• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

شننه؛ د ایراني جمهور ريیس مړینه، سیمه او روان حالات

عبدالغفور لېوال
عبدالغفور لېوال

د قومونو او قبایلو چارو وزارت پخوانی سرپرست وزیر او په ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۱۴:۳۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۶:۴۶ GMT+۰

اوس چې، د ایران د جمهور رییس ابراهیم رییسي او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر او نورو ملګرو د مړینې یا وژل کېدلو تراعلان یوازې څو ساعتونه تیریږي، باید صبر وشي، چې د دوی د څرخکې د رالوېدو یا راغورځول‌کېدو له سپیناوي څه کوچ راوځي؟

څرخکه ولې لوېدلې؟ تخنیکي عارضه؟ خرابه هوا یا یې کوم لاس تر شا دی؟ که لاس یې ترشا دی، د چا او ولې؟

ایران په یوه لانجمنه سیاسي – ستراتيژيکه سیمه کې یوایډیولوژیک - هژمونیک ځواک ګڼل کیږي،

له اسراییل او امریکا سره یې ډغرې دي، په ګڼو سیمه‌ییزو او ان نړیوالو لانجو کې یې نیابتي یا مخامخ حضور لیدلای شئ، په یوکراین کې ښکېل دی، په افغانستان و پاکیستان کې هم. د لبنان له حزب الله و فلسطیني حماس نه رانیوې تر یمني حوثیانو او د سوریې تر بشارالاسد او بیا د لاتینې امریکا تر امریکا ضد لانجو او په افریقا کې د ځینو سیاسي پوځي جوړښتونو تر ملګرتیا پورې هرځای یې پل ښکاري.

دا هېواد په کور دننه هم د ډېرو پېچلیو سیاسي سیالیو، دوښمنیو او مخامختیاوو شاهد دی.

څه برخه ایرانیان د روان مذهبي نظام مخالفان دي، څه نور قومي و مذهبي ربړې لري. د سیستان بلوچستان او نورو سیمو بلوڅان او سُني‌مذهبه مخالفان خپلې اورپکې ډلې لري.

د ا‌ذربایجان و ارمنستان د لانجو یوه برخه ریښه په ایران کې ده. ایران په عراق کې دومره ښکېل دی، چې هېڅ بل هېواد به له خپل ګاونډي سره دومره اېل و غېل نه وي.

په عراق کې د امریکايي هډو ترڅنګ د ایران پوځي حضور او په سوریه کې د امریکا او روسیې تر منځ د سیالیو په ډګر کې د دغه هېواد لکه غاړه، په عرب سمندرګي او فارس خلیج کې کشالې او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته یې ستراتيژیک پام د دغه هېواد نړیوال جنجالي حضور څرګندوي.

په کور دننه د دغه هېواد د مذهبي مشر ( چې د سیاستونو او واک اصلي مرجع ده) پر ځایناستۍ تاوده بحثونه هم له روستۍ مرګونې پېښې سره مخامخ اړیکي لرلای شي. بهرمیشتي ایرانیان د دغه هېواد پر پېښو اغېز لري، د پهلوي پاچا کورنۍ لا په بهر کې فعال دي او د مجاهدین خلق له ډلې رانیولې تر جیش‌العدل و نورو قسم خوړلیو خونړیو ډلو پورې هم هرې پېښې ته په څو ناست دي.

د ایراني سرکار لپاره یوه لویه اندېښنه د سیاسي مشروعیت کمرنګه کېدل هم دي، په روستیو ټاکنو کې د خلکو ګډون سوړ و، مدني و روښانفکرانه غورځنګونه، د ښځو او بشري حقونو د فعالینو پاڅونونه او بیا یې تاوتریخجن ځپل دې ټولو لانجو پر ټاکنو باور ته زیان اړولی دی.

اوس چې جمهور رییس وژل شوی، باید په پنځوسو ورځو کې بیاځلې انتخابات وشي، مهمه پوښتنه دا ده، چې د رئیسې مرګ به په دغو ټاکنو کې د خلکو پر ګډون مثبته که منفي اغېز ولري؟

په کور دننه خلک د نړیوالو اقتصادي بندیزونو له کبله بېوزلي او ستومانه دي. انقلابي روحیه هم کمزورې کېدونکې ده، خو دا چې راروانې ورځې به څه پېښیږي او د دغې ډراماتیکې پېښې اغېز به پر سیمه او نړیوالو پېښو څه وي؟ د یوشمېر نورو پوښتنو په ځواب پورې اړه لري، چې ښايي سپیناوی به یې څېړنې او زمان وکړي.

