دېره اسماعیل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي نذیر افغاني په کور برید کې ۴ کسان ټپیان شوي

د خيبر پښتونخوا په دېره اسماعيل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړي نذیر افغاني پر کور د نامعلومو وسله‌والو په بريد کې څلور کسان ټپيان شوي دي. د دېره اسماعیل خان ځایي پولیسو د دغې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې نذیر افغاني له خپل ورور او وراره سره په دغه برید کې بچ شوي دي.