شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند له مشرۍ استعفا وکړه

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه. دغه ګوند اعلان وکړ، چې په راتلوونکو پنځو ورځو کې به د خپلې مرکزې کمېټې غونډه وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د مسلم لیګ نواز ګوند د مشر په توګه له خپلې دندې استعفا وکړه. دغه ګوند اعلان وکړ، چې په راتلوونکو پنځو ورځو کې به د خپلې مرکزې کمېټې غونډه وکړي.
پاکستاني رسنيو ليکلي، چې نواز شريف به بیا د دغه ګوند مشري پر غاړه واخلي.
شهباز شريف وروسته له هغه د مسلم لیګ نواز ګوند مشري پر غاړه واخيسته، کله چې د هغه مشر ورور نواز شريف د ۱۳۹۶ کال د زمري مياشتي په ۶مه له واکه ليرې شو او د پاکستان محکمې هغه په سياست کې له ګډون څخه منع کړ.
اوس د شهباز شريف د استعفا سره سم د دغه ګوند د مشرتابه لپاره د نواز شريف د راتګ احتمالي خبرونه خپاره شوي دي.
تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر رانا ثناء الله، چې د دغه ګوند له جګپوړو مشرانو څخه دی ویلي وو، چې نواز شریف به د دغه ګوند مشري ته ورګرځي.

طالبانو د دې ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر الهام محکموف سره د لیدنې خبر ورکړی. د طالبانو د خبرپاڼې له مخې؛ ازبکستان په ۲۰۲۴ کال کې د افغاني توکو د ټرانزیټ په برخه کې د څه باندې ۴۰ میلیونه ډالرو تخفیف په اړه غور کړی دی.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: ازبکستان د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا او پیاوړتیا ته چمتووالی ښودلی دی.
د دغې خبرپاڼې له مخې، نورالدین عزیزي ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه باید د اسیا او نورو هېوادونو د نویو بازارونو په اړه په ګډه کار وکړي.
طالبان وايي، په دې ناسته کې د سوداګریزو اړیکو د کنفرانس د جوړولو او په تاشکند ښار کې د افغاني تولیداتو د نندارتون د پرانېستلو په اړه خبرې وشوې.
د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت لیکلي چې له ازبک پلاوي سره په دوه اړخیزه ناسته کې د افغان – ټرانس اورګاډي پټلۍ، د حيرتان ښارګوټي د ۲۴ ساعته خدمت، د بار وړونکو موټرو د پېسو پر يووالي، د نفتو او ګازو په استخراج کې د پانګونې په اړه خبرې وشوې. سکتور او سوداګرو ته د ویزو ورکولو په اړه هم خبرې وشوې.
د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانس-افغان اورګاډي د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې وړاندې شو، چې یوه اقتصادي لویه لاره جوړه کړي، چې منځنۍ اسیا د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.
دغه ازبکستاني چارواکي افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ډلې د بهرنیو چارو د وزیر او د ریس الوزرا د مرستیال په ګډون له یو شمېر طالب چارواکو سره وکتل.

په پاکستان کې یو شمېر امنیتي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ډېورنډ پر کرښه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ نېږدې یو ساعت نښته شوې ده.
په پکتیا کې یو شمېر سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړې، چې د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ د سپینې شګې په سیمه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ جګړه شوې ده.
د ځايي خلکو په وینا، چې لا هم د توپونو خال - خال ډزې اورېدل کیږي او جګړه په بشپړ ډول نه ده ختمه شوې.
یو قومي مشر د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، چې په مڼه جبه سیمه کې لا هم جګړه روانه ده.
هغه زیاته کړه: " لومړۍ نښته د پاکستان له خوا شروع شوه او ورپسې طالبانو هم شروع کړه".
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
تېره ورځ له اسلام اباد څخه سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د دې هېواد هوایي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۲۰ مه) نېټه د پکتیکا په وړممۍ ولسوالۍ کې د تحریک طالبان پاکستان ځایونه په نښه کړل.
په ورته وخت کې سرچېنې وايي، چې پاکستاني توغندي په پکتیکا کې پر هدفونو لګېدلي دي.
د پاکستان ددغه برید په اړه تر اوسه طالبانو کوم غبرګون نه دی ښودلی.

