د بښنې نړۍوال سازمان: د پاکستان حکومت دې په دغه هېواد کې پر اېکس شبکې لګېدلی بندیز لرې کړي

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۷مه په دغه هېواد کې پر اېکس (پخواني ټویټر) بندیز ولګاوه چې نن یې درې میاشتې پوره شوې.

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، پاکستان د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ په ۱۷مه په دغه هېواد کې پر اېکس (پخواني ټویټر) بندیز ولګاوه چې نن یې درې میاشتې پوره شوې.
دغه سازمان نن جمعه په اېکس پاڼه لیکلي:« دغه بندیز داسې مهال دوام لري، چې حکومت د ډیجیټل ازادۍ د لا محدودولو لپاره ځیني نوي وړاندیزونه اعلان کړي دي.»
دغه سازمان لیکلي، د پاکستان حکومت باید د بیان د ازادۍ حق خوندي وساتي او دغې شبکې ته دې لاسرسی سمدستي فعال کړي.
تر دې وړاندې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې هم په پاکستان کې اېکس خواله رسنۍ ته د خلکو د لاسرسي پر کمېدو اندېښنه څرګنده کړې وه.
په پاکستان کې د وروستیو ټاکنو په هکله د درغلیو او پرضد یې د لاریونونو د پیلېدو سره هممهاله د روان کال په قبرورۍ میاشت کې پر دغه شبکې بندیز ولګېد، چې تراوسه هم دوام لري.

افغانستان انټرنشنل ته سیمه ییزې سرچینې وایي، چې له تېرو څلورو ورځو راهیسې په ډنډپټان او ځاځي اریوب ولسوالیو کې د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو نښتو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
سرچینه وایي، چې یوازې په ډنډپټان کې د یوې ښځې په ګډون څلور ولسي کسان په دغو نښتو کې وژل شوي دي.
د سرچینو په خبره، له ځاځي اریوب او ډنډپټان وروسته دغه جګړه ځاځي میدان ته هم غځېدلې ده.
په طالبانو کې سرچینې وايي، چې ټوله شپه په ډنډپټان او ځاځي میدان کې جګړه روانه وه؛ خو اوس وضعیت عادي حالت ته راګرځېدلی دی.
د هغه په وینا، په دغو نښتو کې په ځاځي میدان کې یوازې یو ولسي وګړی ټپي شوی دی؛ خو طالبان په دې اړه نه غواړي له رسنیو سره لا ډېر مالومات شریک کړي.
د سرچینو په وینا، لاتراوسه د دواړو ولسوالیو د تلفاتو کره شمېره روښانه نه ده؛ خو ویل کېږي چې د طالبانو لوري ته هم پکې مرګژوبله اوښتې ده.
خو د سیمهییزو رسنیو لهخوا په خپرو شویو راپورونو کې د مرګ ژوبلې شمېره د لس تنو په شاوخوا کې ښودل شوې ده.
د دغو رسنیو د سرچینو په خبره، په ډنډپټان کې دغو نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسه وژل شوي او پنځه نور بیا ټپیان دي.
افغانستان انټرنشنل ته سرچینو زیاته کړې، چې جګړه د شپې په درېیو بجو پیل شوه چې تر دې دمه کله زور اخلي او کله هم د ډزو غږونه کم شي.
دغو سرچینو ویلي، چې پاکستاني پوله ساتي د خلکو په کورونو او ځنګلونو ډزې کوي او ډېرې کورنۍ اړې شوې چې خپلې مېنې پرېږدي.
تېره ورځ هم یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، طالبانو د دغې نښتې د تلفاتو په اړه لا په ډاګه څه نه دي ويلي؛ خو په سیمه کې ځینو طالبانو ویلي، چې په دې نښته کې یو طالب وژل شوی.
د سرچینې په خبره، ښایي په دغې نښته کې د طالبانو تلفات تر دې هم زیات وي.
سرچینې ادعا کړې، چې طالبانو پنځه پاکستاني پوله ساتي ژوندي له ځانه سره وړي؛ خو په دې تړاو له کوم رسمي ادرسه څه نه دي ویل شوي.
له بل پلوه په پاکستان کې هم سرچینې ادعا کوي، چې په دغو نښتو کې د طالبانو ۱۲ کسان وژل شوي دي.

سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د سویلي وزیرستان واڼه په سرګي کوټ سیمه کې بازار ته څېرمه د جوړېدو په حال کې و چې تېره شپه وسلهوالو په بمونو الوځولی او بنسټونه یې ورنړولي دي.
دغو سرچېنو دا هم وویل، له دغې پېښې وړاندې وسلهوالو په سیمه کې شپې پاڼې هم خپرې کړې وې او له خلکو یې غوښتي و چې په دغه سیمه کې دې د نجونو لپاره ښوونځي نه جوړېږي.
تر دې دوه اوونۍ وړاندې په شمالي وزیرستان کې هم د نجونو یو بل ښوونځی د وسلهوالو لهخوا په بمونو الوځول شوی و.
په خیبر پښتونخوا کې د نجونو د ښوونځيو پر وړاندې تاوتریخوالی تر دې وړاندې هم مخینه لري، په ۲۰۰۸ او ۲۰۰۹ کلونو کې په ملاکنډ او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو او دره ادم خېل کې هم ښوونځي په بمونو الوځول شوي وو.
ځايي خبریال رفعت الله ورکزی وایي، که هغه مهال وسلهوالو پر ښوونځیو بریدونه کول؛ نو په دغو سیمو کې د ځایي طالبان واکمني او راج چلېده او هغو چې ښوونځی سوځول نو چا یې د نیولو واک هم نه لاره.
د ښاغلي ورکزي په خبره، اوس چې وسلهوال طالبان په دغو سیمو کې واک هم نه لري او د ورانکارو کړنو وروسته محکمو ته نه راښکل کېږي، دغه کار د سیمې له خلکو سره اندېښنې زیاتې کړې دي.
ښاغلی ورکزی وايي، که حالت همدغه شان په سیمه کې روان پاتې شي؛ نو یو شمېر خلک به د خپلو اصلي مېنو څخه نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شي.

د غزې د روغتیا وزارت وايي، چې د اکټوبر له میاشتې راهیسې پر غزې د اسراییل په پوځي عملیاتو کې ۳۵زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او ۷۹زره او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه وزارت وايي، په تېرو ۲۴ساعتونو کې لږ تر لږه ۳۹ کسان وژل شوي دي.
بل خوا؛ د جبالیا د مهاجرینو کمپ اوس د جګړې اصلي ډګر دی اوپه دې کمپ باندې د اسراییل بریدونه د ساعت په تیریدو سره زیاتیږي.
الجزیرې راپور ورکړی، چې په تېرو څو ساعتونو کې نه یوازې بریدونه زیات شوي، بلکې د کمپ په مرکزي بازار کې چې ګڼ مېشته سیمه ده پېښې ثبت شوي.
اسراییلي پوځ د بې پیلوټه الوتکې په وسیله په کمپ کې یو وړکتون هم په نښه کړی، چې لږترلږه پنځه فلسطینیان یې ټپیان کړي دي. په دې عملیاتو کې اسراییلي پوځ حتی ډاکټران هم په نښه کړي چې په دې برید کې دوه ډاکټران ټپیان شوي دي.
په جبالیا کې د وژل شویو کسانو په منځ کې یوه امیندواره ښځه هم شامله ده.
د وفا خبري اژانس د راپور له مخې؛ یوه میندواره ښځه د جبالیا په الفلوجه سیمه کې اسراییل یوه کور په نښه کړ او ۴کسان یې ووژل، چې یوه یې امیندواره ښځه وه.

د وروستیو معلوماتو له مخکې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهېسې تر دې دمه، لږ تر لږه ۳۵ زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۹ زره او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا، اسراییل وایي، چې په دې جکړه کې یې یو زره او ۱۳۹ کسان له لاسه ورکړي او لږ تر لږه ۸ زره او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.




پاکستان او چین موافقه وکړه، چې په مختلفو برخو کې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیزیا سي پیک د پروژو پرمختللې بڼه عملي کړي. دغه هوکړه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د دغو هېوادونو په پنځم پړاو ستراتیژیکو خبرو کې شوې ده.
د پاکستان دولتي راډیو نن د دغه خبر خپرولو سره وايي، چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د بېجینګ د یو لار او یو کمربند برخه ده، چې له مخې د اسلام اباد لومړیتوبونو ته په پام په دغه هېواد کې د کارموندنې او بېخ بنسټو پروژو په ګډون مختلفو برخو کې نوښت کېږي.
په اوسنیو خبرو کې دواړه لوري پر سوداګرۍ، پانګونه او تجارت سربېره د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي برخې پر اړیکو هم غږېدلي دي.
دواړو لوریو د ترهګرۍ له هرې بڼې سره پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.
د چین او پاکستان نوې هوکړه په داسې مهال ده، چې له بل هر وخت په پاکستان کې د بېجینګ پروژې د وسله والو له بریدونو سره مخ دي.
دغه هېواد تېر مارچ د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له برید وروسته د دوو برېښنا بندونو د جوړولو چارې هم وځنډولې.
