ټي‌ټي‌پي: په چمن کې د خلکو د حقونو د غوښتنې غورځنګ او پرلت کوونکو سره څنګ په څنګ ولاړ یو

د چمن له پرلته له اوو میاشتو زیاته موده تېرېږي؛ خو د پاکستان تحریک طالبان ډلې په تازه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې د چمن پرلت‌وال په حقه دي او دغه ډله د دوی د روا حقونو په تر لاسه کولو کې ورسره ملګرې ده.