• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: په روزګان کې د چاودنې له امله د ماين پاکۍ موسسې یو کارمن ووژل او بل ټپي شو

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۲:۵۳ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۴:۴۵ GMT+۱

په روزګان کې د طالبانو امنيتي مسولين وايي، د ولایتي مرکز ترینکوټ په خرمانو کې نن سهار د پخواني ماين په چاودنه کې د ماين پاکۍ موسسې یو کارکوونکی هغه مهال ووژل او بل ټپي شو چې پخواني ماینونه یې شنډول.

د روزګان لپاره د طالبانو امنيه قومندانۍ وياند بلال روزګاني نن رسنيو ته ويلي، چاودنه د هيلوټرس موسیسې پر کارکوونکو شوې.

پر روزګان سربېره په ډېرو سېمو کې د تېرو جګړو پاته شوي ناچاودنه توکې شته، چې ډېر مهال د ملکي خلګو ژوند ګواښي.

په افغانستان کې ځینې موسسې د دې توکو د پيدا کولو او له منځه وړلو په برخه کې فعالیت کوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۴

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۵

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

•
•
•

نور کیسې

خوست کې د طالبانو خبرداری: د عامې روغتیا ریاست ټول کارمنان دې زموږ اوامر پر ځان عملي کړي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۰ GMT+۱

طالبانو په خوست کې عامې روغتیا ریاست ته مکتوب کې ویلي، د دغه ریاست ټول کارمنان دې د دوی ټول اوامر عملي او خپل «صورت او سیرت دې برابر» کړي. سرچېنو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، طالبان په دغه مکتوب سره غواړي دغه کارمنان ږېره، لونګۍ او کالي د دې ډلې له اصولو سره برابر کړي.

د خوست د عامې روغتیا ریاست ته د دعوت او ارشاد مدیریت په دغه دوه ورځې پخواني مکتوب کې لیکل شوي، چې دا ځل اخیرنی اخطار ورکول کیږي، چې ټول د عامې روغتیا ریاست دولتي او که غیر دولتي کارمنان باید د دې ډلې ټول اوامر پر ځانونو تطبیق کړي.

په دغه مکتوب کې لیکل شوي، چې خپل سیرت او صورت د نبي«ص» له سنتو سره برابر کړي.

طالبانو په دغه مکتوب کې خبرداری ورکړی دی، چې د سرغړونې په صورت کې بیا د شکایت حق نه لري.

په خوست کې ځايي سرچینې افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې دا ځل که دوی خپلې زېرې، لونګۍ او کالي د طالبانو پر اصولو برابرې نه کړي، نو له دندو به ګوښه شي.

طالبانو بیا واکمنېدو سره د عامو افغانانو فردي ازادي محدوده کړې ده او په دولتي ادارو کې پر خلکو ږیرې پرېښودل یې جبري کړي دي.

طالبان دولتي ادارو کې پر مامورینو لمونځونه تېروي او په زوره یې لمانځه کولو ته مجبوروي.

له کندهار راپورونه وايي، په دغه ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن المنکر ریاست محتسبان د وادونو په هالونو کې ګرځي او د واده پر هلک لمونځ تېروي.

څو ورځې وړاندې طالبانو په روزګان کې له خبریالانو هم غوښتي وو، چې یا ږیرې پرېږدی او یا هم له وطن څخه ووځي.

طالبانو په کندهار کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۱۸ تنه د نشه یي توکو د پلور په تور نیولي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۰:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د دې ډلې روحاني مرکز کې یې د نشه یي توکو د پلور په تور ۱۸ کسان نیولي دي. د طالبانو د مشر د فرمان له مخې د نشه یي توکو کښت او پلور بند دی، خو داسې ښګاري چې د ملا هبت الله اخوندزاده له دغه فرمان په کندهار کې هم سرغړونه کېږي.

