اروپايي ټولنې د افغانستان له سېلاب ځپلو سره د ۴۰۰ زره یورو مرستې اعلان وکړ

اروپايي ټولنې په خپرې شوې وینا پاڼه کې ویلي، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله له زیانمنو شویو خلکو سره ۴۰۰ زره یورو مرسته کوي. دغه ټولنه وايي، په دغو مرسته شویو پیسو به د بغلان، تخار او بدخشان ولایت سېلاب ځپلو لپاره بېړڼۍ مرستې چمتو شي.