• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له سېلاب ځپلو سره مرسته؛ د تركيې شلم د «مهربانۍ اورګاډی» افغانستان ته روان شو

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۷:۲۹ GMT+۱

د ترکیې د پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت چارواکو ویلي، چې د افغانستان خلکو ته خپل «د مهربانۍ اورګاډی» چې له ۶۰۰ ټنو څخه ډېر د مرستې محموله او ۴۳ واګونو پکې شته لېږي. دا اورګاډی به په ۱۵ ورځو کې افغانستان ته ورسیږي.

دغه ریل ګاډی د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د چارواکو، د دغه هېواد د پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت او د نا دولتي سازمانونو د استازو په شتون سره د سې شنبې په ورځ له انقرې څخه د افغانستان په لور روان شو.

د اناتولي خبري اژانس لیکلي، چې په افغانستان کې له وروستیو سېلابونو وروسته د ترکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو مدیریت د ۱۷ نورو نا دولتي سازمانونو په همکارۍ ۶۰۰خیمې او ۶۱۹ ټنه د خوراکي توکو، حفظ الصحې او کمپلو په ګډون د مرستو رسولو مواد دغه هېواد ته استولي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو مرستیال وزیر منیر کارالو اوغلو وویل، چې د سېلاب ځپلو افغان کورنیو د اړتیاو د پوره کولو لپاره د دغه هېواد روغتیايي مرستې تېره اونۍ هم د الوتکې له لارې افغانستان ته رسېدلې دي.

د ترکیې د طبیعي پېښو او بېړنیو حالاتو د مدیریت مشر اوکای ممیش وویل، چې دغه مرستې د طالبانو د چارواکو په غوښتنه له سېلاب ځپلو سره شوې دي.

د اناتولي خبري اژانس لیکلي، چې په ۲۰۲۲کال کې په افغانستان کې له داخلي ناکراریو او پرله پسې زلزلو وروسته ترکیې د مهربانۍ ۱۹ اورګاډي چې ۸ زره او ۲۴۱ ټنه بشري مرستې پکې شاملې وې، افغانستان ته استولي دي.

په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله سلګونه کسان مړه شوي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ وویل؛ یوازې په بغلان ولایت کې د سېلابونو له امله ۶۰زره کسان اغېزمن شوي دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

مایکل مکال د طالبانو له خوا د امریکا له نغدو مرستو څخه ناوړه ګټه اخیستنه د منلو وړ نه بولي

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۴:۵۳ GMT+۱

د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر د طالبانو له خوا د امریکا د نغدو مرستو کارول د منلو وړ نه بولي. مایکل مکال د بایډن له ادارې وغوښتل، چې طالبانو ته د امریکايي مالیه ورکونکو د پیسو د انتقال د مخنیوي لپاره سمدستي اقدامات وکړي.

د دغه امريکايي سناتور په اعلاميه کې چې د سې شبنې په ورځ د (غبرګولي لومړۍ) نېټه خپره شوه، ويل شوي، چې تېر کال يې د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا له ځانګړي پلټوونکي ادارې (سيګار) څخه وغوښتل، چې له افغانستان سره د امریکا له مرستو څخه د طالبانو د مالي ګټو په اړه راپور ورکړي.

سیګار په یوه نوي راپور کې اعلان کړی، چې د امریکا متحدو ایالتونو تر لسو میلیونو ډالرو زیاته مالیه طالبانو ته ورکړې ده.

په دې راپور کې راغلي، چې که په افغانستان کې مرستندويه موسسې طالبانو ته پېسې ور نه کړي، ښايي د هغوی بانکي حسابونه او دفترونه وتړل شي او نومونه يې د هغو سازمانونو له لېست څخه وایستل شي، چې په افغانستان کې د فعالیت اجازه لري.

ښاغلي مکال د دې راپور په ځواب کې وويل، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو له وتلو راهيسې امریکا د طالبانو له خوا د رامنځته شوي بشري ناورين د مخنيوي لپاره له ۲،۸ ميليارده ډالره مرسته کړې ده.

دغه امریکايي سناتور وايي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د مالي مرستو په تخصیص سره دا د حیرانتیا خبره نه ده، چې د امریکايي مالیه ورکوونکو ۱۰.۹ میلیونه ډالره پیسې طالبانو ته ورکړل شوې دي.

