د چمن پرلت‌والو نن په کوټه کې د چمن د خلکو د ستونزو د لرې کولو لپاره ولسي جرګه وربللې ده

د چمن پرلت‌والو دوه اونۍ وړاندې هم دوه ورځنۍ جرګه وربللې وه؛ خو د پاکستان د حکومتي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته له پاسپورټ پرته د سپین بولدک ـ چمن د دروازې د خلاصېدو په اړه هوکړې ته ونه رسېدل.