باوري سرچینې وايي، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د خیبرپښتونخوا باجوړ په نواپاس لاره کې د پاکستاني پوځ او وسله والو په نښته کې دوه وسله وال وژل شوي او څو نور ټپیان شوي. سرچینې وايي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې وسله وال د کونړ له لخوا له اغزن تار څخه باجوړ ته اوښتل.
پاکستاني رسنیو هم نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) راپور ورکړی چې پاکستاني پوځ هغه مهال په وسله والو د درنو او سپکو وسلو برید وکړ چې هغوی له اغزن تار څخه تېرېدل او باجوړ ته اوښتل.
که څه هم د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو په خواله رسنیو کې د پوځ ځينو ادرسونو دغه خبر خپور کړی دی.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
په سیمه کې خپلواک خبریال لال وزیر وايي، لا هم په یاده سیمه کې د ډزو غږونه اورېدل کیږي.
تېره ورځ ځینې داسې خبرونه هم خپاره شوي چې پاکستاني پوځ د تېرې پنجشنبې په ورځ ډیورنډ کرښې ته څېرمه د په پکتیکا کې پر ټي ټي پي هوايي بریدونه کړي او ګڼه مرګژوبله یې ور اړولې ده. خو کابل کې طالبانو لا په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

له پاکستانه په جبري توګه د افغان کډوالو د اېستلو په دوام د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې تازه ۸۴ کورنۍ د سپین بولدک او توخم له لارو هېواد ته راستنې کړل شوې دي.
د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د یک شنبې په ورځ د (غوايي ۲۳مه) ۳۶۳ تنه افغان کډوال د کندهار له سپین بولدک او ننګرهار د تورخم له لارو له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شول.
دغه وزات د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت له قوله لیکلي؛ ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۸ تنه کیږي د تورخم له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې.
همدرانګه د کډوالو وزارت وايي؛ ۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱۴ تنه کیږي د کندهار د سپین بولدک له لارې په جبري توګه راستنې کړل شوې دي.
طالبان وایي؛ له پاکستانه په جبري توګه راستانه کړل شوي ټول افغان کډوال یې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان ته ورپيژندلي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستلو لړۍ په داسې حال کې دوام لري چې همدا څو ورځې وړاندې د پاکستان د ایالتونو او سرحدي سیمو وفاقي وزارت په پاکستان کې د راجستر شويو افغان کډوالو د اوسېدو موده د جون میاشتې تر ۳۰مې نېټې پورې د غځولو خبر ورکړی و.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هيواد سیند صوبې، د مټیاري سیمې پر لویه لاره د یوه مساپر وړونکي بس او لارۍ تر منځ د ټکر له امله پنځه تنه مړه او له ۱۲ ډېر ټپیان دي. ځايي پولیسو ویلي، چې په مړو کې دوه ماشومان او ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پولیسو په وينا، چې په پېښه کې د مړو جسدونه او ټپیان د مټیاري او حیدراباد روغتونونو ته لیږدول شوي.
پاکستاني رسنیو د ځايي پولیسو له قوله نن دوشنبه د (غوايي ۲۴مه) ویلي چې دغه مساپر وړونکى بس له پنجاب څخه کراچۍ ته روان و، چې د بس موټر د چلوونکي په ګډون پنځه تنه پکې مړه شوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي د مټیاري لویې لارې په ټرافيكي پېښه او د قربانیانو له کورنیو سره د دغې پیښې په اړه خواشیني څرګنده كړې.
د پاکستان په لویو لارو د بې احتیاطۍ او ګاډو د چټګ تګ له امله تل لویې لارۍ او د سورلۍ بس موټرونه سره ټکر کوي چې له امله یې ګڼه مرګ ژوبله اوړي.