د خپلواکو څارونکو سازمانونو او رسنیو ډېری راپورونه دا په ګوته کوي، چې طالبان ممکن د خپلو نظامي فعالیتونو او مالي شبکو د ملاتړ لپاره مالي مرستې وکاروي، چې د افراطیت ملاتړ کوي.

امریکايي چارواکو په تېره بیا جمهوري غوښتونکو مخکې له دې اندېښنه ښودلې وه، چې طالبان به افغان ولس ته د امریکا له بشري مرستو ناوړه ګټه پورته کړي.

د ملګرو ملتونو پخوانی استازی:د بن له غونډې وروسته هېڅ ډله له طالبانو سره د خبرو پلوي نه وه

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۳:۰۷ GMT+۱

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی اخضر ابراهیمي وايي؛ د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې د بن له غونډې وروسته بهرني چارواکي او افغان مشران له طالبانو سره د خبرو اترو پلوي نه وو.

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه، چې د بن په غونډه کې د طالبانو ګډون ممکن نه و؛ ځکه چې دا ډله له افغانستانه شړل شوې وه.

هغه زیاته کړه، چې طالبانو د بن په غونډه کې ګډون نه و منلی او امریکا هم دغې ډلې ته په غونډه کې د ګډون اجازه ورنه کړه.

د بن غونډه د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر مياشت کې د ملګرو د ملتونو په منځګړیتوب او نظارت په جرمني کې جوړه شوې وه، چې اکثره جهادي ډلو او د امریکا مذاکره کوونکو په کې برخه درلوده.

د دې غونډې په پایله کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت تر نامه لاندې د طالبانو له لومړي رژیم وروسته په افغانستان کې د یوه نوي سیاسي نظام د رامنځته کېدو لامل شو.

د ملګرو ملتونو دغه تجربه لرونکی ډېپلوماټ د امریکا د سولې له انسټیټیوټ سره په مرکه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه وویل: « د ۲۰۰۱ کال په ډسمبر کې چې زه کابل ته لاړم، ښکاره پوښتنه دا وه، چې دا خلک (طالبان) د هېواد ۹۵ سلنه خاوره کنټرولوي، دوی چېرته دي؟

ایا موږ اړتیا نه لرو، چې دوی ومومو او له دوی سره خبرې وکړو، چې دوی اوس څه فکر کوي او څه به وکړي؟»

اخضر ابراهیمي څرګنده کړه، چې دغو پوښتنو ته د بهرنیو چارواکو او افغان مشرانو په ګډون د هر چا ځواب منفي و.

له لاسه ورکړل شويو فرصتونو قيمت

ښاغلي اخضر د خپلو خبرو په یوه برخه کې زیاته کړه، چې په وروستیو کلونو کې پوه شو چې د ۲۰۰۲ کال په لومړیو کې ځینو طالب مشرانو د افغانستان د هغه وخت ولسمشر حامد کرزي ته یو لیک لیکلی و.

د هغه په ​​وينا؛ طالبانو په دغه ليک کې کرزي ته ليکلي وو، چې د ده حکومت به په رسميت وپېژني، يوازې په دې شرط چې د دې ډلې غړي بېرته خپلو کليو ته ستانه شي او په عزت سره ژوند وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخوانی استازی وايي؛ ولسمشر کرزي د طالبانو د لیک په اړه ورته یوه کلمه هم نه وه ویلي.

ښاغلي اخضر وویل: «د فرصتونو له لاسه ورکول د ورځې په پای کې په قيمت تمامیږي.»

اخضر ابراهیمي د ۱۹۹۷ او ۲۰۰۴ کلونو تر منځ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و.

نوموړی اوسمهال د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو او عرب اتحاد استازی دی.

افغانستان او پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو غونډه کې د ګډون لپاره طالب پلاوی قطر ته لاړ

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۱۱:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د عامي روغتيا وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي، چي د قلندر عباد په مشرۍ يو پلاوی په افغانستان او پاکستان کې د پوليو له منځه وړلو په غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته لاړ. اعلاميه زياتوي، چې په دې څلور ورځنۍ غونډه کې به د دې ناروغۍ د له منځه وړلو پر لارو چارو خبري وشي.

دغه وزارت نننۍ اعلاميه کې ويلي، چې په افغانستان او پاکستان کې د پوليو د له منځه وړولو په غونډه کې د روغتيا نړیوال سازمان، یونيسف، د افغانستان عملياتي پېړني مرکز ټيم، د ساري ناروغتيو د کنټرول مرکز او د ګاوي ادارې استازي برخه لري.

