• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې د ميرويس نیکه جام په نوم د ۵ زونونو ترمنځ درې ورځنۍ سيالۍ پیليږي

۲۶ غویی ۱۴۰۳ - ۱۵ می ۲۰۲۴، ۱۳:۲۹ GMT+۱

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې جمعې په ورځ په ننګرهار کې د ميرویس نیکه جام په نوم د پنځو زونونو ترمنځ د کرېکټ درې ورځنۍ سيالۍ پيليږي. د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د غړو په خبره، د څلورم پړاو دغه درې ورځنۍ سيالۍ د استعدادونو د روزولو په هدف تر سره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د میرویس نیکه جام سيالۍ به ۱۹ ورځي دوام وکړي.

دغه سيالۍ د غازي امان الله خان او شهيد نجیب الله ترکۍ پر لوبغالو کېږي، چې پکې به شاوخوا ۱۰۰ لوبغاړي ولوبيږي.

د کرېکت بورډ غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي، چې د لوبو لپاره یې لوبغاړو ته ځيني شرايط هم ايښي تر څو نوي لوبغاړي د کرېکټ له نړیوالو او نويو اصولو سره بلد شي.

مبارز زياتوي: « په دې لوبو کې ټولو لوبغاړو ته چانس ورکول کیږي، ټول لوبغاړي مساوي او پر خپل ځای به لوبه کوي، توپوهونکی، توپ اچوونکی او الراونډر بر پر خپل ځای لوبيږي او پايله به یې ښه وي.»

د مبارز په خبره، چې هره لوبډله کې به درې احتياطي وي او لوبډله به له پنځلسو لوبغاړو جوړه وي.

کرېکت بورډ تېره اونۍ په کابل کې د قوش تېپې جام په نوم د پنځو زونونو تر منځ د کرېکټ شل اوريزه سيالۍ پای ته ورسولې، چې بند امير لوبډلې پکې اتله شوه

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له ایرلينډ سره نن د ۲۰ اوره لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

پاکستان د کوربه هېواد ایرلینډ سره د د ریو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ وروستي لوبه نن د دوبلين ښار په کلونټرف کرېکټ لوبغالي کې کوي. د پاکستان او ايرلينډ ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دوهمه پاکستان کټلې وه.

تر اوسه لا د دې سيالۍ لپاره د لوبېدونکو لوبغاړو ترکيب ندی اعلان شوی.

د پاکستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد د پنځو ويکټو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.

پاکستان بيا د همدې سياليو په دوهمه لوبه کې ايرلينډ ته د ۷ ويکټو په توپير ماته ورکړې وه.

نن د دې سياليو په دريمه لوبه کې به د لوبلړۍ بريالۍ لوبډله معلوميږي.

د قوش تېپې جام؛ نن بند امیر او مس عینک لوبډلې پایلوبه ترسره کوي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۶ GMT+۱

بند امیر او مس عینک لوبډلې د قوش تېپې جام سیالیو کې د پنځو لوبډلو تر منځ له غوره لوبو ترسره کولو وروسته پایلوبې ته ووتلې او نن د کابل په نړېوال لوبغالي کې د یادو دوو لوبډلو تر منځ پایلوبه کیږی. د قوش ټېپې جام سیالۍ د غوايي په ۱۲مه نېټه د پنځو لوبډلو تر منځ په کابل کې پیل شوې.

په دغه سیالیو کې بست، بند امیر، مس عینک، سپین غر او امو په نوم پنځه لوبډلې د یو بل په وړاندې ولوبیدلې.

د افغانستان کرېکټ بورډ په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې د قوش تېپې جام سیالیو پایلوبې ته د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ د مس عینک او حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ د بند امیر لوبډلو لاره وموندله.

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې د یاد جام پایلوبه به نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د کابل نړېوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د بند امیر او مس عینک لوبډلو لوبدلمشران وايي لوبډلې یې د نن سترې پایلوبې لپاره ښه چمتوالي نیولي دي.

په کابل کې د ۸ ولایتونود بي ګروپونو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سيالۍ پيل شوې

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۲۰:۰۹ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندي د بدنې روزنې او ورزش ادارې ویلي، چې د سره صلیب او نوه املوس موسسې په مالي ملاتړ يې د اتو ولایتونو د بي ګروپونو ترمنځ د ويلچر باسکټبال سيالۍ یې پيل کړې. په دې سیاليو کې د کابل، خوست، باميان، لغمان، کندهار، ميمنه، غور او میدان وردګ لوبډلو برخه اخيستې ده.

