د چین په یوه ښوونځي کې دوه کسان د چړو په ګوزارونو ووژل شول

چینایي چارواکي وایي، چې د چین په سوېل کې د جیانګشي ایالت په ګویشي ښار کې د چړو په ګوزارونو پېښه کې دوه کسه مړه او لس نور ټپیان دي. چینایي پولیسو په دې تړاو یوه ۴۵ کلنه ښځه نیولې ده.

چینایي چارواکي وایي، چې د چین په سوېل کې د جیانګشي ایالت په ګویشي ښار کې د چړو په ګوزارونو پېښه کې دوه کسه مړه او لس نور ټپیان دي. چینایي پولیسو په دې تړاو یوه ۴۵ کلنه ښځه نیولې ده.
چینایي پولیس وایي، چې دغه پېښه د دوشنبې په ورځ ( د غویي په ۳۱مه نېټه) په یوه ښوونځي کې شوې ده.
د پولیسو د مالوماتو له مخې، د دغې پېښې عامله یوه ۴۵ کلنه ښځه ده چې د میوو سپینولو په چړې یې پر خلکو برید کړی دی.
لاتراوسه روښانه نه ده، چې ماشومان هم په قربانیانو کې شامل دي کنه.
د ماشومانو کورنۍ وایي، چې د دغې خبر په اورېدو «هیښ» شوي دي.
لاتراوسه چینایي پولیسو د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.
په تېرو وروستیو میاشتو کې په چین کې د چړو د ګوزارونو پېښې زیاتې شوې دي.
تېره میاشت هم یوه وسلهوال کس دوه کسان د دغه هېواد په سوېل کې په یوه روغتون کې د چړې په ګوزارونو وژلي او ۲۱ نور یې ټپیان کړي وو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ابراهیم رييسي چورلکه د یکشنبې په ورځ (د غويي ۳۰مه) ولوېده او له نېږدې ۱۷ ساعتونو وروسته وویل شول، چې نوموړی او د حسین امیر عبداللهیان په ګډون ورسره مل پلاوی ووژل شول شول، اوس به څه کېږي؟
د عامه افکارو یوه مهمه پوښتنه دا ده، چې د رییسي له مړینې سره اوس څه کیږي؟
د ایران د اسلامي جمهوریت مشر علي خامنه یي د دوشنبې په ورځ (د غوايي ۳۱مه) په خپل یوه پیغام کې وویل؛ چې محمد مخبر به د اساسي قانون د ۱۳۱مې مادې له مخې د اجراییوي څانګې د مشر توګه وټاکل شي او هغه مکلف دی، چې قضايه او مقننه قواو له رییسانو سره په پنځوس ورځو کې نوی ولسمشر وټاکي.
په ایران کې ابراهیم رییسي لومړنی کس نه دی، چې د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې په بشپړولو کې پاتې راغلی.
تر نوموړي وړاندې ابوالحسن بني صدر د خپلې سیالې ډلې له خوا د استیضاح او ماتې له امله په (۱۳۶۰) کال کې د ولسمشرۍ د لومړې دورې په پوره کولو کې پاتې راغلی و.
محمد علي رجايي هم په ۱۳۶۰ کال کې خلق سازمان ته په منسوب یوه چاودنه کې ووژل شو.
له دغو درېیو پرته نورو شپږو ولسمشرانو په پرله پسي توګه دوه دورې بشپړې کړې.
په ۴۵ کلنه دوره کې د درېیو ولسمشرانو له لاسه ورکول د ډېری هېوادونو په پرتله خورا لوړه احصایه ګڼل کیږي او دا د اوږدې بې ثباتۍ نښه ده، په ځانګړې توګه د هغې لارې او پایلو ته په پام سره چې ورسره مخ شوي
د ایران د اساسي قانون له مخې؛ د کار لاره روښانه ده او دوه ځلې وړاندې هم قانون پلی شوی دی، که څه هم د ۱۳۶۸ کال کې د ۱۳۰ او ۱۳۱ مادو د بدلون له امله دا ځل به یې په تطبیق کې اختلاف موجود وي.
