په بلخ کې پر دوو ډاکترانو وروڼو ناپېژانده وسله‌والو برید کړی، یو وژل شوی او بل یې ټپي دی

له مزارشریف څخه یوې سرچېنې افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، تېره شپه ناوخته هغه دوه تنه ډاکتران چې په خپلو کې وروڼه هم وو؛ ناپیژانده وسله‌والو پرې برید کړی، چې یو یې ځای پر ځای مړ شوی او بل یې ټپي دی.