متیو مېلر: د لوژیستیکي لاملونو له امله مو د ایران د مرستې غوښتنه ونه منله

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر ویلي، چې ایران په خرابه هوا کې د پخوانۍ ۴۵ کلنې چورلکې د کارولو مسوول دی. نوموړي ادعا کړې، چې د چورلکې له غورځېدو وروسته ایران ترې د مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو د لوژیستیکي لاملونو له امله یې د ایران غوښتنه ونه منله.