اسپانیا: هغه اسپانویان مو له افغانستانه اېستي، چې په وروستۍ پېښه کې زیانمن شوي وو

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټول هغه اسپانویان یې له افغانستان واېستل چې په «وروستۍ ترهګریز برید» کې زیانمن شوي او یا هلته پاتې وو.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ټول هغه اسپانویان یې له افغانستان واېستل چې په «وروستۍ ترهګریز برید» کې زیانمن شوي او یا هلته پاتې وو.
د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه مانویل البارس (د غبرګولې په دویمه نېټه) پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي:« د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت د بېړنیو قونسولي او د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو د خوندیتوب له څانګو مننه کوم، چې په دې برخه کې یې مرسته او همکاري کړې.»
تېره اوونۍ د بامیانو په ښار کې پر بهرنیو سېلانیانو د برید له امله درې تنه اسپانوي وګړي وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی و، دا رنګه په ټپیانو کې یو تن یې د اسټرالیا، یو یې د ناروې او یو بل کس یې د لېتوانیا اوسېدونکی و.
له هغه مهاله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې پر بهرنیو وګړو ډېر لږ بریدونه شوي، له همدې امله د بامیان طبیعي ښکلاو او لرغونو سیمو ګڼ بهرني سېلانیان ورمات کړي وو.
خو د دغه برید وروسته د روسیې په ګډون ګڼو هېوادونو له خپلو خلکو وغوښتل، چې افغانستان ته دې له سفر کولو ډډه وکړي.

د چمن پرلتوالو دوه اونۍ وړاندې هم دوه ورځنۍ جرګه وربللې وه؛ خو د پاکستان د حکومتي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته له پاسپورټ پرته د سپین بولدک ـ چمن د دروازې د خلاصېدو په اړه هوکړې ته ونه رسېدل.
چمن پرلتوال وايي، دوه اونۍ وړاندې په چمن کې د دوه ورځنۍ جرګې او د پاکستان د حکومت د استازو تر منځ د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو د پرېکړې بېرته اخیستو پر سر توافق ته د نه رسېدو وروسته یې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړی.
د یاد پرلت ویاند صادق خان وايي، نن پنجشنبه یو ځلې بیا په کوټه کې د چمن د ستونزو اړوند جرګه رابلل شوې ده.
صادق خان وايي، په دغه جرګه کې به د سویلي پښتونخوا ګڼ قومي مشران، سوداګر، مدني فعالان او عام وګړي ګډون ولري.
بل خوا په چمن کې ځايي خبریال احمد ظاهر وايي، د تېرو دوه اونیو راهیسې په احتجاجي ډول د چمن کوټې تر منځ عمومي لاره د کوږک غره په سیمه کې د تګ راتګ پر مخ تړل شوې ده.
د نوموړي په خبره، د پاکستان د دولتي بانک او پاسپورټ ادارو تر څنګ یو شمېر نورې ادارې هم د چمن پرلتوالو له لوري بندې شوې دي.
د چمن پرلتوالو د سپین بولدک ـ چمن پر دروازه د پاکستان د حکومت له لوري د ویزې او پاسپورټ د جبري کېدو د پرېکړې د مخالفت په اړه یې په وار، وار له طالبانو څخه هم د مداخلې غوښتنه کړې؛ خو طالبانو تر دې دمه د چمن پرلتوالو په ملاتړ هیڅ غبرګون نه دی په ډاګه کړی.
د چمن له پرلته نږدې اته میاشتې تېرېږي؛ خو تر دې مهاله د پاکستان د حکومت له لوري د پرلتوالو غوښتنې نه دي منل شوې.

