انځورونه: د خان یونس د کنډوالو په منځ کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو ژوند

د وروستیو معلوماتو له مخکې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهېسې تر دې دمه، لږ تر لږه ۳۵ زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۹ زره او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخکې د اسراییل او حماس د جګړې له پیل راهېسې تر دې دمه، لږ تر لږه ۳۵ زره او ۲۷۲ فلسطینیان وژل شوي او لږ تر لږه ۷۹ زره او ۲۰۵ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا، اسراییل وایي، چې په دې جکړه کې یې یو زره او ۱۳۹ کسان له لاسه ورکړي او لږ تر لږه ۸ زره او ۷۳۰ نور ټپیان شوي دي.





پاکستان او چین موافقه وکړه، چې په مختلفو برخو کې د چین – پاکستان د اقتصادي دهلیزیا سي پیک د پروژو پرمختللې بڼه عملي کړي. دغه هوکړه د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د دغو هېوادونو په پنځم پړاو ستراتیژیکو خبرو کې شوې ده.
د پاکستان دولتي راډیو نن د دغه خبر خپرولو سره وايي، چې د چین او پاکستان اقتصادي دهلېز د بېجینګ د یو لار او یو کمربند برخه ده، چې له مخې د اسلام اباد لومړیتوبونو ته په پام په دغه هېواد کې د کارموندنې او بېخ بنسټو پروژو په ګډون مختلفو برخو کې نوښت کېږي.
په اوسنیو خبرو کې دواړه لوري پر سوداګرۍ، پانګونه او تجارت سربېره د ستراتیژیکو، اقتصادي، سیاسي، دفاعي او امنیتي برخې پر اړیکو هم غږېدلي دي.
دواړو لوریو د ترهګرۍ له هرې بڼې سره پر مبارزه هم ټینګار کړی دی.
د چین او پاکستان نوې هوکړه په داسې مهال ده، چې له بل هر وخت په پاکستان کې د بېجینګ پروژې د وسله والو له بریدونو سره مخ دي.
دغه هېواد تېر مارچ د پښتونخوا په شانګله کې پر چینايي انجینرانو له برید وروسته د دوو برېښنا بندونو د جوړولو چارې هم وځنډولې.

د ایران انترنشنل د چهارشنبې په ورځ د (غويي ۲۶مه)د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د بشري حقونو او ډېموکراسۍ په برخه کې د جنیوا په سرمشریزه کې د ۲۰۲۴ کال د زړورتیا مډال ورکړل شو.
د ایران انټرنشنل د خپرونو اجراییوي مدیر علي اصغر رمضان پور او د دې شبکې د خپرونو یو وړاندې کوونکې پوریا زراعتي د ایران د انټرنشنل په استازیتوب دا جایزه د ملګرو ملتونو د سفیرانو، د بشري حقونو فعالانو او د نړۍ له بېلابېلو برخو څخه د خبریالانو په حضور کې د یو لړ مراسمو پر مهال تر لاسه کړه.
د غونډې تنظیموونکي وايي؛ دوی دا جایزه د ایران له خوا د ایرانیانو د ورځني ظلم او ځورونې د زړورتیا د افشا کولو له امله د ایران انټرنشنل ادارې ته ورکړې ده.
په دې مراسمو کښې د ایران انټرنشنل د خبریالانو په وړاندې د نړۍوالو فشارونو او ګواښونو او د دغې ډلې د کارکونکو زړورتیا ته اشاره وشوه او ویې ویل؛ چې د ایران د اطلاعاتو وزارت د خپلو خبرونو د پوښښ له امله یو ترهه ګره اداره وبلله.
رمضان پور په دې مراسمو کې په یوه مرکه کې ټینګار وکړ، چې ایران انټرنشنل ځان په ایران کې د خبریالانو د کورنۍ یوه برخه ګڼي او د دغې شبکې پر وړاندې د ایران د حکومت د غوسې علت د هغو ایراني خبریالانو اندېښنه ده، چې په تېرو څلورو لسیزو کې ځپل شوې ده.
پوريا زراعتي همدا راز وویل؛ دا باید هېره نه کړو، چې په سلګونو زره زړورو ایراني ځوانانو د مهسا امیني په ملاتړ په لارو کوڅو کې لاریون وکړ، چې ګڼ شمېر یې وژل شوي او زرګونه کسان په زندانونو کې دي.
هغه د ایران د انټرنشنل د دوو کارکوونکو د وژلو او بريد د ایران ارادې ته په اشارې سره وویل؛ کله چې ډېپلوماسۍ کار ونه کړی باید تهران ته یو واضح پیغام ولیږل شي، چې د دغه چلند دوام به جدی پایلې ولری.
دا کلنۍ ناسته د ۲۵ غیر دولتي سازمانونو د ایتلاف له خوا ترسره کیږي او هڅه کوي د نړۍوالې ټولنې پام د بشري حقونو پیښو ته واړوي، چې سمدستي څېړنې او عمل ته اړتیا لري.
د جنیوا غونډه هر کال د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له اصلي غونډې مخکې جوړیږي او اصلي موخه یې د دې سازمان د بشري حقونو د شورا په اجنډا کې د مهمو نړیوالو مسالو شاملول دي.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن په خپله په يوه مرکه کې ویلي، چې د اوکراين د کړکېچ د سوله ييز حل لپاره د چين د پلان ملاتړ کوي. هغه وويل، بېجينګ په بشپړه توګه پوهيږي چې د دې بحران تر شا څه دي.
پوتین د پنجشنبې په ورځ بېجینګ ته له خپل سفر مخکې د چین له شینهوا خبري اژانس سره په خبرو کې زیاته کړه، روسیه د اوکراین د شخړې د هواري لپاره خبرو ته چمتو ده.
د هغه په خبره، چې د چین پلان او نورې تګلارې چې د چین ولسمشر شي جین پینګ یې په اړه تېره میاشت خبرې کړې وې له اوکراین سره د شخړې اصلي لاملونه په پام کې نیسي.
پوتین وویل: "موږ د اوکراین د کړکیچ د حل لپاره د چین د چلند په اړه زموږ په ارزونه کې مثبت یو. بیجینګ په حقیقي توګه په اصلي لامل او نړۍوالې جیوپولیټیکل معنا پوهیږي."
څه له پاسه يو کال مخکې بېجينګ يو دولس ماده ييز پلان وړاندې کړ، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره يې عمومي اصول په ګوته کړل؛ خو دغه پلان یې لا جزوي بیان نه کړ.
په هغه وخت کې روسیې او اوکراین دواړو د دې پلان تود هرکلی وکړ، مګر متحده ایالاتو ورته زړه نه ښه کړ.
تېره میاشت د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د بیجینګ وړاندیز یو معقول پلان وباله.
شي جين پينګ د المان له لومړي وزیر سره په خبرو کې د چين د ۱۲ ماده ييز پلان تر څنګ د تاوتريخوالي د شدت د کمولو او د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د شرايطو د چمتو کولو او پر نړۍوال اقتصاد د دغه بحران د اغېزو د کمولو غوښتنه وکړه.
روسیه په اوکرایین کې خپل اقدامات د اوکراین د بې وسلې کولو او له فاشیستانو څخه د خلکو د ساتنې لپاره "ځانګړي پوځي عملیات" بولي.
اوکراین او لوېدیځ دا ادعاوې بې بنسټه ګڼي او وايي چې دا جګړه د تيري په معنا ده.
د ۲۰۲۲ کال په فېبرورۍ کې پر اوکراین د مسکو له برید یوازې څو ورځې وړاندې، روسیې او چین په ټولو برخو کې د خپلو "غیر محدودو" همکاریو هوکړه کړې وه؛ خو بیجینګ تر اوسه روسیې ته د وسلو او مهماتو له ورکولو ډډه کړې ده.
ټاکل شوې، چې سبا به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چین د ولسمشر په بلنه بېجینګ ته لاړ شي او هلته به په د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا بحث وکړي.