دا کومې پوښتنې دي؟

څو ورځې مخکې ایراني لوري ومنله، چې په عمان کې یې له امریکایانو سره (نامخامخ) خبرې کړې دي. دا خبرې څه وې؟

د اسراییل او ایران جنګي مانورونه هماغه وو، چې پېښ شول؟ که نه : دا د پټي سر دی، پټی بېرته سورور دی؟

ایا امریکا په ایران کې د واک د دستګاه بېخلن بدلول غواړي، که له سیمه‌ییزو او نړیوالو لانجو څخه یوازې د دغه هېواد لاسونه لنډوي؟ او که نه د دغه ظاهراً دوښمن هېواد په مرسته اوبه لا پسې خړوي او له روسيې و چین سره د ډغرو ماهیان په کې نیسي؟

په افغانستان کې د واکمنې ډلې هغه پخوانی خوږ لحن چې د ایران په اړه یې درلود اوس پیکه شوی دی، د واکمنې ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په رمز و اشاره و کنایه کې د درېیو هېوادونو یادونه وکړه، چې د داعش ملاتړ کوي، یو هېواد ورته لاره ورکوي، هغه د هېڅ هېواد نوم وانه خیست، خو یو شمېر مبصرینو په یادو هېوادونو کې یو ایران وګاڼه.

100%

ایران له افغانستان سره پر ټوله پوله د دیوال جوړولو چاره پیل کړې ده، دا پر کابل واکمنو ته ښه خبر نه دی. د ایران پخواني خارجه وزیر جواد ظریف هم له ځینو هغه مرموزو اړیکو پرده پورته کړه، چې پرافغانستان د واکمنې ډلې په اړه یې د ایران راتلونکي ته اندېښنې څرګندولې.

ایران و روسیې په ښکاره څرګنده کړې وه، چې دوی پر افغانستان له واکمنې ډلې سره کومه ایډیولوژیکه یا سیاسي خیښي نه لري، یوازې له دوی سره تعامل د دې لپاره کوي، چې له دیفکتو افغانستان څخه ورانکارې ډلې د دوی د امنیت په ضد ونه کارول شي.ایران و روسیه په دوو کې حیران وو، چې د واکمنې ډلې پخوانی امریکا ضد جګړه ریښتینې وه؟ که د دوحې تړون له مخې یې اوسنۍ یارانه ریښتینې ده؟

که د دوحې تړون او د هغو د پټو ضمایمو، اونیزو څلویښت میلون ډالري کڅوړو یارانه ریښتیا وي، بیا خو دغو دواړو هېوادونو ته له دوی څخه ورپېښېدونکی ګواښ هم ریښتینی دی. په دې اړه جدي پوښتنو د ایران، روسیې، چین او ځینو نورو هېوادونو هغه تودې منډې و غورځې پرځې کرختې و سړې کړې، چې د « سیمه ییز مقاومت ډلې» د جوړولو په نامه یې راپیل کړې وې.

د دغه مقاومت یو مخکښ ایران و، خو له څو میاشتو راروسته یې دغه اصطلاح هېره کړې ده.

داسې ګونګوسې هم شته، چې د افغانستان په اړه د ایران و روسیې یو پر بل باور هم وروست شوی دی.د سیمه ییز مقاومت د جوړولو د نوښت غړیو هېوادونو ولیدل، چې د عراق و سوریې داعش په افغانستان کې له فعال داعش او په پاکیستان کې له راټولېدونکي داعش سره د اهدافو له مخې توپیرونه لري، خو مرموزه او ورکه سرچینه یې یوه ښکاري.

له پاکیستان سره هم د ایران اړیکي د مینې و کرکې Hate & Love اړیکي دي. پاکیستان د خپلو هغو شیعه وګړیو په اړه کوټليو اقداماتو ته مټې رانغښتي، چې ایران یې د زینبیونو په ټولي کې په عراق و سوریه کې جنګوي.

ایران دا هم پسې کنجوغه کړې ده، چې له پاکیستان سره به هم پرخپله پوله دیوال نېغ کړي.

امریکا هیندوستان ته ګوته څنډلې وه، چې له ایران سره د چابهار په برخه کې انډیوالي به ورته ښه پرېنوځي.

