• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له ایرلينډ سره نن د ۲۰ اوره لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۱۱:۰۲ GMT+۱

پاکستان د کوربه هېواد ایرلینډ سره د د ریو ۲۰ اوره لوبو د لړۍ وروستي لوبه نن د دوبلين ښار په کلونټرف کرېکټ لوبغالي کې کوي. د پاکستان او ايرلينډ ترمنځ د شل اوره لوبلړۍ لومړۍ لوبه ايرلينډ او دوهمه پاکستان کټلې وه.

تر اوسه لا د دې سيالۍ لپاره د لوبېدونکو لوبغاړو ترکيب ندی اعلان شوی.

د پاکستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د دې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې کوربه هېواد د پنځو ويکټو په توپير پاکستان ته ماته ورکړه.

پاکستان بيا د همدې سياليو په دوهمه لوبه کې ايرلينډ ته د ۷ ويکټو په توپير ماته ورکړې وه.

نن د دې سياليو په دريمه لوبه کې به د لوبلړۍ بريالۍ لوبډله معلوميږي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳

لينډسي ګراهم: د سعودي، قطر او پاکستان له لوري د ابراهیمي تړون نه منل به جدي پایلې ولري

۴

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

۵

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

•
•
•

نور کیسې

په سوېلي وزیرستان کې په یوې چاودنه کې پنځه کسان وژل شوي دي

۲۵ غویی ۱۴۰۳ - ۱۴ می ۲۰۲۴، ۰۷:۳۰ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په سوېلي وزيرستان کې په يوه کور کې د چاودنې له امله لږ ترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. ځایي خلکو ویلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې "ډرون برید" و.

خو په سیمه کې یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې سیمه د وسله‌والو په ولکه کې ده.
هغه وويل:« زموږ لومړنۍ پلټنې ښيي، چې دا په کور کې دننه د ماين چاودنه وه.»

د نوموړي په وینا، پېښه د سوېلي وزیرستان په تنګي بدين زایي سيمه کې شوې ده.

له بل پلوه پښتون سیاست‌وال او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر هم په اېکس پاڼه لیکلي، چې دا د بې پیلوټه الوتکې برید و چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د سیمې اوسېدونکي وایي، چې په وژل شویو کې دوه مېرمنې هم شاملې دي.
په دې اړه لا رسمي بنسټونو او خپلواکو سرچېنو تر اوسه څه نه دي ویلي.

شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۶:۳۳ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه. دغه ګوند اعلان وکړ، چې په راتلوونکو پنځو ورځو کې به د خپلې مرکزې کمېټې غونډه وکړي.

پاکستاني رسنيو ليکلي، چې نواز شريف به بیا د دغه ګوند مشري پر غاړه واخلي.

شهباز شريف وروسته له هغه د مسلم لیګ نواز ګوند مشري پر غاړه واخيسته، کله چې د هغه مشر ورور نواز شريف د ۱۳۹۶ کال د زمري مياشتي په ۶مه له واکه ليرې شو او د پاکستان محکمې هغه په سياست کې له ګډون څخه منع کړ.

اوس د شهباز شريف د استعفا سره سم د دغه ګوند د مشرتابه لپاره د نواز شريف د راتګ احتمالي خبرونه خپاره شوي دي.

تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رانا ثناء الله، چې د دغه ګوند له جګپوړو مشرانو څخه دی ویلي وو، چې نواز شریف به د دغه ګوند مشري ته ورګرځي.

طالبان: سږ کال به ازبکستان د افغاني توکو د ټرانزیټ په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره تخفیف ورکړي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۵:۵۲ GMT+۱

طالبانو د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام محکموف سره د لیدنې خبر ورکړی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ ازبکستان په ۲۰۲۴ کال کې د افغاني توکو د ټرانزیټ په برخه کې د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالرو تخفیف په اړه غور کړی دی.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: ازبکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی دی.

د دغې خبرپاڼې له مخې، نورالدین عزیزي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د اسیا او نورو هېوادونو د نویو بازارونو په اړه په ګډه کار وکړي.

طالبان وايي، په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس د جوړولو او په تاشکند ښار کې د افغاني تولیداتو د نندارتون د پرانېستلو په اړه خبرې وشوې.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې له ازبک پلاوي سره په دوه اړخیزه ناسته کې د افغان – ټرانس اورګاډي پټلۍ، د حيرتان ښارګوټي د ۲۴ ساعته خدمت، د بار وړونکو موټرو د پېسو پر يووالي، د نفتو او ګازو په استخراج کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې. سکتور او سوداګرو ته د ویزو ورکولو په اړه هم خبرې وشوې.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانس-افغان اورګاډي د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې وړاندې شو، چې یوه اقتصادي لویه لاره جوړه کړي، چې منځنۍ اسیا د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.

دغه ازبکستاني چارواکي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر او د ریس الوزرا د مرستیال په ګډون له یو شمېر طالب چارواکو سره وکتل.

د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ پر ډېورنډ کرښه نېږدې یو ساعت جګړه شوې

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۱۵:۰۲ GMT+۱

په پاکستان کې یو شمېر امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ډېورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نېږدې یو ساعت نښته شوې ده.

په پکتیا کې یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې په سیمه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه شوې ده.

د ځايي خلکو په وینا، چې لا هم د توپونو خال - خال ډزې اورېدل کیږي او جګړه په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.

یو قومي مشر د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې په مڼه جبه سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.

هغه زیاته کړه: " لومړۍ نښته د پاکستان له خوا شروع شوه او ورپسې طالبانو هم شروع کړه".

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تېره ورځ له اسلام اباد څخه سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دې هېواد هوایي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۰ مه) نېټه د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان ځایونه په نښه کړل.

په ورته وخت کې سرچېنې وايي، چې پاکستاني توغندي په پکتیکا کې پر هدفونو لګېدلي دي.

د پاکستان ددغه برید په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

سرچينې: د باجوړ په نواپاس لاره د پاکستان پوځ په نښته کې دوه وسله وال وژلي

۲۴ غویی ۱۴۰۳ - ۱۳ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۶ GMT+۱

باوري سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا باجوړ په نواپاس لاره کې د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي. سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال د کونړ له لخوا له اغزن تار څخه باجوړ ته اوښتل.

پاکستاني رسنیو هم نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) راپور ورکړی چې پاکستاني پوځ هغه مهال په وسله والو د درنو او سپکو وسلو برید وکړ چې هغوی له اغزن تار څخه تېرېدل او باجوړ ته اوښتل.

که څه هم د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې د پوځ ځينو ادرسونو دغه خبر خپور کړی دی.

تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، لا هم په یاده سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.

تېره ورځ ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پاکستاني پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د په پکتیکا کې پر ټي ټي پي هوايي بریدونه کړي او ګڼه مرګژوبله یې ور اړولې ده. خو کابل کې طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.