د ترکیې سفارت وايي، چې سر له ننه به افغانستان ته د ترکیې د هوايي شرکت الوتنې پیل شي

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، چې د هغه هېواد د هوايي شرکت الوتنې به نن سه شنبه د (غبرګولي په لومړۍ نېټه) بیا له سره کابل ته پیل شي. په کابل کې د ترکیې سفیر په خپلې اېکس پاڼه لیکلي، چې د ترکیې د هوایي شرکت الوتکې «بشپړ چمتوالی» لري چې کابل ته هره اوونۍ څلور الوتنې وکړي.