بله کیسه دا ده، چې ایران اټومي وسلې ته له بشپړې لاسرسۍ یو ګام لرې دی. د وژل شوي رئیسې په دوران کې د ایران پر اټومي پروګرام د خبرو لړۍ وشلېده، ایران غوښتل برجام ته ورستون شي، خو نړیوال لوري، په تېره اروپایانو غوښتل نوی تړون له نویو شرایطو سره پرې ومني، دا کیسه ګونګه پاتې شوه، له اسراییل سره د لاس و ګریوان کېدو په ورځو شپو کې دا ګنګوسه توده وه، چې ایران ښايي اتومي وسله جوړه کړي.

یوځل له اسراییل سره د ایران مخامختیا ډېرې نازکې شېبې ته ورسېده، اسرائیلو غوښتل چې له ایران سره په سرجنګولو خپله برخلیک ټاکونکې او روستۍ جګړه پیل کړي، خو نه امریکا دې شخړې ته زړه ښه کړ او نه ایران وار وپار خطا کړ، د یوه مدیریت شوي او مهندسي شوي احتیاط له مخې له دې لانجې د پښې ایستلو مانور ښايي امریکا هم د ایران نوي دریځ ته متوجه کړې وي.

هغه څه چې د دومره پېچلو، ګډو وډو او څو پوړیزه سیاسي، پوځي او استخباراتي وضعیت تر شاه څرګندیږي، دا دي چې په سیاستونو کې د جدي بدلونونو او شاته کېدلو لپاره یوې لویې سیاسي پېښې ته اړتیا وي.

د جمهور رییس او بهرنیو چارو د وزیر وژل کېدل دغسې یوه پېښه کېدلای شي، چې د عطف د ټکي په توګه یې له امله د شاګرځ بولۍ ورکړل شي او په همدې پلمه هم ایران او هم امریکا له خپلو سرټمبګیو په شا شي.

په منفي جهت کې دا پېښه سرچپه پایلې هم لرلای شي، چې ښايي پایلې به یې سیمې او نړۍ ته ترخې وي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

ترویج لرونکی

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته
۱

هبت الله اخوندزاده؛ د کچلاغ د الحاج جومات له امامته د طالبانو تر امارته

۲
ځانګړی

د اختر په مناسبت؛طالبانو مدرسو ته مېلیونونه افغانۍ ځانګړې کړې خو ښوونکو تنخوا نه‌ده اخیستې

۳

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

تېرو درېیو ورځو کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۴۰۰ افغانان خوشې شوي دي

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان لومړي وزیر د ابراهیم رییسي په مړینه په دغه هیواد کې یو ورځنی ماتم اعلان کړ

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۹:۰۹ GMT+۱

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د ايران د مخکني ولسمشر ابراهيم ریيسي په مړينه نن دوشنبه د (غوايي ۳۱مه) په دغه هیواد کې ماتم اعلان كړ. ښاغلي شریف ويلي، د دغه ماتم له امله به د پاکستان بیرغ نیم ځوړند وي.

د دې تر څنګ شهباز شریف زیاته کړې چې په تهران کې به هم د پاکستان په سفارت کې د دغه هیواد بیرغ نیم ځوړند وي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شريف د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ايران مخکني ولسمشر او بهرنیو چارو وزير په مړينه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي چې هغه د پاکستان ښه دوست و، چې يوه مياشت وړاندې یې پاکستان د کوربه توب ویاړ درلود.

بل خوا د پاکستان ولسمشر اصف زرداري هم د ايران د مخکني ولسمشر، بهرنيو چارو وزير او نورو په مړينه خواخوږي څرګنده کړې او د ابراهيم ریيسي کړنې یې وستايلې.

د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي او ورسره پلاوي چورلکه تېره ورځ ناوخته د ایران په ختیځ اذاربایجان کې غورځېدلې وه چې تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.

د ایران د حکومت پلاوي د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو له مړېنې وروسته بیړنۍ غونډه وکړه

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۶:۳۰ GMT+۱

د ایران حکومت پلاوي د ابراهیم رییسي او د هغه د ملګرو د مړېنې له خبر وروسته بیړنۍ غونډه وکړه. ابراهیم رییسي او ملګري یې په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې غورځېدو په پېښه کې مړه شوي. تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.

لاهم د رییسي د چورلکې غورځېدو لامل نه دی څرګند خو ایراني چارواکي یې د هوا د خرابوالي له امله بولي.

تر دې وړاندې د ایران مذهبي مشر سید علي خامنه يي ویلي دي چې د دغه هیواد وګړي باید ډاډه و اوسي چې د ایران په ورځنیو چارو کې به هیڅ ډول ګډوډي نه رامنځته کیږي.