د بدنې روزنې او ورزش ادارې د شنبې په ورځ په خپله خبرپانه کې لیکلي، چې د همدې سياليو په لومړۍ لوبه کې ميمنې لوبډلې ۲۵ د ۲۱ نمرو په توپير میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سياليو لومړۍ بريا يې په خپل نوم کړه.

د دې سياليو مخکښه لوبډله به د الف ګروپ سياليو ته لاره پيدا کوي.

د ویلچر باسکټبال دغه سيالۍ د کابل په پارا المپيک ورزشي جمنازیم کې پيل شوي دي، چې پنځه ورځي به دوام وکړي.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخي، چې له همدې سيالیو وروسته به د کابل، بلخ، بدخشان، هرات، پروان او ننګرهار په ګډون د شپږو ولایتونو د الف لوبډلې سیالی هم تر سره شي.

د بدنې روزنې او ورزش اداره وايي، چې دا سيالۍ د لوبغاړو د مهارتونو د لوړولو او ویلچر باسکټابل لوبډلې د جوړلو په موخه جوړي شوي دي.

جاپان پاکستان ته په ماتې ورکولو سره د لومړي ځل لپاره د اذلان شاه هاکي جام وګاټه

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۴۶ GMT+۱

د سلطان اذلان شاه هاکي کپ په ۳۰ ام پړاو سياليو کې، جاپان نن (شنبه د غویي۲۲مه) د مالیزیا په ایپو ښار کې د اذلان شاه جام هاکي ټورنمنټ کې پاکستان ته ۱-۴ ماته ورکړه.

د کوارټرز په پای ته رسیدو سره لوبه د هر ټیم په دوه دوه ګولونو مساوي شوه.

په دوهم، دریم او څلورم پنالټي شوټ اوټ کې جاپان څلور پرله پسې ګولونه ووهل په داسې حال کې چې پاکستان یوازې یو ګول وکړای شو.

د یادولو وړ ده چې په پنالټي شوټ اوټ کې باید یو ګول په ۸ثانیو کې ترسره شي. پاکستان له ۵ پنالټي شوټونو ۲ هغهضایع کړل.

پاکستان تېر ځل په دغې سيالۍ کې د برونزو مډال ګټلی و. پاکستان وروستی ځل په ۲۰۱۱کال کې د اذلان شاه هاکي ټورنمنټ پای لوبه کړې وه اوپه وروستي ځل یې په ۲۰۰۳کال کې دغه سیالۍ ګټلې وه.

فاينل نه مخکې پاکستان درې لوبې ګټلي وې او دوه لوبې یې مساوي پای ته رسولې وې.

د اذلان شاه هاکي کپ په دې سياليو کې د کوربه ماليزيا په ګډون د پاکستان، کوريا، جاپان، نيوزيلنډ او کاناډا لوبډلې ولوبیدلې.

قوش تيپه جام: مس عينک لوبډلې امو ته په ماتې ور کولو پايلوبې ته لار ومونده

۲۲ غویی ۱۴۰۳ - ۱۱ می ۲۰۲۴، ۱۶:۴۰ GMT+۱

په افغانستان کې د قوش تيپې شل اوره جام سياليو کې مس عینک لوبډلې د ۹ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماته ورکړه او پايلوبې ته يې لاره ومونده. مس عینک به له بند امير سره پايلوبه کوي.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د شنبې د ورځې د قوس تيپې جام د سياليو د شلمې لوبې پچه مس عینک لوبډلې وګټل او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

مس عینک لوبډلې په شلو اورنو کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو امو لوبډلې ته ۲۰۱ منډې هدف وټاکه.

د مس عینک لوبډلمشر ابراهيم ځدران ۱۰۱ او افسر ځاځي ۷۸ منډې جوړې کړې.

امو لوبډلې دغه هدف پوره نه کړ او په شلو اورنو کې يې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۹۱ منډې جوړې کړې.

مس عینک لوبډلې د ۹ منډو په توپير امو لوبډلې ته ماته ورکړه.

مس عینک لوبډلې په دې سياليو کې دا پنځمه پرله پسې برياوه او پايلوبې ته يې ور سره لار ومونده.

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د راتلونکې دوشنبې په ورځ به مس عینک لوبډله له بند امير لوبډلې سره پايلوبه کوي او خپل بخت به ازمويي.

دغه سيالۍ په کابل کې پيل شوې دي، چې پنځو کرېکټ لوبدلو برخه پکې اخيستې ده.