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، هرکله چې د امريکا مداخله رسوا او بدنامه شوې؛ نو د هغې د مدیریت دوام ملګرو ملتونو ته پرېږدي. هغه په اېکس پاڼه لیکلي، د دوحې درېیمه ناسته په حقیقت کې د دوحې لومړۍ ناستې ته د مشروعیت ورکولو یوه هڅه ده.
هغه زیاته کړې، له طالبانو سره د واشنګټن او لوېدیځ بلاک تر منځ د تعامل له اندازې دا څرګندېږي چې د دوحې د هوکړې پټې ضمیمې تر اصلي سند غوره دي.
هغه وایي، د دوحې ناستې ته هیلهمندي د ورېځو پر سر د کور جوړولو په مانا ده.
هغه په خپلې لیکنې کې دا هم ویلي:« باید په دې وپوهېږو، چې د دوحې هوکړه کوونکو افغانستان ګومارل شویو ترهګرو ته وسپاره.»
هغه وړاندې کاږلي:« طالبان له اونیزې نغدي کڅوړې پرته د ملکي بودجې د دېرش سلنه ورکړې وس هم نه لري؛ نو دغه پیسې څه کېږي؟ چېرې لګول کېږي؟»
هغه زیاته کړې، د افغانستان درې مېلیارده پولي زېرمې کنګل کېږي او پرځای یې طالبانو ته د بشري مرستو په نوم ۱۷ مېلیارده ډالر ورکول کېږي.
هغه وایي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته څلور مېلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي، چې د ستنېدو په صورت کې د سپکاوي او ربړونې سره مخ کېږي او په دې اړه اسناد هم لري.

یوې پېژندل شوې افغان فلم جوړونکې د امریکا په متحدو ایالتونو کې د «فیمینسټانو له یوه بنسټ» نړیواله جایزه ترلاسه کړه. صحرا ماني له هغه وروسته د دې جایزې وړ وګڼل شوه چې د طالبانو په وړاندې د افغان ښځو د مقاومت مستند فلم «ډوډۍ او سره ګلان» یې سم انځور کړی و.
د فیمینسټانو یوه بنسټ د چهارشنبې په ورځ د غبرګولي دویمه په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې تېره اونۍ یې په لاس انجلس کې د ښځو د حقونو د شپاړسمې کلنۍ جایزې ورکړې د مراسمو کوربتوب وکړ.
په دې مراسمو کې د نړۍ د ښځو د حقونو لپاره د ماویس لینو جایزه صحرا ماني او د «ډوډۍ او سره ګلان» مستند فلم ډلې ته ورکړل شوه. صحرا ماني ته دغه جایزه په امریکا کې د ټلویزیون د یوه پخواني ویاند جي لینو او د هغه د مېرمنې ماویس لینو، د دغه بنسټ د مدیره پلاوي غړو او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پخوانۍ مشرې ډاکټرې سیما سمر له خوا ورکړل شوه.
اغلې ماني په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د ډوډۍ او سره ګلان مستند فلم سره «زما هدف دا و چې د خپل هیواد د میرمنو مبارزه راتلونکي نسل ته ورسوم.»
هغې هیله څرګنده کړه چې که وکولای شي د افغان ښځو غږ پورته کړي او د دغه هېواد په بدلون کې برخه واخلي.
ډوډۍ او سره ګلان په کابل کې د طالبانو پر وړاندې د افغان ښځو د مقاومت کیسې ته یوه کتنه ده. دا فلم د دریو افغان میرمنو کیسه بیانوي او ښیي چې په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته د دوی ژوند څنګه بدل شو او دوی څنګه په زړورتیا سره د «جنسیتي توپیر» پر وړاندې ودریږي.
ډوډۍ او سره ګلان په ۱۴۰۲ کال کې د کانز په ۷۶وم نړېوال فستیوال کې ځانګړی نمایش درلود.
د اغلې ماني تر ځنګ، د متحده ایالاتو د کانګرس پخوانۍ استازې کارولین مالوني، او د نسایی ناروغیو متخصصه ډاکټر اسټین ډینارډ، ، د فیمینسټانو دغه بنسټ د ایوارډونو ورکړې وړ وپیژندل شوې.
د فیمینسټانو دغه بنسټ د ښځو د حقونو نړیواله جایزه هر کال یو لږ شمېر څېرو ته ورکول کیږي چې د ښځو او انجونو د حقونو په وده کې یې د پام وړ ونډه اخیستې او د هغو بې عدالتیو په اړه چې میرمنې د جنسیت له امله ورسره مخ دي د پوهاوي په لوړولو کې مرسته کړې وي.