عبدالمتین قانع نن په اېکس کې لیکلي دي، چې په کندهار کې د طالبانو د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د یوې اوونۍ راهسې عملیات پیل کړی او تر اوسه یې اتلس کسان نیولي دی.

طالبان وايي چې له نیول شویو کسانو یوه اندازه چرس، شیشه، ومان، کیمیاوي توکي او یو موټر ترلاسه شوی دی.

دوی زیاتوي د یوې اوونۍ په موده کې یې په کندهار کې په دې عملیاتو سره ۵۸ جریبه نشه یي کروندې تخریب او ۱۱۵ تنه روږدي د درملنې لپاره راټول شوي دي.

طالبانو په ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د کوکنارو د کښت او د خرڅلاو د مخنوي لپاره پراخ عملیاتونه پیل کړي، خو نیوکې دا دي چې دغه ډله په ځینې جنوبي ولایتونو کې د کوکنار کښت اړولو کې توپیري چلند کوي.

له هلمند راپورونه وايي چې سیمه ییزو طالبانو په کورونو کې کوکنار کرلي دي، چې ځايي طالب چارواکي یې په تخریبولو کې ناکام دي.

د بدخشان ارګو او درایم هغه ولسوالۍ دي چې په وروستیو کې ورځو کې د کوکنارو اړولو له امله د خبرونو سرټکی دي.

ځايي خلک چې د کوکنارو اړولو مخالف دي وايي، طالبان د کوکنارو د کښت اړولو پرمهال د دوی شخصي حریم تر پښو لاندې کړی دی خو طالبان دا تور ردوي.

په افغانستان کې د اسټرالیا د پوځ د جنګي جنایتونو افشا کوونکی په پنځه کاله بند محکوم شو

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۱

د اسټرالیا د پوځ پخوانی وکیل ډیویډ مک برایډ د افغانستان د جګړې په تړاو د اسنادو د غلا او افشا کولو په جرم په ۵ کاله او ۸ میاشتو بند محکوم شو. هغه له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې داسې اسناد افشا کړل، چې په افغانستان کې پر اسټرالیایي پوځ د جنګي جرمونو د دوسیې بنسټ وګرځېد.

د اسټرالیا حکومت ادعا کړې، چې د ښاغلي مک برایډ له‌خوا افشا شوي اسناد "د اسټرالیا امنیت او دفاع" ګواښي.
ښاغلي مک برایډ تېر کال د نومبر په میاشت کې، د پټو پوځي معلوماتو افشا کولو او د اې‌بي‌سي نیوز خبریالانو ته د سپارلو په ګډون په یو شمېر تورونو اعتراف وکړ.
د اسټرالیا په پلازمېنه کې د سترې محکمې قاضي د سه شنبې په ورځ وویل، هغه په دې باور دی چې ډیویډ مک برایډ د "ښه شخصیت" درلودونکی و؛ خو داسې ښکاري چې "د هغه د نظرونو سموالي په اړه اندېښنه لري."
د محکمې په وینا، ښاغلي مک برایډ د ۲۰۱۴ کال د مې او ۲۰۱۵ کال تر منځ د پلازمېنې له سترې محکمې څخه ۲۳۵ اسناد راټول کړي، چې ۲۰۷ یې محرم او ځینې یې هم د کابینې له‌خوا ډلبندي شوي اسناد وو.

د مک برایډ وکیل سټیفن وايي، د هغه موکل په دې باور نه و چې هغه جرم کړی دی او د هغه د اسنادو د افشا کولو پرېکړه د هغه " له رواني روغتیايي حالته اغېزمنه شوې وه. "
خو قاضي وویل، چې د دې ډول اسنادو افشا کول د "بهرنیو شریکانو" سره د اسټرالیا دریځ ته زیان رسولی شي.
ډیویډ ماسپ دا هم وویل، چې د دې شواهدو کاپي کول او په نامناسب ځایونو کې ساتل کېدای شي د بهرنیو استخباراتو لاس ته لوېدلي وای.