جمهوري اسلامي ایران د اساسي قانون په ۱۳۱ ماده کې راغلي: «د ولسمشر د مړینې، ګوښه کولو، استعفا، غیر حاضرۍ یا ناروغۍ په صورت کې چې له دوو میاشتو څخه زیات دوام ولري او یا هم په هغه صورت کې چې د ولسمشر دوره پای ته رسېدلې وي او نوی ولسمشر د خنډونو له امله نه وي ټاکل شوی، او یا په دې ډول نورو چارو کې د ولسمشر لومړی مرستیال د رهبرۍ په منظورۍ سره د ولسمشر مسوولیتونه پر غاړه اخلي او یوه شورا چې د ولسي جرګې او د قضاییه قوې له رییسانو او د ولسمشر د لومړي مرستیال څخه جوړه وي مکلفه ده، چې د نوې ولمسشر د ټاکلو له پاره په پنځوسو ورځو کې چمتوالی ونیسي.
د لومړي مرستیال د مړینې په صورت کې او یا نور هغه مسایل چې د هغه د دندو ترسره کولو مخه نیسي او همدارنګه که ولسمشر لومړی مرستیال ونه لري، بل کس به د هغه پر ځای ټاکل کیږي.»
خو ستونزه دا ده، چې دا مساله به دومره ساده نه وي او په ایران کې له ډېر وخت وروسته اوس د همدې اساسي قانون پلمه نه چلیږي.
په دې کې شک نه شته چې د ولسمشر مړینه په حکومت کې د پام وړ ګډوډي رامنځته کوي.
یا دا کډوډی به په ټولنه کې انعکاس شي دا یو بل ټکی دی.
په ایران کې تاریخي سندونه دا ثابتوي چې په واک کې د اړتیا په صورت کې خپل سیال له منځه وړي.
د ځینو په فکر رییسي او محتبی خامنه یي دواړه د رهبر خامنه يي د ځای ناستی لپاره وروستي او اصلي نوماندان وو؛ نو له همدې امله د هغه مړینه د هغه د له منځه وړولو فکر رامنځته کوي او د سیاسي رقیبانو د له منځه وړلو په اړه د ایران تاریخ ته په کتو به دا ستونزمنه وي، چې اوسني واکمنان دا فرضیه رد کړي.
خو که د رییسي مړینه یوه ناڅاپي پېښه وي، ممکن له ځانه سره بېلا بېلې پایلې ولري او د مشرتابه د مقام لپاره به مناسبه نه وي.
د رهبرۍ دستګاه یعنې علي خامنه يي او هغه ته تر ټولو نېږدې د تصمیم نیولو او اجراییوي کړۍ، د زیاتو لګښتونو په ورکولو سره یې هڅه کړې، چې د ټولنې د ځپلو او د واک په سر کې د پاتې کېدو لپاره د خلکو د له منځه وړولو او ګوښه کولو هڅه وکړي او ممکن فکر کوي، چې په دواړو برخو کې بریالي شوي دي او یا هم لږ تر لږه د سختو لارو څخه تېر شوي دي.
په (۱۴۰۰) کال کې ولسمشریزي ټاکني او په (۱۴۰۲) کال کې د اسلامي شورا او خبرګان شورا ټاکنې چې د بې ساري بندیزونو او په ټاکنو کې د کم ګډون په ریکارډ سره ترسره شوي، په کتو له وخت وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کول د واکمنې ډلې لپاره یوه غیر ضروري ستونزه او ننګونه ده.
خلک رايې ورکولو ته هڅول، هغه څه دي چې نه د اسلامي نظام لپاره د خوښې وړ دي او نه هم اسانه؛ خو په عین وخت کې باید خلکو ته وښيي، چې حکومت مشروعیت لري.