د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو نن له یوې حکومتي غونډې وروسته په ډزو وویشتل شو. د راپورونو له مخې په دې پېښه کې د لاس لرلو په تور یو کس هم نیول شوی دی.
د سلواکیا رسنیو راپور ورکړی، چې رابرټ فیکو له ډزو وروسته روغتون ته وړل شوی دی.
یوه عیني شاهد رویټرز ته وویل، چې د څو ډزو له اورېدو وروسته یې ولیدل چې یو سړی د پولیسو له خوا نیول شوی او پر ځمکه پړمخ پروت دی.
د سلواکیا د پارلمان مرستیال لوبوس بلاها هم دغه پیښه تایید کړې ده.
ځینو رسنیو لیکلي، چې د سلواکیا ۵۹ کلن لومړی وزیر په معده کې په ډزو لګېدلی او ټپي شوی دی.
د رسنیو د راپورونو له مخې د سلواکیا لومړی وزیر د دغه هېواد په پلازمېنه براتیسلاوا کې یوه روغتون ته لېږدول شوی دی.
تر اوسه د نوموړي د روغتیايي وضعیت په اړه کره معلومات نه شته.
د سلواکیا لومړی وزیر رابرټ فیکو له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د لویدیځ د ملاتړ له مخالفانو څخه دی.

د اسلام اباد سترې محکمې نن د پاکستان تحریک انصاف ګوند د مشر او پخواني لومړي وزیر د ۱۹۰ میلیونه پاونډو د درغلۍ د قضیې په تړاو د نوموړي ضمانت منظور کړ. د تحریک انصاف ځینې غړو پر دغه فیصله خوښي ښودلې او ویلې یې دي، چې خان ته جوړې شوې قضیې سیاسي رنګ لري او یوازې د تورونو تر کچې دي.
پاکستاني رسنیو د اسلام اباد د سترې محکمې د مشر قاضي عامر فاروق په حواله ویلي، چې عمران خان به د لس لکو کلدارو بانډ یا چېک قضايي ارګانونو ته سپاري او له مخې به یوازې په همدې قضیه کې د نوموړي ضمانت منظوریږي.
د عمران خان د حکومت له ړنګېدا وروسته پر نوموړي تور و، چې له دولتي ډالیو څخه یې په شخصي ډول استفاده کړې، دولتي رازونه یې بیان کړي او د عدت پر مهال یې له بشرا بي بي سره واده کړی دی.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان د مېرمنې بشرا بي بي د پخواني مېړه وکیل بیا تېره ورځ ویلي،چې خاور مانیکا غوښتل په عدت کې مېرمن بشرا ته رجوع وکړي.
خاور مانیکا پر عمران خان او خپله پخوانۍ مېرمن تور لګولی، چې د ده او بشرا د طلاق عدت یا ټاکلې نېټه پوره نه وه، چې عمران خان ورسره واده وکړ.
خو د عمران خان اوسنۍ مېرمنې بیا ویلي، چې پخواني مېړه یې خاور مانیکا په ۲۰۱۷ کال کې طلاق ور کړی و او له عمران خان سره یې په ۲۰۱۸ کې واده وکړ.