د طالبانو د سوداګرۍ وزير د اسلامي نړۍ په اقتصادي فورم کې د ګدون لپاره تاتارستان ته ولاړ

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د دوی يو پلاوی د روسيې او اسلامي نړۍ پنځلسم نړۍوال اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره تاتارستان هېواد ته په سفر ولاړ. دغه وزارت ويلي، چې د دوی پلاوی د تاتارستان د جمهور رییس په بلنه دغه هېواد ته تللی.