده كړې.

د پاکستان په لویو لارو د بې احتیاطۍ او ګاډو د چټګ تګ له امله تل لویې لارۍ او د سورلۍ بس موټرونه سره ټکر کوي چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله اوړي.

په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله د افغانستان د رایې حق وځنډول شو

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي تایید کړه، چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله په موقت ډول ځنډول شوی دی.

یاد استازي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې دغه پیسې نه دي ورکړي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر ښاغلي نصر فایق وویل؛ هغه هېوادونه چې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس له دوو کلونو څخه زیات نه وي ورکړی، په دغه مجلس کې د رایې ورکولو له حق څخه به بې برخې دي.

له همدې امله د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) افغانستان ونه شو کړی، چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو د غړیتوب فیس هر کال شاوخوا دوه سوه زره ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې له دوو کلونو راهیسې یې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس نه دی ورکړی.