اعلاميه زياتوي: «په غونډه کې به په دوامدار شکل د پوليو د محوه کولو پر څرنګوالي او حل لارو کار وشي.»

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هېوادونه دي، چې تر اوسه هم پکې د پولیو ناروغي په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې.

طالبان: په بدخشان کې د غر ښويېدنې له کبله ۱۵ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي

۲ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۲ می ۲۰۲۴، ۰۹:۳۵ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور خپور کړی، چې د بدخشان ولایت په راغستان ولسوالۍ کې د غر ښويېدنې له کبله ۱۵ هستوګنیز کورونه په بشپړ ډول ویجاړ شوي او ۲۶ د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي.

په بدخشان ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر حکمت الله محمدي ویلي، دغه پېښه تېره شپه اته بجې د راغستان ولسوالۍ اړوند د خیفچ کلي په روینج سیمه کې شوې ده؛ خو ځاني تلفات نه لري.
هغه زیاته کړې ده، چې د دې پېښې له امله د سیمې اوسېدونکو ته ګڼ مالي زیانونه اوښتي او دمګړۍ ۲۶ نور کورونه هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي.
تر دې وړاندې هم څو ځله د دغه ولسوالۍ خلکو ته د ورته پېښو له کبله ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.

له بل پلوه په تېرو وروستیو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې خلک د طبیعي بېښو له امله اغېزمن شوي دي.

همدا تېره ورځ پېښو ته د رسېدو په چاروکو کې د طالبانو وزارت ویاند ويلي، په تېرو نږدې لسو ورځو کې په افغانستان کې د سېلابونو له امله ۲۹۴ کسان مړه شوي دي.
جانان سایق په یوې خبري ناسته کې زیاته کړې، چې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۱۵ زره کورونه وېجاړ شوي او شاوخوا ۶ زره څاروي هم له منځه تللي دي.

یونېسف: په افغانستان کې مو له ۱۱ زرو څخه د زیاتو سېلاب ځپلو درملنه کړې ده

۱ غبرگولی ۱۴۰۳ - ۲۱ می ۲۰۲۴، ۱۹:۱۷ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ویلي، چې د دغه سازمان روغتیايي ټیمونو د افغانستان په سېلاب ځپلو ولایتونو کې له ۱۱ زرو او ۴۰۰ څخه زیاتو خلکو ته روغتیایي مرستې رسولې دي. یونېسف ویلي؛ په هغو کسانو کې چې درملنه یې شوې ۴۸ سلنه ماشومان دي.

د ملګرو ملتونو اړوند دغه مرستندویه سازمان فوربز مجلې ته چې د سې شبنې په ورځ خپره شوه وویل، چې د دوی د تغذیې او روغتیا ګرځنده ټیمونه په سېلاب ځپلو سیمو او په خیمو کې د ماشوم او مور روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق زیاته کړه، چې د اوبو د ټانکرونو په مرسته یې تر ۲۲ زرو زیاتو خلکو ته د څښاک پاکې اوبه رسولې دي.

دغه بنسټ د نورو مرستندویه موسسو سره یوځای د خوارځواکۍ سره مخ ماشومانو سره مرسته او درملنه یې کوي.

د ملګرو ملتونو اړوند مرستندویه ادارې ویلي چې دوی ۲۳دولتي ښوونځیو ته د درسي خونو د کارولو لپاره خیمې او درسي مواد استولي دي.

یونېسف به تر دوو میاشتو د بغلان په درېیو ولسوالیو بغلان جدید، برکه او ګذرګاه نور کې پر درې زره کورنیو ۳۱۲ډالره نغدي مرسته وویشي.

په تېرو دوو اوونيو کې د هېواد په يو شمېر شمالي او مرکزي ولايتونو کې سختو بارانونو او ناڅاپه سېلابونو زرګونه کورونه، زيربنايي تاسيسات او کرنیزې ځمکې ويجاړ کړي دي.

د ملګرو ملتونو له خوا د اعلان شویو شمېرو له مخې؛ د وروستیو سیلابونو له امله لږ تر لږه ۲۴۰کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

یونېسف اټکل کوي چې د بغلان په اتو ولسوالیو کې تر درې زرو زیات کورونه ویجاړ شوي دي.