د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خرلاڅي لاره له لسو ورځو راهیسې د تګ راتګ لپاره تړلې ده

ځایي خلک وایي، د پاکستان او افغانستان تر منځ د خرلاڅي لاره چې د کرمې په قبایلي ولسوالۍ کې پرته ده، نن د پرله پسې لسمې ورځې لپاره هم تړلې ده. دغه لاره له هغه وروسته وتړل شوه، چې د پاکستاني او افغان طالبانو ځواکونو ترمنځ په دغې سیمې کې نښتې پیل شوې.