تېره شپه په سوېلي وزیرستان کې د نجونو یو بل ښوونځی د وسلهوالو لهخوا په بمونو والوځول شو

سیمهییزو سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، دغه ښوونځی د سویلي وزیرستان واڼه په سرګي کوټ سیمه کې بازار ته څېرمه د جوړېدو په حال کې و چې تېره شپه وسلهوالو په بمونو الوځولی او بنسټونه یې ورنړولي دي.