دغه مذهبي مشر نن سهار دوشنبه (د غوايي ۳۱مه) په ایکس پاڼه په یوه پوسټ کې هېله ښودلې وه چې ابراهیم رییسي او ملګري به یې ژوندي راستنیږي خو هغوی په پېښه کې مړه شوي.

د ابراهیم رییسي د چورلکې غورځېدو له پیښې وروسته د ایران د ژغورنې د ډلو تر څنګ د روسیې او ترکیې د ژغورنې ډلو او هوايي الوتکو د پلټنې په عملیاتو کې برخه لرله.

مهر خبري اژانس: د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ایران ولسمشر مړ شوی

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۵:۳۰ GMT+۱

مهرخبري اژانس چې د ایران د تبلیغاتي سازمان اړوند رسنۍ ده د ختیځ اذرربایجان په ولایت کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې د ابراهیم رییسي د مرګ خبر تایید کړ. مهر خبري اژانس لیکلي: «د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ زمونږ د هیواد ولسمشر د خپل پلاوي په ملتیا د شهادت لوړ مقام ترلاسه کړ.»

د ایران د تبلیغاتي سازمان اړوند مهر خبري اژانس د دوشنبې په ورځ د (غوايي ۳۱مه) په ختیځ اذربیجان ولایت کې د دغه هېواد د ولسمشر د چورلکې غورځېدو په پېښه کې د ابراهیم رییسي د مرګ خبر منلی.

همدارنګه مهر خبري اژانس لیکلي چې په یاده چورلکه کې له ابراهیم رییسي سره د مل پلاوي نور کسان هم مړه دي.

همدارنګه د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي اجراييه مرستیال محسن منصوري او یو شمیر نورو ایراني چارواکو هم پر خپلو اېکس پاڼو د ابراهیم رییسي مړینه تایید کړې ده.

د ایران ولسمشر غورځېدلې چورلکه تر ۱۶ ساعته عملیاتو وروسته پیدا شوه.

د ایران د سرې میاشتې تر څنګ ترکيې او روسيې هم د ایران د ولسمشر د غورځېدلې چورلکې د لټون په عملیاتو کې برخه لرله.

د یو شمېر رسنیو د معلوماتو له مخې خرابه هوا د چورلکې د غورځېدو لامل بلل شوی دی.

رویټرز: د ابراهیم رییسي چورلکه په بشپړه توګه سوځېدلې ده

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۲۹ GMT+۱

رویټرز خبري اژانس د یوه ایراني چارواکي له قوله ویلي: «د ابراهیم رییسي چورلکه په پېښه کې په بشپړه توګه سوځېدلې ده.» د ایران د دولتي رسنیو په وینا، تر اوسه پورې د چورلکې د سپرلیو د ژوندي پاتې کېدو نښې نښانې نه دي ترلاسه شوې.

هاخوا د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند منلې چې د دغه هېواد د ولسمشر ابراهیم رییسي د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی دی.

پیرحسین کولیوند وویل: «حالات ښه نه دي.»

تسنیم خبري اژانس د رییسي د چورلکې د موندل کېدو د شیبې انځورونه خپاره کړي دي.

ایرنا خبري اژانس: د رییسي د چورلکې غورځېدو ځای وموندل شو

۳۱ غویی ۱۴۰۳ - ۲۰ می ۲۰۲۴، ۰۴:۱۳ GMT+۱

د ایران خبري اژانس (ایرنا) راپور ورکړی چې د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسی د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی دی. ایرنا خبري اژانس لیکلی: «ژغورونکې ډلې د پیښې ځای ته نږدې شوې دي»

د ایران د سرې میاشتې ټولنې مشر پیرحسین کولیوند هم دا خبر تایید کړی دی چې د رییسي د چورلکې د غورځېدو ځای موندل شوی.

د ایرنا د راپور له مخې، پیرحسین کولیوند وویل: «د چورلکې ټوټې موندل شوې، موږ د چورلکې په لور حرکت کوو. حالات ښه نه دي.»

د ایران د ولسمشر د لېږد په چورلکه کې ایت الله الهاشم، د تبریز د جمعې امام او د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان هم موجود وو.

دا چورلکه له تېرې ورځې راهیسې په ځنګلي سیمو کې ورکه شوې او تردې مهاله یې د پیدا کولو عملیات نه دي بریالي شوي.