پر همدغه مهال قاضي روښانه کړه، چې د اسټرالیا پوځ د دې اسنادو د افشا کېدو له امله د احتمالي ګواښونو د څېړلو لپاره ګامونه نه دي اخیستي.

متقي: د دوحې راتلونکې ناستې ته مثبت نظر لرو، خو د خاص استازي ټاکلو اړتيا نه شته

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۸:۲۱ GMT+۱

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې امیرخان متقي په افغانستان کې د جاپان له سفير سره په ليدنه کي ويلي: « د دوحې راتلونکي ناستې ته مثبت نظري؛ خو د خاص استازي ټاکل بې اړتيا چاره ده».

متقي ويلي، چې د نويو میکانيزمونو پر ځای دې د شته دوو اړخيزو میکانيزمونو له لارې د دوی سره خبري وشي.

د طالبانو بهرنيو چارو وزارت نن دوشنبه په يوې اعلاميه کې په افغانستان کې د جاپان د سفير تاکويوشي کورمایار او د طالبانو د بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي د ليدنې خبر ورکړی.

د طالبانو په همدې علاميه کې راغلي، چې په افغانستان کې د جاپان سفير د دوحې په ناسته کې د طالبانو ګډون مهم وباله.

دوی د سفير له قوله ليکلي: « د افغان حکومت له هوکړې پرته د ځانګړي استازي ګومارنه واقعبینانه نه ده.»

په اعلاميه کې راغلي، چې متقي په دې ناسته کې ويلي: « د نویو میکانیزمونو پر ځای په کار دي، چې د شته دوو اړخیزو میکانیزمونو له لارې د افغان حکومت سره پر ټولو اړوندو مسایلو خبرې اترې وشي.»

څه موده مخکي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماموریت مشرې د افغانستان په اړه په دوحه کې د درېیمې غونډې د ترسره کولو لپاره چمتووالی اعلان کړ.

روزا اوتنبایوا ویلي؛ هیله لري، چې د طالبانو پلاوی او نورې ښکېلې ډلې به په دې غونډه کې ګډون وکړي؛ خو نور وضاحت یې نه دی ورکړی.

د یوناما مشرې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته په یوه راپور کې ویلي، چې په دوحه کې راتلونکې غونډه باید عملي اجنډا ولري او خبرې اترې باید د هغو پایلو لامل شي، چې دغه سازمان یې په لټه کې دی.

خو ویل کیږي، چې دا ناسته به د دوحې د لومړۍ او دویمې ناستې برعکس په جلا کچه او شاید د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له شتون پرته ترسره شي.

په ننګرهار کې درې خوېندې د کالیو د منځلو پر مهال د اوبو بند ته لوېدلي او مړې شوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۸:۱۰ GMT+۱

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وايي، چې د جلال اباد ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د سرخ دېوال په سیمه کې یادې خوېندې د کالیو د منځلو پر مهال د اوبو بند ته لوېدلي او درې واړه مړې شوې دي.

نوموړي نن دوشنبه رسنیو ته په لېږلي غږیز پیغام کې ویلي، چې دغو خوېندو د سرخ دېوال په سیمه کې د اوبو د یوه بند پر غاړه کالي مینځل چې دغه ډنډ ته ورلوېدلي دي.

هغه زیاته کړه: " دغه درې خوېندې، چې یوه یې پنځلس کلنه، بله اولس کلنه او بله یې اتلس کلنه وه، د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ اوسېدونکې وې".

د زابلي په خبره، چې یادې درې واړه خوېندې مخکې له دې چې روغتون ته ورسول شي، د اوبو په ډنډ کې مړې شوې وې.

د یادونې وړ ده، چې په په دې وروستیو کې په ننګرهار کې دا د خپل ډول لومړنۍ پېښه ده، چې پکې درې خوېندې مړې کیږي.