• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سرچينې: د باجوړ په نواپاس لاره د پاکستان پوځ په نښته کې دوه وسله وال وژلي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۶ GMT+۱

باوري سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا باجوړ په نواپاس لاره کې د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي. سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال د کونړ له لخوا له اغزن تار څخه باجوړ ته اوښتل.

پاکستاني رسنیو هم نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) راپور ورکړی چې پاکستاني پوځ هغه مهال په وسله والو د درنو او سپکو وسلو برید وکړ چې هغوی له اغزن تار څخه تېرېدل او باجوړ ته اوښتل.

که څه هم د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې د پوځ ځينو ادرسونو دغه خبر خپور کړی دی.

تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، لا هم په یاده سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تېره ورځ ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پاکستاني پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د په پکتیکا کې پر ټي ټي پي هوايي بریدونه کړي او ګڼه مرګژوبله یې ور اړولې ده. خو کابل کې طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۴

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۵

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له ۳۰۰ څخه ډیر افغان کډوال په جبري توکه له پاکستانه راستانه کړل شول

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۲۹ GMT+۱

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه ۸۴ کورنۍ د سپین بولدک او توخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوې دي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) ۳۶۳ تنه افغان کډوال د کندهار له سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.

دغه وزات د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي؛ ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۸ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې.

همدرانګه د کډوالو وزارت وايي؛ ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.

طالبان وایي؛ له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شوي ټول افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ته ورپيژندلي دي.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د غځولو خبر ورکړی و.

پاکستان کې د مساپرو د یوه بس او باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه تنه مړه او ګڼ ټپیان شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۷:۱۱ GMT+۱

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد سیند صوبې، د مټیاري سیمې پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له امله پنځه تنه مړه او له ۱۲ ډېر ټپیان دي. ځايي پولیسو ویلي، چې په مړو کې دوه ماشومان او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د پولیسو په وينا، چې په پېښه کې د مړو جسدونه او ټپیان د مټیاري او حیدراباد روغتونونو ته لیږدول شوي.

پاکستاني رسنیو د ځايي پولیسو له قوله نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) ویلي چې دغه مساپر وړونکى بس له پنجاب څخه کراچۍ ته روان و، چې د بس موټر د چلوونکي په ګډون پنځه تنه پکې مړه شوي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د مټیاري لویې لارې په ټرافيكي پېښه او د قربانیانو له کورنیو سره د دغې پیښې په اړه خواشیني څرګنده كړې.

د پاکستان په لویو لارو د بې احتیاطۍ او ګاډو د چټګ تګ له امله تل لویې لارۍ او د سورلۍ بس موټرونه سره ټکر کوي چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله اوړي.

په ملګرو ملتونو کې د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله د افغانستان د رایې حق وځنډول شو

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۲۱:۰۳ GMT+۱

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي تایید کړه، چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان د رایې ورکولو حق د غړیتوب د فیس د نه ورکړې له امله په موقت ډول ځنډول شوی دی.

یاد استازي افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې دغه پیسې نه دي ورکړي.

په دغه سازمان کې د افغانستان د پلاوي مشر ښاغلي نصر فایق وویل؛ هغه هېوادونه چې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس له دوو کلونو څخه زیات نه وي ورکړی، په دغه مجلس کې د رایې ورکولو له حق څخه به بې برخې دي.

له همدې امله د جمعې په ورځ (د ثور ۲۱مه) افغانستان ونه شو کړی، چې د فلسطیني دولت د رسمیت پېژندنې پرېکړه لیک ته رایه ورکړي.

پخوا به دا پیسې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ورکولې او افغان پلاوي به د ملګرو ملتونو حساب ته استولې.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی وايي، په ملګرو ملتونو کې د هېوادونو د غړیتوب فیس هر کال شاوخوا دوه سوه زره ډالره دی.

د راپورونو له مخې؛ افغانستان یو له هغو شپږو هېوادونو دی، چې له دوو کلونو راهیسې یې په ملګرو ملتونو کې د خپل غړیتوب فیس نه دی ورکړی.

د روسیې پر سیمو د اوکراین د توغندیو په برید کې اووه تنه ووژل شول

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۸:۵۲ GMT+۱

د روسیې چارواکو ویلي، چې لږ تر لږه اووه کسان هغه مهال ووژل شول او ۱۷ نور ټپیان شول، چې د روسیې د استوګنې پر بلاکونو د اوکراین له خوا توغول شوي توغندي ولګیدل.

په دغه برید کې چې په بېلګراد کې ترسره شوی، یو پوره بلاک ویجاړ شوی او تر اوسه په دغه سیمه کې تر ټولو خونړی برید بلل کیږي.

روسي چارواکي وايي؛ اوکراین د بېلګراد په سیمه د توغندیو یو پراخ برید پیل کړی و، چې په کې د توچکا بالیسټیک توغندیو، اډلر او ار ام - ۷۰ ویمپیر توغندي او د راکټ سیسټمونو کارول شوي‌ دي.

د پېښې له ځایه ترلاسه شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د یوې ودانۍ لږ تر لږه ۱۰ منزله نړېدلي دي.

کله چې ژغورونکو ډلو د نړېدلې ودانۍ لاندې بندو کسانو د ویستلو لټه کوله، یو بل پوړ هم وندیده.

د روسیې د دفاع وزارت دغه برید "د استوګنې پر سیمو یو ترهګریز برید" بللی چې لږ تر لږه ۱۲ توغندي په کې کاریدلي وو.‌

اوکراین تر اوسه د دغه برید په اړه څه نه دي ویلي.

په اسټرالیا کې د نیول شوي امریکايي پېلوټ وکیل وايي، چې هغه له چینايي هکر سره کار کاوه

۲۳ غویی ۱۴۰۳ - ۱۲ می ۲۰۲۴، ۱۵:۴۷ GMT+۱

د امریکا د سمندري ځواکونو یو پېلوټ چې د چنایي پوځي پېلوټانو په روزولو تورن شوی، له اسټرالیا څخه د وېستل کېدو له ګواښ سره مبارزه کوي.

د هغه وکیل وايي، چې نوموړي بې له دې چې پوه شي له یو چینايي هکر سره کار کړی و.

دغه پېلوټ چینايي‌ پوځي پېلوټانو ته پر الوتکې وړونکو بېړیو د الوتکې د کېنولو زده کړې ورکړې وې.

۵۵ کلن ډینیل دوګن چې د اسټرالیا تابعیت لري، ویره لري چې د حساسو معلوماتو لپاره د لویدیځو استخباراتي ادارو غوښتنې د هغه کورنی ژوند له خطر سره مخامخ کوي.

دوګن هغه تورونه ردوي، چې ګواکې د امریکا د وسلو د کنټرول قوانین یې مات کړي دي.

هغه د ۲۰۲۲ کال راهیسې په اسټرالیا کې په زندان کې دی. نوموړی په بېجینګ کې له شپږو کلونو کار کولو وروسته د بېرته راستنېدو پر مهال په اسټرالیا کې نیول شوی و.

د متحده ایالاتو چارواکو د سو بن په نوم چینايي هکر څخه په لاسته راغلي کمپیوټر کې د دوګن سره د دغه هکر د خبرو په اړه اسناد موندلي دي.

د اسټرالیا لوی څارنوال مارک ډریفوس به د دوګن د قضیې له اورېدو وروسته پرېکړه وکړي، چې هغه متحده ایالاتو ته تسلیم کړي او که نه.