سکاټ مېلر کانګرس ته: ما خبرداری ورکړی و، چې د افغانستان وضعیت به په چټکۍ سره خراب شي

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قوماندان کانګرس ته ویلي، چې له افغانستانه د وتلو د "ډېرو بدو" پایلو په اړه یې څو ځله بایډن ته خبرداری ورکړی و. سکاټ مېلر د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل:«له وتلو وروسته مې د افغانستان د ښې راتلونکې هیله نه درلوده.»





