جان اڅکزی: پاکستاني پوځیان کولای شي په څلورو ساعتونو کې کابل ونیسي
د پاکستان د مخکني موقت حکومت د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو پخوانی وزیر جان اڅکزی د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ وروستیو نښتو ته په اشارې وايي، «که د پاکستان پوځ وغواړي په څلورو ساعتو کې کابل نیولی شي.»
هغه وايي، طالبانو ته دې له پاکستان سره چلند ور وښودل شي.
د پاکستان د مخکني لنډمهالي حکومت د بلوچستان ایالت د اطلاعاتو پخواني وزیر تېره ورځ ناوخته د (غوايي ۲۶مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځ کولای شي چې کابل په څلورو ساعتونو کې ونیسي،
هغه وړاندې ويلي، چې په کابل کې ناستو طالبانو ته دې له پاکستان سره چلند ور وښودل شي.
طالبانو تر اوسه پورې پر ډیورنډ کرښه له پاکستاني لوري سره د څو ځلې جګړې او ورته څرګندونو په اړه رسمي نظر نه دی څرګند کړی.
جان اڅکزی په دې وروستیو کې په طالبانو او د هغوی پر حکومت د سختو نیوکو له امله مشهور شوی او تل هڅه کوي چې په رسنیو او مجلسونو کې پر طالبانو نیوکې وکړي او ملنډې پرې ووهي.
تېره اوونۍ داسې راپورونه خپاره شول چې ګنې د پاکستان هوايي ځواک یو ځل بیا د افغانستان په پکتیکا ولایت کې د ټي ټي پي وسله والو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي، خو طالبانو او پاکستاني حکومت په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
تر هغه وروسته د پکتیا په ځاځي اریوب او ډنډپټان ولسوالیو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ څو ځلې نښتې شوې او د مرګ ژوبلې خبرونه یې هم خپاره شوي.