دا څو مهجوله معادله د دې وړتیا لري، چې د جبري دوامداره کنټرول پروسه رامنځته کړي او له دې جبر څخه مطلوبي پایلې تر لاسه کړي.
یوازې د ابراهیم رییسي مړینه د ایران له رهبرۍ څخه د محرومو کسانو ځواک نه زیاتوي؛ خو کولی شي یو حرکت رامنځته کړي او دوی دې ته اړ کړي چې بیا د واک برخه وغواړي او ځان ځایولو لپاره رول لوبوي.
په همدې توګه؛ لږ تر لږه اوسني چاپېریال ته کتو او تحلیل سره ستونزمنه ده، چې ووایو چې د ایران اسلامي جمهوریت په رهبرۍ کې دغه نسبتاً شدید انزوا به په ټولنه کې په همدې ډول انعکاس شي.
په هر حال د هغه چا مړینه چې ۱۳۶۷ کال کې یې د سیاسي بندیانو په وژلو کې د خپل کردار له امله مشهور و؛ نو د ټولنې ځواک د مبارزې د انعکاس د دې وړتیا لري، چې د ټولنې خورا ځپل شوي او احتجاج کوونکي حرکت وکړي.
د نا اټکل شويو پېښيو، د پایلو احتمال ډېر وي.
له درغلیو نیولې تر بند او فزیکي لرې کولو، د واک د ترلاسه کولو او ساتلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د مشرانو ټول انتخابونه تل د مېز پر سر له ځان سره لري.
د ایران د اسلامي جمهوریت مشران د عامو خلکو او هغو کسانو په وړاندې چې د واک پر ضد لاریون کوي، د هغوی لپاره هم ټول انتخابونه د میز پر سر لري: بندیزونه، بندي کول او وژل.
د ابراهیم رییسي مړینه په خپله په دې حالت کې کوم لوی بدلون نه رامنځته کوي، بلکې د لویو بدلونونو د منلو لپاره یو ډیر مناسب چاپیریال برابروي.
یادونه: دغه لیکنه له ایران انټرنشنل څخه ژباړل شوې.

هغه چورلکه چې د یکشنبې په ورځ په ایران کې د خرابې هوا له امله نسکوره شوه او د دغه هېواد ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر یې ووژل، د بیل۲۱۲ په نوم چورلکه وه.
بیل۲۱۲ د امریکا له خوا د ویتنام په جګړه کې د کارول شویو UH-1N چورلکو یوه ملکي ډول و. دا ډول چورلکې په نړۍواله کچه د حکومتونو او خصوصي شرکتونو له خوا په پراخه توګه کارول کیږي.
د دغې چورلکې اصلیت څه شی دی؟
د بیل چورلکې په نوم یوې کمپنۍ په ۱۹۶۰ کلونو کې د بیل ۲۱۲ چورلکې د کاناډا د اردو لپاره جوړې کړې، چې UH-1 چورلکو یو پرمختللی ماډل و. دغه نوي ماډل چورلکو د پخوانیو هغو په پرتله دوه ماشینونه درلودل، چې د توربو قوت پر مټ یې کار کاوه او د لا ډېرو کسانو د وړلو توان یې درلود.
پخوانیو هغو یوازې یو ماشین درلود. دغه چورلکه په ۱۹۷۱ کال کې په عامه توګه معرفي شوه او ډېر ژر د امریکا او کاناډا په اردو کې ځای پر ځای شوې.

د دې چورلکو کارونه څه ډول ده؟
بیل ۲۱۲ هغه چورلکه ده، چې په ټولو شرایطو کې د خلکو د لېږد، د هوایي اور وژنې تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو، پر بار وړونکو کښتیو د کیناستلو او د مسلح چورلکو په توګه کارېدلای شي.
د دغې چورلکې ایراني ماډل چې د یکشنبې په ورځ رانسکوره شوه، د حکومتي چارواکو د انتقال لپاره جوړه شوې وه.