د روغتیا نړۍوال سازمان د چهارشنبې په ورځ د (غبرګولې دویمه)په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغو مرستو کې د روغتیايي درملو کڅوړې، خیمې، او د لمریزې انرژۍ څراغونه شامل دي چې په بېړنۍ توکه یې د غور په ولایت کې له سېلاب ځپلو سره مرسته کړې.
په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازي جمشید تنولي ویلي:« له ټولو ننګونو او د لارو د ویجاړېدو سره، سره زموږ ډلې د خپلو همکارو ادارو په مرسته وتوانېدې چې د غور ګاونډي ولایت هرات له لارې دغه مرستې اړمنو خلکو ته ورسوي.»
د راپورونو له مخې، په غور کې وروستیو سېلابونو د ځاني زیانونو تر څنک ګڼ مالي زیانونه هم اړولي چې په دغه ولایت کې د درې زره دوکانونو او شاوخوا د لس زره کورونو د ویجاړېدو خبرونه هم خپاره شوي دي.

ځایي خلک وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د خرلاڅي لاره چې د کرمې په قبایلي ولسوالۍ کې پرته ده، نن د پرله پسې لسمې ورځې لپاره هم تړلې ده. دغه لاره له هغه وروسته وتړل شوه، چې د پاکستاني او افغان طالبانو ځواکونو ترمنځ په دغې سیمې کې نښتې پیل شوې.
که څه هم دواړه غاړو په رسمي ډول د دغې لارې د تړلو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو یوې پاکستانۍ رسنۍ دې پاکستان ډیلي په خپل یوه راپور کې د سرچينو له خولې لیکلي:« کله چې امنيتي ځواکونه هڅه کوي پاکستان ته د وسلهوالو د ننوتلو مخه ونيسي، افغان طالبان د پاکستان پر سرحدي پوستو ډزې کوي.»
په راپور کې د پاکستاني چارواکو له خولې راغلي، چې افغان ځواکونه د ویجاړ شوي اغزن تار د ترمیم پر مهال هم پر ځواکونو ډزې کوي.
دوی وايي، پر پوله د ناقانونه تګ راتګ د مخنیوي لپاره اغزن تار لګول شوی دی.
له بل پلوه د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل، چې د افغانستان له خاورې په تنظیم شويو ترهګریزو پېښو کې زیاتوالی راغلی.
د پوځ په خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له حکومته تمه کېږي چې خپل مسوولیتونه وپېژني او د ترهګرو لهخوا د افغانستان له خاورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو مخه ونیسي.
له بلې خوا افغان طالبان وايي، دوی هغه مهال ډزې کوي چې پاکستاني ځواکونه د دوی له اجازې پرته د نویو پوستو د جوړولو هڅه کوي.
که څه هم د یکشنبې په ورځ د دواړو غاړو مشرانو او چارواکو پر اوربند هوکړه کړې وه؛ خو دغه لاره د سوداګریزو موټرو او مسافرو پر مخ لاهم تړلې ده.
ورته مهال په کابل کې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان دغې رسنۍ ته ویلي:« اسلام اباد او کابل یو وخت هوکړه کړې وه، چې سرحدي مسایل به له سیاسي پرمختګونو جلا کوي او د ځینو پېښو د رامنځته کېدو پر مهال به د سوداګرۍ او مسافرو پر مخ لارې نه تړل کېږي.»
هغه ویلي، له هغه وروسته چې پاکستان د ټيټيپي مسله راپورته کړه؛ د دواړو خواوو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې.
هغه زیاته کړې، پاکستان د سخت پیغام رسولو پالیسي غوره کړې ده او دا ډول پالیسي کله ناکله د پولې هاخوا د تګ راتګ مخه نیسي.