بیل چورلکې د پولیسو د چورلکو، د امبولانس او سرتېرو د انتقال لپاره هم کارول کیږي. دغه چورلکه پر یو وخت د ۱۵ کسانو د لېږد توان لري.
نور کوم سازمانونه له دغو چورلکو کار اخلي؟
د جاپان ساحل ګارد، په متحده ایالاتو کې د قانون پلي کونکي ادارې او د اور وژنې څانګې؛ د تایلنډ ملي پولیس او ډېری نور هېوادونه له بیل ۲۱۲ چورلکو کار اخلي.
دا روښانه نه ده، چې د ایران حکومت څو دانې بیل ۲۱۲ چورلکې لري؛ خو د ایران هوايي او سمندري ځواک له دغو چورلکو ۱۰ دانې لري.
ایران د شاه د واکمنۍ پر مهال د بیل چورلکو لوی پیرودونکی و او په منځني ختیځ کې یې تر ټولو لوی د پوځي چورلکو ځواک درلوده.
د هوانوردۍ د کارپوهانو په وینا؛ د بیل ۲۱۲ چورلکه چې د ایران ولسمشر یې لیږدوه، ښایي له ۴۰ تر ۵۰ کلونو پورې عمر یې درلوده.
ایا بیل ۲۱۲ چورلکې تر دې وړاندې هم نسکورې شوي دي؟
د بیل ۲۱۲ چورلکې تر ټولو وروستۍ د نسکورېدو پېښه په ۲۰۲۳ کال کې سپتمبر په میاشت کې وه. دغه چورلکه د متحده عربي اماراتو په سواحلو کې رانسکوره شوې وه.
په ایران کې تر ټولو وروستۍ هوايي پېښه چې بیل ۲۱۲ پور اړوند وه؛ په ۲۰۱۸ کال کې رامنځته شوه او څلور کسان پکې ووژل شول.


د ایران حکومت اعلان وکړ، چې علي باقري کني به د راتلونکو دوو مياشتو لپاره د حسين امیر عبداللهیان پر ځای لنډ مهالی ځای ناستی وي.
باقري یو مهال د ایران د اټومي هوکړې يا «برجام کمېسون» په غونډه کې تر ټولو د سرسختو منتقيدينو څخه و؛ خو وروسته يې بیا د برجام پر مذاکراتو باندي نقد وکړ.
د چورلکي د نسکورېدو په پېښه کې د امیر عبداللهیان تر وژل کېدو وروسته علي باقري کني به په راتلونکو دوو مياشتو کې د هغه ځای ناستی وي.
د رييسي د حکومت پر مهال د بهرنيو چارو په وزارت کې د لومړنيو بدلونونو په لړ کې عبداللهیان د ۱۴۰۰ کال د وږي په ۲۳مه نېټه باقري د دې وزارت د مرستیال په توګه وټاکه، چې مخکي د محمد جواد ظريف ښې لاسی سړی عراقچي دا دنده مخه ته وړل.
باقري کني د امیر عبداللهیان او محمد مخبر څخه جلا شخصيت او فکر لري.
نوموړی د د بنسټپالنې او امنيت له نسبتا نويو جريانونو څخه دی، چې د خپل کورني پوهنتون «امام صادق» له تکړه استعدادونو څخه دی او د ۱۳۹۲ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د سعيد جلیلي د ټاکنيز مرکز مشر شو.
دغه ۷۵ کلن سياستوال له ۱۳۸۶ کال راهيسې د ملي امنيت د عالي شورا د دارالانشاء د نړۍوالې برخې په مرستيالۍ کې يې فعالیت کړی او د علي خامنه يي له کورنۍ سره قوي خپلوي او اړيکه لري.
هغه د علي خامنه يي د زوم مصباح الهدي باقري ورور دی.

د حزب اسلامي مشر د ایران د ولسمشر او بهرنيو چارو د وزير مړینې ته په اشارې ويلي، په کوم هېواد کې چې «قانون او حکمت حاکم وي هلته د رهبرۍ خلا نه رامنځته» کیږي. په ورته وخت کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ پخواني وزير عبدالکریم خرم هم پر دې پېښه خواشني ښودلې ده.
د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتیار د دوشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه په ایران کې د چورلکي د نسکورېدو په پېښه کې د ولسمشر او بهرنيو چارو وزير وژل کېدو ته په اشاره ليکلي دي: « په هغه هېواد کې چې قانون او حکمت حاکم وي؛ د رهبرۍ هېڅ خلا نشته او نه له یوه لاس څخه بل ته د بې ثباتۍ او کړکېچ لامل ګرځي.»
حکمتيار دا یوه دردناکه پېښه بللې او د ایران حکومت او خلکو ته یې تسليت ويلي دی.
بل لوري بیا نن دوشنبه د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزير عبدالکریم خرم هم د ایران پر دې پېښه خواشني ښودلې او پر خپله اېکس پاڼه يې ليکلي دي: «افغانان د ایرانیانو سره په دی غم کې شریک دي.»
د ایران مخکني ولسمشر ابراهیم رییسي چورلکه تېره ورځ د ایران په ختیځ اذربایجان کې غورځېدلې وه، چې تر ۱۶ ساعتونو عملیاتو وروسته نن دوشنبه د چورلکې د غورځېدو په سیمه کې د ایران د لومړۍ درجې چارواکو جسدونه وموندل شول.

د افغانستان پخوانيو ولسمشرانو محمد اشرف غني او حامد کرزي د دوشنبې په ورځ پر خپلو ټولنیزو پاڼو د ایران د ولسمشر ابراهیم رییسي پر مړینې خواشیني څرګنده کړې او د ایران له خلکو سره یې خپله خواخوږي شریکه کړې ده.
د جمهوري دولت وروستي ولسمشر محمد اشرف غني پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې د ایران د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس ابراهیم رییسي، د بهرنیو چارو د وزیر امیر عبداللهیان او یو شمیر نورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو په یوه هوایي پېښه کې د مرګ په اړه د ایران له خلکو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.
نوموړي زیاته کړې: " په هغه کتنه کې چې ما له ښاغلي رییسي سره د ایران د نوي ولسمشر په توګه د لوړې په مراسمو کې درلوده، ما هغه یو وطنپال، د ایران د ګټو ساتونکی او په عین حال کې د سیمې او نړۍ له سولې او ثبات سره پکې لېوالتیا وموندله."
همدا راز پخواني ولسمشر حامد کرزي بیا لیکلي: “په ډېرې خواشینۍ او خپګان سره مو خبر تر لاسه کړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر جلالتماب سید ابراهیم ريیسي؛ د بهرنيو چارو وزير ډاکټر حسين اميرعبداللهیان او ملګري يې د چورلکې د لوېدو له امله شهيدان شوي."
د افغانستان پخواني ولسمشر ویلي، د خپل ژور خپګان او خواشینۍ په څرګندولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت خلکو او حکومت ته د دغې سترې ضایعې له امله د تسلیت مراتب وړاندې کوم او هیله لرم چې د ایران ورور هېواد په صبر سره له دغه سخت پړاو څخه تېر شي.
ابراهیم رییسي او ملګري یې په ختیځ اذربایجان کې د چورلکې د غورځېدو په پېښه کې مړه شوي.
تر ۱۶ ساعتو عملیاتو وروسته د هغوی د غورځېدلې چورلکې ټوټې او د دوی سوځېدلي مړي وموندل شول.
لا هم د رییسي د چورلکې د غورځېدو لامل نه دی څرګند؛ خو ایراني چارواکي د دغې پېښې لامل د هوا خرابوالی بولي.
